کور / طنز / دبرنارد شاو طنزیه لڼدي خبرې

دبرنارد شاو طنزیه لڼدي خبرې

George bernard shaw

جورج  برناردشاو یونامتو خوش طبع  انګریز  لیکوال  دی چې اوس د نړۍ ټول خلک  دهغه له نوم سره اشنا دي .  هغه د ټولنیزو تحولاتو یو غښتلۍ غوښتونکی وو هغه په خپلو اثرونو کې ریا ، دومخۍ او ولس غولونه نه زغمونکي  انځور کړی دي . هغه  په خپلو لیکونو کې دهغه مهال  اخلاقي ستونزې  ته نغوتې کړې  او په طنزو اوکنایو يې خپله موخه بیان کړې ده.
 دهغه مهم  اثرونه  :سزار ا و كلئوپاترا،  انسان او دانسان پورته، زما ښکلې بانو، سن ژان، میجر باربارا( د ښځو او سړو د مساوی حقوقو په هکله  د یوې ښځې داستان )، ژاندارک او داسې نور دي.
هغه ژاندارک نه اتله نه شهیده ګڼلې ده بلکې هغه  يې یوه سرسخته  ځوانه بللې ده،  چې د جنسي اړیکو څخه يې  لیری والی کوی  او دی دا خپل  قضاوت د همدردي له احساس سره یوځای کوي .د ژاندارک  ننداره په کال (۱۹۲۶ ) کې د نوبل جایزه یووړه.
هغه د سرمایه داری نظام ضد وو .هغه  دسوسیالیزم او سرمایه داري په هکله هم کتابونه لیکلي دي  نو ځکه  لوېدېزوال د هغه نندارې  نامطبوع نندارې  بولي. هغه وايي:
«هر هغه سړی چې په شل کلني کې کمونیست نه وي احمق دی او هر هغه سړی چې په دیرش کلني کې لا کمونسیت وي تر هغه ډیر احمق دی»
شاو په خپل(  ۹۴) کاله ژوند کې (۶۵) نندارې او( ۲۵۰) زره لیکونه لیکلی دي. هغه مهال  د هغه تورو او ترخو طنزونه ټوله واک لرونکي تر اغیزې لاندې کړې وه هغه تر ژوند تر پایه لیکني کولې او په (۱۹۵۰) کال د نوامبر په دویمه مړ شو او دخپل کور په باغچه کې  خاور ته وسپارل شو د هغه د کور په وره لیکل شوي: هغه نړۍ د خپل  ژوند په خزانه  غني کړه.

هغه ډیر ې ښې طنزیه  لنډې خبرې اویناوي  کړی دی . لکه:

*په ژوند کې  خپل ځان نشوای رابرسیرولای ( کشفولای )؛  خوځان جوړولای شئ.
*:نن ورځ یوازې نالوستي خلک کولي شي   ښه  کتاب وپیرودي.
*زما  سره یوازې  زما  ګنډونکی( خیاط )ښه چلند کوي، هر وار چې ما وویني  زمانوې کچه اخلي اونور یوازې په هغه پخوانۍ کچې موښتي دي او دا تمه لري زه د هغو سره ځان برابرکړم.
*هیڅ څوک  دټول عمر خوشالي نشوای  زغملای،په هغه صورت کې  له نړیه دوږخ جوړیدئ.
*د ښوونځي یو هلک  که د «هومر »په کتاب خپل هم ټولګی ووهي هرومره يې له اساطیر و څخه  سالمه او منطقي ګټه اخیستې ده.
:په ژوند کې دوې تراژیدي شته  یو هغه چې زړه دي غواړي خو نه رسیږي بل هغه چې  رسیږي.
*:دوه وږي سړي دوبرابره د یو وږي سړي خطر نه لري ؛خو دوه رذیلان  لس برابره خطرناکه کیږي.
*له هغه  څخه ،  چې ستاسود بدو کړو  ځواب نه درکوي وویریږئ؛ هغه  نه تاسو بښي او نه پريږدي ځان وبښئ.
 *:خوشبینانه درواغ د درملنې لوی  واک لري که ډاکټر ونه شوای کولی په هغه ناروغ راضي کړي نو ددې دندې په درد نه خوري.
*څوک چې کولی شي عمل کوي هغه ،چې یې نه شوای کولی نصیحت کوي.
*ځینې پدیدو ته  هغه ډول چې دي ګورئ. پوښتئ ولې؟
زه په  هغه پدیدوباندې چې هیڅ وخت نه وه، سوچ کوم او پوښتم : ولې نه؟
*یو سطل چې نیم د اوبو ډک وي د خوشبین له نظره هغه  نیم ډک دی او دبد بین له نظره نیم تش دی.
*شهادت یوازینې لاره ده چې سړی کولی شي بې دغدغې مشهور شي.
*دیموکراسی هغه ا وزار دی، ډاډ ورکوي هغه حکومت چې پر موږ وزغمل شي، موږ  د هغه په ښو ارزو.
*دوږخ د نړۍ د موسیقي د آماتورانو ډک دی
*انګلستان او امریکا دوه هیوادونه دي  چې په  یوې ګډې ژبې له یو بله جلا شوي دي.
*که تاریخ خپله ځان تکرار کړئ او ناڅاپه   پېښې وشي څومره سخته ده  چې له خپلو تجربو څخه درس واخلو.
*کولای شم الفرد نوبل د دینامیت دنوېستنې( اختراع) په پار وبښم خو یوازې شیطان د انسان په کالو کې کولای شول د نوبل جایزه اختراع کړي
*که ډیر ژوند ولرئ ، ژر یا وروسته، ټول شیان  ټولو ته پېښېږي.
*امریکایان زما درناوی کوي او دومره به زما ښه ووايي چې زه د هغو په اړه څه  ښه  ووایم
*اند او اندیښنه د پنځولو پېل دی هغه څه چې مو خوښ وي هغه په خیال کې راولئ د هغه څه هېله کوئ چې په خیال کې مو وي او په پایله کې هغه څه پنځوی چې هیله یې لرئ.
*فقر دټولو الم سورویو( شرارتونو) جرړه ده.
*کله چې خلک مړي، بیا هم ژوند خندا نه پریږدي هغه ډول چې  کله خلک خاندي خو جدیت  يې نه لږیږي
* په خندونکي شي کې په پام سره پټ شوی حقیقت ولټوئ
*  د اشتباه ډک ژوند په ویاړ نه ارزي بیا هم تر  هغه ژونده چې د هیڅ لپاره  تیرشوی وي ګټور دی.
* سولیز(منطقي) خلک ځان دتړونو( شرایطو) سره سموي خوبې سوله( غیر منطقي) خلک د چاپیریال  تړونه  له ځان سره هم ږغي کوي، د بشر ټوله وده په بې سولو خلکو تړلې ده .

هغه ښه طنزیه سوال ځوابونه  هم لري. لکه:
یو چا له برنارد نه وپوښتل:
د کار د پيدا کولو لپاره ښه لاره کومه ده؟ هغه وویل: ښه لاره دا ده چې نارینه او ښځې سره جلا کړئ او هره ډله يط  په یو جلا ټاپو کې واچوئ بیا به وګورئ دواړه څومره چټک بېړۍ جوړوي چې ژر یو بل ته ورسيږي.

وايي یو چا په برنارد شاو نیوکه وکړه:
 ستا لیک  هم لکه د موریس لیک نه ویل کیږي!
شاو ځواب ورکړ:خودومره توپير سره لري دهغه لیک له چاپ  څخه وروسته هم نه ویل کیږي.
شاو وایي: کومیدي لیکل  سخت کار دی ځکه هغه  د طنز  او طنز بیا  د ژ وند  سره  اړيکې لري خو د ټولو  ننداریزو اثرونو کړنلاره  یو شی ده ننداره غوټه پنځوی؛ د نندارې اوج باید په وروستۍ پرده کې وي هغه ځای چې د نندارې پنځول پيل کیږی؛ په لومړی پرده کې باید د شخصیتونو په هکله  اړین توضیحات ورنه کړل شي دا توضیحات  باید نوکر  ،حقوقی مشاور… له خوا وي او په اخیره پرده کې باید غوټه  پرانیستل  شي
 هغه وایي:  استعداد ددې لامل ګرځي چې منتقدین اشتباه وکړئ هغوی دومره په فورمول عادت کړی  دی چې نه شوای کولي دهغه طبیعي والی  درک کړی  او د هغه په هکله ښه نظر ورکړی هغوی نشوی کولي «ونوس میلو» چې لوړ بوټونه يې نه دی په پښو ومني هغوی لکه کلیوال دي خواړه  يې باید د هوږې بوی ورکړي هغه خواړه  چې هوږه نه لري وایي هغه  بې خونده دي یا خواړه نه دي نو د ټولې نړۍ منتقدین لوی ننداره لیکونکی لکه « ایبسن» نه منې .هغومره چې یو سالم سړی لکړي ته اړتیا لري یو لیکوال  د لیکلو فورمول ته اړتیا لری
هغه وایی ننداره له ساتیری څخه پرته بله موخه هم لري  باید ژوند وژباړي ژوند هغه ډول چې زموږ  په ورځنیو تجربو کې   پيښیږي  د بي نظمو  اود فهم نه وړ پيښو ټولګه ده

اخځلیکونه
Amin7.com/forum-1
Iran-newspaper.com-2
Tooscom.com-3
Baghbanbashi.blogspot.com-4
Kamynetwork2.blogfa.com-5
2972.blogfa.com-6
iranirsa.mihanblog.com-7

ayeneh.net-8
gandi.blogfa.com-9
esalat.org-10