کور / تازه خبرونه / د رزاق مامون اثرپه کابل کې سخته غوغارا پورته کړې

د رزاق مامون اثرپه کابل کې سخته غوغارا پورته کړې

(راز خوابيده اسرار مرگ داکتر نجيب) د فارسي ژبي ليکوال  او د جنرال جرت د دفتر د مطبوعاتي مسوول “رزاق مامون” اثر دى، چې په ١٢٨ مخونو کې چاپ او تازه دکابل بازارونو ته راوتلى دی.


دغه کتاب اوسمهال په کابل ښار کې سخته غوغا را پورته کړي ده.


د کتاب ليکوال په خپل دې اثر کې د ډاکټرنجيب د واکمنۍ د سقوط، کابل ته د مجاهدينو او طالبانو د راتگ او په پلازمېنه کې د ډاکټر نجيب او د هغه د ورور احمدزي په اړه معلومات خپاره شوي دي.


د کتاب په دويم څپرکي کې داسې اسناد  چاپ شوي، تر څو ثابته کړي، چې غرزى د طالبانو د مشر ملا محمد عمر، د پاکستان استخباراتي ادارې “اى ايس اى”  او د جنرال”شهنواز تڼي” په مشرۍ د خلق  ګوند نږدې شخص و. او د داکتر نجيب په وژلو کې يې پوره لاس درلود.


غرزي په دغه کتاب کې ويلي چې دا ټول تورونه بې اساسه، خپاره شوي او دا  اسناد د هغه د شخصيت د ترورو لپاره په جعلي ډول د مامون له خوا جوړ شوي دي.


غرزی خواخوږی دم گړۍ د کابل په ښاروالي کې لويه څوکۍ لري او رزاق مامون هم تر دې دمخه په آزادۍ راډيو کې د دري خپرونو ايډيټر او همدا راز په طلوع ټلوېزيون کې د سياسی بحثونو تنظيموونکی پاتې شوی دی.