کور / خبرتیا او پيغامونه / بلجيم:د ( خدمـتــګار ) سره يو مـاښام

بلجيم:د ( خدمـتــګار ) سره يو مـاښام

 زيرئ ، زيرئ ، زيرئ  
د استاد خدمتګار سره يو ماښام 


سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار


په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير او سلام فرهنګي ټولني  په نوښت ،د افغاني کلتور نوميالي خدمتګار سرمحقق عبدالله بختاني  د علمي –  کلتوري خدمتونو څيړنغونډه جوړيږي .
په غونډه کي د ښاغلي سر محقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار دعلمي شخصيت درناوی  اود هغه پر ادبي تخليق  او  شعري سبک به څيړنيزي مقالې او ويناوي واورول سي  . غونډه  دوې برخي لري  :



لومړۍ : علمي برخه :


د استاد سر محقق عبدالله بختاني خدمتګار پر اثارو ښاغلي پوهان :
١ : داکتر شيرولي شير
٢ : استاد حبيب الله رفيع
٣ : داکتر طارق رشاد
٤ : کره کتونکۍ زرين انځور
٥ : پوهنوال رسول باوري


او شمير نور ، خپلي څيړنيزي ليکني او ويناوي اوروي .
دوهمه برخه :مشاعره  او  ټنګ ټکور


 


دوهمه : سندريزي وږمې


الحاج استاد عبدالرحمن رحماني د افغاني موسيقي برلاسۍ استاد او په  افغانستان او سيمي کي منلۍ او نامي صوفي  د طرب او خرابات يار ، په خپل  ښکلي  اواز سره  زموږ محفل ته وياړ را بخښي  .


نېټه او مهال
د   ٢٠٠٧  ميلادي کال  د اکتوبرمياشتي ٢٧  اوه ويشتمه نېټه
  د شنبې ورځ د مازيګر څلور بجې 


د اړتيا پر وخت لاندي تليفون شميرو سره اړيکي ونيسۍ :


003268665550  –  0032495614551  –  0032497101683
پته :  Rue de la fosse,60  –   7810  Maffle  –  Belgique