کور / طنز / دخوشحال بابا طنزیه توکي لرونکی شعرونه ۳

دخوشحال بابا طنزیه توکي لرونکی شعرونه ۳

هزل بیا هغه شعر یا نثر  دی چې پر چا باندې نارواووایي ؛ یا هغې توکي دي چې د اخلاق او ادب خلاف وي او یا هغه نثر یا نطم دی چې ډیر ټینګ کلیمات ولري.
هزل  د عامو او منځنی پوړ خلکو لپاره ویل کیږي، چې موخه یې یوازې خندا اوساتیري ده. خوشحال بابا د دې برخې ځوانان او مینه وال نه هیروي هغوته هغه نه ویل کېدلي عشقي توکي د هغو د فهم په ژبه په جرت بیانوي

چې تر سر و تر مال تېر نه شي په عشق کې
څوک د جونو په پالنګ نه دي ختلي
یا دا شعر
تا  پخپله  سپينه  خوله  خوشحــــــال  ته  وركړه
گڼـــــــه دى، دا هسې  شونډې ښكلــــــول  څوك
یا داشعر
په خونـي هاتــــــــــــــي سوره شوه مى پرستــــــه
زه هم مست ، هاتي هم مست دى ، داهم مسته
یا دا شعر
که مي چېری لاس د واک درورسیږی
په سپین مخ به دې غاښ نښې سیاه ږدم

ځینې هزلې شعرونه يې د سوال اوځواب په څیر دی لکه
وى مې څه کړم چې محتاج د طبيب نه شم
وى يې لږ خوره، لږ دخول کړه، لږ مقال
كه زه نه واى تا به ځان لره بلل څوك
په پالنگ به دې داهسې درختل څوك

دخوشحال بابا په شعرونوکې  له دې څخه لا نور ډیر ټینګ شعرونه دشهۍ او معشوقې د ځانګړتیا وو په  بیان  کې لري
خوشحال بابا لکه     سعدي، مولانا  ،عبید زاکانی ، وطواط   ډیر ښکلې هزلي  شعرونه ویلی دي.
خو شحال بابا ښځې په څلورو برخو وېشي او د هرې يوې تعریف د شعر په ښکلې ژبه بيانوي چې  دلته  د ددی شعرونو څو  بیلګې کاږم
 ۱ ـ ګل فامې : بدن يې لکه نيلوفر ؛ تنه يې خوشبویه . څرخیدل لکه بورا…
   خوشحال ، په ډېره هنرمندانه توګه دا خپله ډلبندي تشریح کوي او وايې :

دتيوسر يې تورقي چې هلک سينه کشاده
په قد سمه شابسته سم الفسي چې ودريږي
دسرويښته يې تور نرې اوږدې ولول يې ذلفې
په ځان لکه باغکه چې ويښته پرې نه نمايږي
ډېرخوب لږ يې خوراک ګيډه يې ناسته ملا نرۍ
راست په کې نامه څخه په ګوته څرګنديږي
لږقهر عقل منه کم دخوله مهر باڼه
ساره خولږه خندا هم په شونډوکې موسيږي

 ۲ــــ نېک فرجامې :
       ګل فامې خومې ووې نېک فرجامې درته ستايم
په حسن په ښايست کې وګلفاموته رسيږي
دادوه توکه يې نه وي چې بوراباندې څرخيږي
ياپان خوري ياشراب خوري ترمرې يې ښکاره کيږي
ويښته يې په وجودباندي هم لږوډېرليدل شي
نه زړه وي نه بدرنګه په وجوديې ښه جوړيږي
خوراک په اندازه خوري خوشبويې لکه ځان وي
لږخوب کاډېره لامبي په ستر سهار ويښيږي
مينه يې په هوس وي خنداوبريښيوه ناکه
په لوبوپه سندروپه سروديې زړه خوښېږي
نه غم نه دلګيري کاهميشه تروتازه وي
پخپلوسهيليومينه کاباندې خوږيږي
دخپل مېړه په بره ښه په هره چانازيږي
په نيت جوړه په پشت جوړه ظاهر باطن يورنګه
دنېک خبره هم په ډېر ضرور په ډېرناکام کا
په دروغ خويې هرګز په خوله په ژبه نه جوړيږي
په خوله پاکه په زړه پاکه بې وېرې بې وسواسه
په غولي په جولي چې هيڅ ناپاکه نه تېريږي
له ځانه يې ښه لوي دګبينه غوندې خوږ درومي
دخول وته يې زړه دخپل مېړه په رضاکيږي
۳- دوه دامو
د دوه دامو ورته وکړم راته غوږ کړه
په زړه کلپه ناغه په خبرنه شرميږي
بدګويه بد زبانه ډير وي لږ خبره
ځان تود بوي يې له ځانه د ليوه غوندې بهيږي
ونسته چې دځان ځيږه د تن هم ځږه کر لنډه بد رنګي
يکدله ګيډه وره په خوړلو ته مړيږي
ميوه، لونګ، جايغل پدر يې غرض نه وي
تروه ترخه سونډ مونډ بلا بتر ته يې زړه کيږي
چې تاو خارښت ورپاڅي ناکراره شي ښوريږي
که لوي وي که هلک وي وهر چاوته قهريږي
نه پت ګوري نه شرم نه يې حق وته نظر وي
دخپل ميړه په غېږ کې زړه يې نورو ته پړقيږي

څلورم د فيل اندامو

اوس غوږ باسه وماته مخ يې تور دي د دودامو
بيان د فيل اندامو هم ضرو ر دي بيانيږي
کټه مخ، بدکوککونه، وروځي پلنې وړې سترګې
لوي سر،وېښته ځږه، سرونه سره ځليږي
درست ځان کټه لاس پښې کټه کټه د لاسو ګوتې
بدې شونډې داړه ورې چې سړي ځنې ويريږي
يو دروند آواز هم دروند په زړه سخته ناشولته
هم په مهر قهرجنه، چې بل خاندې دا پخيږي
هاتي غوندې خوراک کا دهاتي غوندې تر بوي ځي
په عشق په محبت په مهر مينه نه پوهيږي
هغه د ښځو د حقوقو په اړه وايي:

ښځې مرد سره پيدا دي د جنت يخې حلوا دي
په عزت ساتلې بويه د دوي چار ده ډېره لويه

اخځلیکونه
۱- دخوشحال کلیات
China radio international-2
Khyber.org-3
Tanzona.com-4
Wikipedia.org-5
Shaerana.net-6
سپرغی وب پاڼه-۷
۸-وړانکه  وبپاڼه
۹- طنزونه وب پاڼه
۱۰- افغانستان اسمایی وب پاڼه