کور / طنز / ساري!

ساري!

تر اوسه مې په لوېدیځوالو کې د ساري تر کلمې بله داسې د اهمیت ور کلمه نه ده لیدلې وایې یو افغان چې لندن ته نوی راغلی وو په سوتهال ( د هندوانو سیمه )کې يې د یوې ښکلې هندواڼۍ پيغلې سره چې دکناوېز ساړۍ يې تړلې وه ؛ ځان یې یو غړوپ کړی و ؛ نرۍ موسکا يې پر شونډو وه؛ په مکیز مکیر رهي وه ، ډکه ووهله .
هغې خپلې ساړۍ ته وکتله پر هغه يې لاس تیر کړ اوبیا یې په یوې ښکلې لندنې مسکا اونخرو سره په اوږد ډول هغه ته وویل:
-ســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاري!
 دځوان هیلې را وټوکېدې د خریدار په سترګه یې ورته وکتله په خپلوخامکي کالو یې لاس تیر کړ او په ورین تندي یې په داسې حال کې چې رډ رډ يې ورته کتله په مینه وویل :
-کالــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي!
 نا څاپه دهغې په نکریزو سرې منګولې پورته او یوه ښکلې څپېړه يې پر مخ ورسره کړه او په داسې حال کې چې سترګې يي له کوګله راوتلي وې په انګریزي یې ردو بد ورته ویل پیل کړه.
ځوان له شرمه سترګې پر مځکې و ګنډلې او خولې خولې شو
دا چې دده ژبه نه وه زده شخړه لا تودیدله، چې یو بل ځوان نابلده ځوان ته وویل:
ورته ووایه ساری چې له غضبه خلاص شې کنه پولیس دي بیرته ډیپوړت وي .
هغه خپل کالو ته وکتل او په داسې حال کې چې په څیره کې يې خواشینې ښکاریده په خورا بې خوندې وویل: ساري ،ساري، ساري تر بل کال پورې ساري!
او په شرمنده ګي رهي شو.ځان یې ګرم بلئ، چې ولې يې د ښځو مخ کې د خپل شی صفت وکړئ.
په دې اساس ویلای شم چې په لندن کې ساري ویل بې خیرته ګټه لري دا کلمه کولی شي تاسو د ژوند له ټولو ربړونو خلاص کړي. که غواړئ څوک لاره درکړي ورته ووایاست : ساري ؛څوک په سوک ووهئ ورته ووایاست: ساري ؛غلا وکړئ ورته ووایاست: ساري، څوک پوري وهئ ورته ووایاست: ساری؛انسان مړ کړې ورثې ته يې ووایاست: ساري .یاني ساري د ټولو ادبي ناروغیو ټوټکه ده .مګر پام مو وي چې مخاطب مو توری یا انګریز نه وي.
 دا مو په یاد وي چې بهرنیان په ډیر ربړ سره دا ګرانه کلمه په سپکه ژبه په خوله راوړی نو ځکه زموږ ساري ویل هر شی اسانه کوي
 که مو کوم بهرنی ووهي یا سوککاري کړي، ساري نه درته وایي ځکه هغو ته ساري ویل لکه ساړۍ اغوستل دی هغوی لمن اغوندی خو ساري نه وايي ځکه ساري ویل یو ځانګړې کلتوردی چې هغوی دا له بله غواړي اود نیکمرغه خپله یې نه لري.
 که رښتیا درته ووایم زموږبیا په یوازې ساري ویلو دزړه سوده کله وځي خو ددې لپاره چې با کلتوره مالوم شود ساري اوریدولو وروسته پر خوله لاس نیسو.
پرون د کور په چمن کې ناست وم ،شنې وطني چای مې څښلې چې یو دپه خټو لړلی ګیندلکه د ناتو بم راغی زما چای يې توی او کالي يې په خټو را ولړل ډیر په غوسه وم چې یو هلک راغی ګیند يې واخیست او ماته يې وویل :ساري !
ما په غوسه ورته وویل: د ساري سر دي په پدره لانت سه!
 که مو په یاد وي کله چې په پنجوایی کې دا ختر په ورځ شل ماشومان او ښځې ګل باران شول
ایتلاف ویل : طالبان وه
 ولس ویل: ماشومان وه
 د ډیرو څیړنو وروسته دا جوته شوه چې رښتیا ګناه ګاره ماشومان وه
نو د ایتلاف دکومندان له خولې په ډیر ربړ وروووتل :ساری!
او په دې یوه ساري یې دا ټوله وینه پاکه کړه
نو په دغه کست لا ولسمشر دامان الله خان مډال ورکړ ځکه دا ساري ویل دومره اسانه کار نه دی بیا هم شاباش
خو ولس ورته ویل د ساری سره دی ……
بوش په خپله وروستۍ وینا کې ویل :ما په افغانستان او عراق کې د اسامه او اتومي وسلې په نامه یو میلون ګناهګاره ماشومان او ښځې مړه کړه زه پشیمانه نه یم ښه مې کړي دي
یو خبریال ترې وپوښتل:
ته ولې ددومره لوی جنایت لپاره یو وار کوشنی ساري نه وایي
هغه وخندل او ویې ویل : ما خو کوم بد کار نه دی کړی چې ساري ووایم
په سبا ټولو رسنیو ولیکل: کاشکې هغه یو کوشنی ساري ویلی وای !؟
خو موږ ورته وایو د هغه دی د کوشنی ساري سره…..