کور / تازه خبرونه / ملي امنیت چاودیدونکــــي موټر نیولئ

ملي امنیت چاودیدونکــــي موټر نیولئ

دافغانستان دملي امنیت چارواکو خبریالانو ته والګا روسی موټر وښوده چې همدا نن یې دکابل په لویدیځ څنډه دکمپنۍ له پله سره جوخت یې نیولی، دملي امنیت چارواکي وايي چې پدې موټر کې ۱۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد لکه کلورید برومید او یوه بشکه پطرول ځای په ځای شوي وو،


پدغه موټر کې هغه بطرۍ هم ځای په ځای شوی وی چې دریموټ کنټرول په څیر ترې ګټه اخیستل کیږي، ملي امنیت چارواکي وايي چې دکمپنۍ دپله سره جوخت دا موټر درول شوی وو دوی وایي چې دموټر له ودریدو څخه موخه د دولتي موټر د تیریدو په سر چاودنه وه. دا موټر پداسې وخت کې نیول شوی چې کابل نن د دوو چاودنو اوازونه واوریدل.