کور / تازه خبرونه / دملي اردو په یوه موټر ریموټ کنټرول چاودنه شوې

دملي اردو په یوه موټر ریموټ کنټرول چاودنه شوې

د افغانستان دملي دفاع وزارت له لوري لراوبر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن سهار په لسو او پنځلسو دقیقو دکابل ښار ختیځ لورته دڅرخي پله په سیمه له څرخي زندان نه ۱۵۰۰ کیلو مټره لرې ریموټ کنټرول چاودنه شوې چې له امله یې څه مرګ ژوبله نده اوښتې، دملي دفاع وزارت خبرپاڼه کاږي، دا چاودنه دملي اردو دڅلورم بلاک په یوه موټر شوې ده.


دملي دفاع وزارت پداسې حال کې ددې پیښې مرګ ژوبله رد کړې چې طالبانو یوه ویاند بیا ددی پیښې په مرګ ژوبله کې دملي اردو دپنځه سرتیرو دوژل کیدو ادعا کړې ده، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دوی دا چاودنه له لرې کنټرولوله، هغه مهال یې مرګ ژوبله ملي اردو ته ور واړوله کله چې دملي اردو موټر په بم ور وخوت. کابل نن هم دیوې بلې چاودنې ښکاري شوی دی.






د ملي دافع وزارت د مطبوعاتي دفتر مسوول ډګروال ظاهر مراد وويل: دغه رينجر ډوله موټر د مرکز له 201 نمبر سېلاب قول اردو څخه د څرخي پله د زندان پر لور روان و، چې د ريموټ کنټرول ماين په واسطه والوځول شو.


د دغه په وينا چې په چاودنه کې موټر زيامن شوی خو سپرليو ته يې هېڅ ډول زيان نه دی اوښتی.