کور / طنز / موږ ته الهام کیږي !؟

موږ ته الهام کیږي !؟

موږ ته الهام کیږي !؟


اوس په نړۍ کې   الهام اوالهام بازي ډیره شوې ده ، لویان یې  د قسم پر ځای کاروي هر بد  کار  چې وکړی وایي ماته الهام وشو  باید دا کار مي کړی وای  .
عجبه دنیا ده چا ته سم او ناسم نه مالومیږي پخوا یې په قسمونو په خلکو منل اوس يې د الهام  په زور ورباندې مني
څو مده  مخکې اسرایلو پر غزوې هوايي  برید وکئ  او ویل يې موږ ته  الهام شوی چې  باید بې ګناه خلک مړه کړو د نرۍ ټولو هیوادو ومنله او  ویل یې: غزوه باید ګډوه شي  ولې وسلې نه لري « د قروتو سزا چکش دی».


چې امریکا پر عراق برید وکئ نړیوالو ویل عراق ملامت  دی  چې ولې  يې اتومي وسله نه لرله
بیا  امریکا پر  افغانستان  برید وکئ  نړیوالو  افغانستان ملامت کړی، چې ولې  يې اردو نه درلود .
 بوش وویل ما ته الهام وشو چې دا دوو ضعیفو باټکو هیوادونو ته چې   هیڅ ډوله سلا نه لري سزا ورکړه
خو شکر دا الهام او الهام بازۍ تر اوسه  زموږ  په خلکو کې لا نه دی باب شوی که څه هم په پېښو کې لومړی پوړ لرو په همدې شکر، شکر کې وم چې ادبي  غوړوچکچکو له دې
  چرتونو راویستم او  ستیج ته يې  ځیر کړم .
دیو  سړي سر  د وینا د میز تر شا مالومیده هغه
 دچټ  چراغو  ته  لکه  د  اسمان ستورو ته    چې ګوري کتل او په افسوز يې وویل: ستاسو له تشویق څخه یو جهان مننه  خو ما ته دا یو کال کیږي نوی شعر نه دی راغلی!
 ددي  ادبې خبرو په اوریدو مې  د پک سر دوه – درې سرګردانه او بې اتفاقه  وېښتان به سر جګ ودریدل. له ځان سره مې وویل دا بیړا بیا  ګوره په یو لوښت قد  په  سترګو کې خاورې را اچوي
له ځانه سره مې وویل وايي پک په سر تار نه لری په چا کار نه لري خو وجدان مې دا سترګو ته  خاوره  اچول سپکاوی وبلې چې هغه ولې په موږ دومره د بیړا خیال  کړی دی  نوخپل ریږدیدونکی لاس مې پورته کړ او له هغه څخه مې وپوښتل:  آغا! دا شعر له  کومه خوادرته راځي!؟
په تالار  کې د ناستو  خلکوکړیچی شو . دوه ـ درې لا ولاړشوه اولستوڼي يي بډوهله  داچې هغو ته زما د شل اوشوټ کېدو الهام ونشي  بیا به مې بازخواست والا هم نه وي  کازي به وایي  هغو ته الهام شوی وو له تالاره ښوی په خاپوړو  ووتم اوپه تراټ  لکه د ګادۍ اس  سیده کور ته ولاړم
 دا چې   کورته  په خیر ورسیدم نو له خوشالۍ مې نار ې کړه : اسلام علیکم
زما درې کلن زوې زما په ځواب کې  نارې کړه:  آغا لیونی کم
 هېښ پاته شوم څنګه يې  وزن اوقافیه برابره کړه
له ځانه سره می ورو وویل : هرومر و الهام ورته شوی دی
ما په هېښتیا  ترې وپوښتل : زویه ! دا
هغه راته وویل: اغا ما جوله که( ما جوړ کړی)
شکر مې وکړ چې دی لا  تراوسه  په ختا ایستلو نه پوهیږي.