|
د پښتو ژبه ځانته خپلواکه او د خپل ږغ سره سمه « الپ او بې » نه لري . دغه (الپ اوبې ) د پښتو د ژبي ټول ږغونه نه لري . خو پرته له درېلسو تورو چې هغه يو ئي هم یوه علامه ده « زورکی » دی بل څه نه لري . له ډېرو تاریخي اوړون او بدلون له مخي دغه څو توري منځه ته راغلي دي . چې څېړنمل دوست محمد دوست پخپل کتاب « دافغانستان ژبي اوتوکمونه » کي لیکي : ( د سلطان محمود وزیر میمند په اشاره د پښتو خاص غږتوري جوړونکی صیف الله ګڼي . . . خو د هغو د جوړولو نسبت کله پیري روښان ته، کله درویزه ته او کله خوشحال خټک ته کېږي ) . ۵۴ مخ او بیا لیکي : ( د پښتو موجوده توري «الفباء » دعربي تورو په اساس جوړ شوي دي . چه سبب يې د اسلام د راتک سره سم د عربي ژبي نفوذ دی ) . ۵۱ مخ دغه کتاب !
لیک توري چې « الپ او بې » نومیږي له ډېرو پېړیو پخوا راایسي ورو رو د هر هېواد د توکمونو د خبرو د ږغونو په اړوند د مهال پوهانو ئي جوړ کړي دي، چې د هغې ژبي اړتیاوي ئي پوره کړي دي . د عربي ژي «الپ وبې » د عربي ژبي لپاره ټول ږغونه لري او د هغي ژبي اړتیا باسي او عرب کومه ستونځه نه لري . خو زموږ د ژبي اړتیاوي سره له دغه دولسو تورو او یو «زورکی » او پنځه « يي ګانو » لا نه دي حل . دا ځکه چې موږ په لیکنه کي خپل نور ږغیز علامو ته اړ تیا لرو . ژبه يوه پراخه پوهنه ده، چې ډېري پوهني د ژبي لپاره کار کوي . لکه :
ژبپوهنه علم السان (Linguistic)
ژبڅېړنه تحقیق السان (Semiotic)
لیکپوهنه انشاء (Stilistic)
مانا پوهنه علم المعنی (Semantic)
ږغپوهنه علم الصوت (Phonetic)
ګړښود علم الغت (Lexikology)
وېګړ- ویلپوهنه نحوه (Syntax)
وې - ګړپوهنه علم الصرف (Etymology) لیکښودیالیکدود املا (Orthography)
ژبښود قواعدالسان (Grammatic)
دګړې بنسټ پوهنه ------ (Morphology)
دغه ټولي پوهني لا نوري هم سته د ژبي د لا ښه والي لپاره کار کوي . له دې نه څرګنديږي، چې ژبه له هري بلي پوهني نه پراخه او پرمخ تللئ پوهنه ده او ژبه په هر ه پوهنه کي ورګډه ده . هره بله پوهنه له ځانه ژبه لري، چې په هغې ژبي ئي ادبیات او تشریح لیکلې ده .
دنورو پوهنود ادبیاتو لیکلوته د ژبي ادبي او پوهنیزه اړخ وائي .
او بله ئي ټولنيز ه خوا ده . چې دغه خوا په ویکیپېدیا کي داسي څېړل سوې ده : ( خبري یا ژبه د وګړو تر منځ پوهاوی او یو تربله سره څرګنده وني دي . دغه خبري له ځانګړو ګړو څخه جوړي دي، چې خبریز پوهاوی په کېږي .نو له دې کبله خبري د وګړو لپاره یو ډېر اړین او په زړه پوري پوهاوی دی . د خبریزو پوهاوي تر څنګ خوځښتي پوهاوی هم سته، چې د بدن د غړو په ښورولو سره کېږي . د خبرو ږغیز پوهاوی د هواپه ولونو (موجونو) کي د خولې له لیاري وغوږو ته رسي . خوځښتي پوهاوی
(communication) د بدن دغړو لکه : سر، لاس، څېره بدلول اود سترګو خوځولو له لیاري و خپل مخامخ سړې ته ور رسول کېږي .
لیکنیز پوهاوی، د انسانانو ترمنځ، چې نه سره ویني اونه سره اوري یاني ډېرلیري وي د لیک په مرسته، چې زموږ اوسنۍ خبري باندي کېږي، سر ته رسي ) .په پښتو لیکنه ستونځه نه ده؛ خو لوستل ئي ستونځه ده . دا هغه لامل دی، چې پورته وویل سو . بل لامل ئي پخپله پښتانه دي . دا ځکه چې موږ يوه لیکنیزه پښتو نه لرو . هر څوک هر ډول چې غواړي پخپل سبک لیکنه کوي . هیڅ یو لیکونکی ځان د ژبي مقید نه بولي . په ليک کي نورم نسته . هر څوک له ځانه ګړې جوړه وي . د ګړوسر او پښې نه ښکاري چې له کومه راغلي . دګړو پوهني څرنګه چې پورته وښوول سوې ، لکه فونېم ،ګرامرې خواوي، صرف ، نحوه، په دغه چوکاټ کي باید وکتل سي د دغو علومو په اثبات سره باید خبري وسوي . ځیني «موږ »د متکلم جمع «مونږ » لیکی او ځیني ئي بیا «مونګ » لیکي خو سم ېي (موږ ) دی . ځیني « مځکه » ليکي، ځیني «ځمکه » خو سمه لیکنه ئي (ځمکه ) ده . «ږغ » او « غږ » دواړه سم دي . دواړه ادبي ریښي لري . لکه چې رحمان بابا وائي :
چې مدام يې په قربان قربان بللې اوس دي «غږ »درباندي وکا چې قربان پټه خزانه : د بي بي زینب مرثیه ویل د شاه محمود لپاره :
ږغ سوچه ورور تېر له دنیا سونا کندهارواړه په ژړاسونا
تر«ازغی» لیکنه « اغزی » سم دی . رحمان بابا :
کره ګل چې سیمه دي ګلزار سي اغزي مکره په پښو کي به دي خارسي حمیدبابا وائي : د نوخطو دروشتي زما آشتي ده
په اغزن بوټــي آرام کا عندلیب ځما (زما ) ځیني لیکي « نمر» ځیني بیا «ملر» او ځیني بیا «لمر» خو ادبي «لمر » دی . « بخښه » که « بښه » لیکل سم دي؟ « بښه » یا « بښنه » د
« بخښي » یا بخښني » لنډیز دی . دواړه سم دي . ځیني د « وول » د مصدر کړنه « وو » په یوه « واو » لیکي، چې دا سمه لیکنه نه ده! « موږ وو! » د متکلم مذکرجمع کړنه ده دماضي په زمان کي . او « دی وو! » د غایب مذکرمفرد کړنه ده د ماضي په زمان کي . « هغه یا دا وه! » د غایب مفرد مؤنث کړنه ده د ماضي په زمان کي .د « چې » او « کي » لیکنه! لومړی ئي د ژبښودي (ګرامري ) له مخه ګورو : «چې» او« کي » دواړه (ادوات ) یاني ټوټکي دي، چې «کي » ئي مکاني یا پوهنیز ټوټکی
(Preposition) دی . که «کي » مکاني ټوټکی وي نو د « کښې» لنډیز دی . د بېلګي په ډول : په کور کښې یا «کې» دی . په هېواد کښې یا «کي» راځي . که پوهنیز وي نو لکه : په پوه خلکو «کي » بدي لږ لیدل کيږي . په تبه کي اوبه ډېري چیښه . دغسي وېګړې (جملې) تل په «کي» لیکل کېږي . « کي » د کښېږدي مانا هم ورکوي . لکه :که دی بګړې پر سر «کي »، نو ښه ایسي! دلته د کښېږدي مانا ور کوي .
د « کي » ګړه که په څرګنده، لنډه،لویه (یي) چې ډول ئي (ي ) دغسي دی ولیکل سي او که په پټه، اوږده،وړه (یي) چې ډول ئي (ې) دغسي دی ولیکل سي کومه ناسمتیا نه لري . دا ځکه چې نه د (کي ) په مانا کي بدلون نه راځي او نه د وېګړي (جملې) په مانا کې بدلو پېښیږي . او دغه رنګه هم ( چې) په دواړو (یي ګانو) لیکل کېږي . بله لیکنه د (یې ) ده . دغه (يې) د « وول » د مصدر څخه راغلی فعل دی . چې دمخاطب مذکر د حال فعل دی . لکه چې واي : « ته يې! » یا
« ته په کور کي يې! » خو د مؤنث لپاره : « دا یا هغه په کور کي ده! » که بیا داسي وویل سي : « دی ئي راوستی! » دغه بیاپه خفیفه( سپکه) (یي) او څرګنده (يي) سره لکل کېږي . ولي؟ دغه « ئي » نسبتی حالت ښيي او دغه «يې » فعل دی . دلته باید پاملرنه وسي . «هغه » یو اشاري ضمیر دی چې د ښځینه او نرینه لپاره یو شان ته راځي . لکه :
« هغه ښځه او یا هغه نر! » --- ځیني ګړې د پښتو او پاړسي تر منځ ګډي دي او ځیني ګړې ئي په پښتو ژبه کي استعمال لري دمحمدسرور وکیلي دلیکدوداو لیکښود کړنلاره او سمه لیکنه شپږم (۶)مخ وګوری . --- «مزه » پاړسي ګړه ده مانا ئي خوند دی او جمع ئي «مزې » دي . «مزی» مانا تار یا«پړوکی» چې جمع ئي « مزْي » دي . چې زورکی غواړي . دغه څلور سره ګړي په وینګ او لیکنګ کي توپیر لري .---
« لرې » فعل دی، چې د لرل څخه راځي او «لیري » واټن ښیي . یوه ستاینه ده . --- « پرته » چې په جلي(روښانه) (هـ) ویل کېږي اودوینګ فشار ئي پر «تې» باندي دی فعل دی دمفردمؤنث غایب . جمع ئي « پرتې » دي . « پرته » مانا بېله چې د وینګ فشار پر (پې) پروت دی یو تړونکی (Adverb) دی . --- « پرتي » ایله خبري چې دسړي څخه په درنه تبه کې کېږي . د وینګ فشار پر (تې)پروت دی اونوم دی . --- په جمع کي د مؤنثو نومونو چې په پاي کي خپل روښانه « هـ » ولري؛
اروا ښاد پوهاند صدیق لله رښتین پخپل پښتوګرامر جزءاول کي داسي لیکي : ( اسماوصفات مؤنثیکه به های تانیث مختوم باشد بر دو ګونه است . الف : آنکه باول یا وسط کلمه خج شدید آمده باشد که درینصورت بعضی از افغانها حرکت ماقبل آخر را زورکی میخوانند مانند : زرکه، لښته، اوچته . ب : آنکه حرف ماقبل آخر دارای خج خفیف باشد و درینصورت حرف ماقبل اخر فتحه داشته می باشدچون « بڼه، پخه، سره » . یعنی پښتانه قسم الف را به یای معروف و قسم «ب» را به یای مجهول جمع و تلفظ کنند و بعضی پښتانه هردو قسم را عموما مطردا به یای مجهول جمع می سازند امثله ملاحظه شود : الف ب
زرکه زرکې پښه پښې
ګټه ګټې کڼه کڼي
ښځه ښځې لینده لیندې
خټه خټې پخه پخې )
او دغسي نور د کتاب ۹۹ او ۱۰۰ لم مخونه
له دې نه څرګنديږي که « ښځه » چې په پټه (خفی) «هـ » لیکل سوې کېداسي، چې جمع ئی « ښځي » په اوږده او لنډه (يي) سره ولیکل سي . --- شاغلی اميرغازي صاحب پخپله د ۱ . ۳۱ . ۲۰۱۰ لیکل سوي مقالې کي لیکي : ( ایا دا جملې جمع دي که مفرد، البته ښځه او مڼه دلته په جملو کي جمع بولي که مفرد؟ د ښاغلي معصوم هوتک صاحب څخه پوښتنه کړې ده! خو زه دلته رڼا پر اچوم! ( په هغه لوی بڼ کې هغه
د لویې مڼې ونه ډېره پخوانۍ او خوږه مېوه لری ) او په همدغه
« د حکمتیار صاحب د کور ټول کار د هغې یوې ښځې پر مټ پرمخ ځی ) . و لومړۍ وېګړي ته را ځو : ړومبی باید دا ووایم، چې پورته
« يې » فعل ښول سوی دی . باید « د لوئي » ولیکل سي، چي
« ئي » نسبت ورکوي و مڼې ته . په پښتو ژبه کي دا قاعده ده ، چې په خبرو کي چاته اشاره کوي د نامه سره ئي هم « ې » نسبت ورکوي . لکه :« د مڼې رنګ سور دی » . دغه « ې» دلته د جمع علامه نه ده؛ بلکي د نسبت علامه ده و مڼې ته . «د لوئي مڼې ونه » ! اشاره و مڼې ته ده . که خبره د وني واي؛ نو داسي ویل کيده : « هغه دلويو مڼوونه » . هغه بله ويګړه عیني شی ده . « ما، مي ښځې ته وویل » . دلته « ښځې » جمع نه ده او دغه مجهوله (یي) دلته دجمع نښانه نه ده . --- دپښتو ژبه تر ډېره کچه د وینګ ژبه ده . د یوه لیک په لوستلو کي باید ښه فکر وسي . دلته دا نور بېلګي ګورو ! لکه : ملل مانا استوګن کېدل داسي ویل کېږي! (mlal) او« مله » ئي فعل دی . او
« ملل » هېوادونه داسي ویل کېږي : (melal) . خوشحال خټک وائي :
که هوښیارکه نادان که ساد که غله + هیڅوک نه وینم د خپل لاري مله «مله » دلته «مل »او ملګرو ته واي . بل ځائ :
کډي دي دزړونو ستا دمخ په لور رواني + واړه ملک بوستان دی په هر ځائ ملوه --- دغه «ملوه » استوګن سه . ---- که « زروکی » نه واي په پښتو تورو کي نو پوهېدل به دګړو لا ستونځمن واې . د « زورکې نښان » په پښتو کیبورډ کي سته . موږ کولاې سو، چې پر هغه توري چې « زورکی » غواړي اسانه ئي پر وليکو . هغه ګړې چې « زورکی » غواړي ما ئي دلته د « زورکې » سره بېلګي لیکلی دی . ښاغلي لوستونکي دي هم ورسره اشنا سي . د خر جمع « خرْه » دي . زوکی غواړي . خره د «خر» مؤنث دی په روښانه « هـ » سره لیکل کېږي زورکی نه غواړي .
« زرکْه » ، « بڼْه »= بوڼکه ، « تْل »=همیشه ، « شْل » = ۲۰ ، « غوټْه» اودغسي نور. هغه نوري ګړي چې « زورکی » نه غواړي او روښانه ویل کېږي ؛ دغه دي : « بڼه » = څېره ، « تل » = د اوبو کښته ځمکه، « شل » = ګوډ . او دغسي نور . زما دپښتو ژبښود ( پښتو ګرامر) ۱۰۱ وم مخ .د پښتو لیکدود ته دغو پنځو «يي ګانو » ډېره اسانتیا را وړې ده . لکه : څرګنده، معروفه، لنډه یا لویه ( ي ) . لکه چې ووایو : ( دوي راغلي دي . )، دویمه :- مجهوله، ناڅرګنده، اوږده یا وړه ( ې ) . لکه چې ووایو : ( زما تېرکار دي را ډېر کی او هم دي هېر کی). دریمه :- ملینه، نرمه یا بې ټکي ( ی ) . لکه چې ووایو : ( دی په کور کي دی ). څلرمه :- ثقیله، درنه یا لکۍ لرونکې ( ۍ ) . لکه چې ووایو :
( په نړۍ کي مڼۍ د ښو میوو څخه شمېرل کېږي ) .
پنځمه : - خفیفه، سپکه يا همزه لونکې ( ئ ) . لکه چې ووایو :
( ته ځئ؟ تې خورئ ؟ ملګرئ، ستورئ ، راغلئ، ځائ، چائ او دغسي نور ) . زما د پښتو ژبښود ۱۰۲ هم مخ . که د پښتولیک یو لکنیز نورم ولري، دغه اوسنۍ ستونځي تر ډېره ځایه له منځه ځي . دا اوسنۍ ستونځي چې زه وینم پخپله پښتنو را منځ ته کړي او تاوان ئي پر بل چا اچوي . د ختيز خوا پښتانه په دې اند دي که هرڅه چې دوي لیکي دغه معیاري دي . جنوب لوېدیز خوا بیا وائي : زه دي باغ نه وینم ته وایه تارو درغی . نو په دغه ډب اخ کي ژبه کله سم لیکنیز نورم کېداي سي . موږ باید په لومړي سرکي ځان يوه تړلې منسجمه ټولنه کړو بیا د ټولو لهجو
(Dialect) څخه سمه په زړه پوري لیکنیزه پښتو را وباسو. زموږ ژبه څرنګه چې پورته ولیدل سوه نور حرکي ږغونه غواړي . دا چې ښاغلی شپون صاحب د ( ځ ) د توري سره ستونځه لري خو زه په ونه پوهېدم؛ دا ځکه چې ده «ځان » پخپله مقاله کې چې د « تاند » په ویبپاڼي کي لیکلې وه خو په ( ځ ) ئي ليکلې وه نه په « ز » . ما چي لېده؛ شپون صاحب د
« الپ » سره ستونځه لري . دی لیکلي : (د حکمتیار صیب مقاله مي وکتله، د ځانه سره مي وویل، چې یره دا خو نور هم سره خپل شوو ) - دی د «یاره» پر ځائ «یره» لیکي، نو الپ هم نه غواړي . نو زه په دغه ځائ کي د ښاغلي معصوم هوتک صاحب له دغي خبري سره هم غږی یم؛چې وائي : ( په مغزو کي د ثبت سوو آوازونو لیست چي هرڅومره اوږد وي، هغومره يې د تلفظ ستنوځه کمه وي . ) دا ډېره پر ځائ خبره ده. --- د پښتو په زاړه ليکدود کي دغه ګړي لکه : ( چې، کي، ګڼه او د پنځو سرو يي ګانو پر ځائ او « ولس ») داسي لیکل کېده :
( چه، که، «کنړه» او « ی » ، اولس ) . دغه لیکنه تر اوسه زموږ په زاړه ادبیاتو کي لیدل کېږي . خو په اوسني لیکدود کي پنځه سره « يي ګاني » پر خپلو ځایو باندي سمي لیکل کېږي او یونیم ئي چې کله کله په پام کي نه نسي هغه به هم سم سي .-- زموږ عربي دیني ژبه تر ډېره ځایه په عربي لیکل کېږي او په عربي ویل کېږي . ډېر لږد عربي ګړوېګاني په پښتو ژباړه سوي دي . یو څوپه پښتو ژباړه سوي عربي ګړي :
(صلات = لمونځ --- قبول = منل --- طهارت = اودس، پاکي ---
کلمه = ګړه (ګرامر) --- جمله = وېګړه (ګرامر) --- جمله = غونډ، ټوله --- هجرت = کډوالي --- ولي، وصی = کالخوا --- ضرورت = اړتیا ---
صیام = روژه نیول --- رسول = راستولی --- صاحب = خاوند ---
اقرار = وینګ --- واحد = یو --- نادم = پښېمانه ) . دغسي ګړوېګاني
( اصطلاحګاني ) ډېري نور ي هم سته چې په پښتو ژباړه سوي دي؛ خو ما دلته د یوڅو یادونه وکړه . داسلام دین په ژبه پوري محدود نه دی . هرڅوک دین خپل په ژبه مني او پخپل ژبه سر په خلاسوي او پخپل ژبه ئي کوي . هغه ډېر مهم شیان چې حتمي باید په عربي وي؛ هغه د عجمو باید په عربي زده وي . نور نو عربي دغسي یوه ژبه ده لکه د پښتو ژبه . عربو چې « ټ، ډ، ړ » نسو سم ویلاي؛ و پښتنو ته هم د« ق، ف، ح، ض »
ادا کول ستونځمن دي .دغه د تورو ستونځي په هره ژبه کي سته . دغه ډول ستونځو ته طبعي ستونځي وائي . غیري طبعي ستونځي هغه دي چې زموږ ځیني لیکوان ئي را پیداکوي ، چې له ځانه ځیني توکي لیکي چې د ژبپوهني هري پوهي ته ئي چې ورواچوې د ګړي ریښه ئي نه ښکاري . د بيلګي په توګه : « ومړ » دا «ومړ» خو ماته فعل ښکاري .
مصدر ېي څرګنه دی؟ هغه مصدر «ومړېدل» دی که څنګه ؟ زما له لید نه به ښه داوي، هغه کلمي چې موږ ئي لرو هغه سمي په کار واچوو دنورو بې ځایه ګړو څخه لاس واخلو . د « ومړ » پرځائ کولاي سو، چې ووایو « مړسو »! خو دغه شیان دي، چې د پښتو د لیکدود مخ نیوی کوي . که په دغه ډول روان وو؛ خو په سل کاله به نور هم د پښتو ژبه معیاري نسي . خبري چې هر څرنګه کېږي هغه پروانه لري، دا ځکه کليوالي خبري، دودیزي خبري او دهرچا خپل «دیالکت» دی . خو لیکنه خاماخا باید د ټولو پښتنو یو شی وي . دغه کارپخپله وحدت ښیي او ملي جوړښت ښیي . که مو پر دې اتفاق کړی وي، چې بې اتفاقه سو؛ نو د خدای په امان .
نور بیا
اخستونکځي :
۱ : - د پښتو ګرامر جزء اول صدیق الله رښتین
۲ : - رحمان بابا کتاب او دخوشحال خټک کلیات او حمید ماشوخېل کتاب
۳ : - د پښتو ژبښود -- او لیکدود، لیکښود ګړنلاره او سمه لیکنه محمدسرور وکیلي
۴ : - ویکیپېددیا
۵ : - دافغانستان ژبي او توکمونه دوست محمد دوست |