اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | مکرسټا ل بیالویه خبروکړه ( دقاري حبيب ليکنه) - 2010-02-08 | قاري حبیب
     

ليکنه : قاري حبیب

خپروونکی : د لراوبر اداره

نېټه : ١٩ / ١١ / ١٣٨٨  |  2010-02-08


larawbar.com

 مکرسټا ل بیالویه خبروکړه ( دقاري حبيب ليکنه)

 

واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپاڼې په خپله یوه وروستۍ ګڼه کې دهلمند په راروانو عملیاتو لیکنه خپره کړې ده او ددې عملیاتو او سیمې دبیلابیلو اړخونو په څیړنو سربیره یې په افغانستان کې دامریکایي مشرجنرال سټینلي مکرسټل خبرې هم رااخیستې دي .
دجنرال خبرې دپخوا برخلاف بي ساري قاطعانه اوکوټلي دي چې سړی ته دنوموړي په حافظه او ذهني روغتیاشک ورولاړوي ،ځکه هغه جنرال چې دڅه موده وړاندې یې واشنګټن ته په خپلو راپورونو کې دافغاني مقاومت کچه ترهغه خورا پياوړې او ځواکمنه ښودله چې پینټګان فکرکوي داځل یې په اصطلاح نه وړي نه راوړي او دواشنګټن پوست له لارې دهلمند په طالبانو غږ کوي چې (طالبان باید بي قید اوشرطه دمارجې په شمول خپلې ټولې سیمې پریږدې اوسم دستي کډې بارکړي ځکه دمقاومت په صورت کې به سخت وټکول شي )دغه لنډکي او الټیماټوم ماته څوکاله وړاندې دامریکایانو یوبل همداسې لنډکی اخطار راپه یادکړچې وروسته یې ډيرزر تخفیف په کې راووست .
دیرغل په پیل کې داناکونډا دعملیاتوپه مهال هم امریکایانو په لومړۍ ورځ په مجاهدینو له الوتکو څخه یوه لنډکی پيغام وشینده چې خبره یې ډیره لویه وه (مقاومت بس کړئ کنه تباه کیږئ ) خومقاومت بس نه شو او له پنځلس ورځو وروسته چې څوامریکایي چورلکې رانسکورې، ګڼ امریکایي عسکر وژل شوي اوپنټګان ته ویتنام ورپه زړه شوی و خومجاهدین لاهم نه وه تباه؟؟شوي نوایله یې سدسرته ورغی اوله وروستی عقل نه په استفاده یې دپیغام لهجه واړوله چې داځل په کې خبره له الټیماټوم نه زارۍ اوننواتي ته رسیدلې وه .
زه وایم هغه مهال دمجاهدینو ضعف او تازه دمي امریکایي یرغل ته په پام سره دیرغلګروپه شرمنده کولو کې دالله تعالی غرض ددښمن دهغې فرعونې ادعا غلط ثابتول وه چې په لومړي سرکې یې کړې وه ځکه کبر اولویي غوښتنه دالله تعالی هغه بلاکیف (څادر)دی چې په کې ورسره هرځان شریک بلونکی ډيرزر رسواکوي چې بشري تاریخ هم ددې خبرې پریمانه مثالونه لري .
خبره دمکرسټل وه چې دکلاسیک لویدیځوال عادت له مخې یې یوځل بیا ستره لاپه وهلې اوله نوروفرعوني څرګندونو سره یې داهم زیاته کړې چې طالبانوته به په دې عملیاتوسره قوي پيغام ولیږدوي .
لکه څنګه چې دهلمنددمجاهدینویومشرمطبوعاتوته څرګنده کړې دابه وخت وښیي چې آیا غوریدلی مکرسټل به رښتیاهم همدومره ووریږي لکه چې وایي که څنګه ؟خویوڅه چې همدااوس دراتلونکي قضاوت لپاره ښه لاسوندبلل کیدای شي هغه په افغانستان کې دامریکایانو تیراته کلن عملیات او زورآزموینه ده چې هرچایې پيل او پایلې دسرپه سترګو لیدلي دي .
مونږ په تیروڅوکلونو کې لیدلي دي چې دامریکایانواونورویرغلګرو داډول خونړۍ څرګندونې او هوایي توپ بازۍ بالاخره له کومو لاسته راوړنو سره غلي شویدي که ددوی داخیال وي چې په دې اوازو به دهلمند خروښیدلی اولس رام کړي خو..کلاوحاشا...ځکه اولس په دې پوهیدلی چې په سیمه یې امریکایي سلطه په کومه بیه ورته تمامیدای شي دمارجې اولس دمکرسټل دپوځیانو حکومتداري یوځل لیدلي نوځکه یې بیاښایي تجربه نکړي دتیرکال دپسرلي په پای کې دمارجي په لویه چارراهي دامریکایانو چاپه دهرچاپه یادده چې دلوي چارراهي ۴۰۰ دوکانونه ۵۰ ملکي موټران ۲۵ موټرسایکل یې وسوزول دغه راز یې په کروچارراهي قاري صدی اونوروسیموکې له ۵۰ ډیرملکي خلک ووژل او له پنځه ورځې حکومتدارۍ وروسته بیرته ستانه شول .
نوایاداوینې هدر کیدلای شي ؟
په پای کې ویلای شوچې راځئ دهلمند دراتلونکوعملیاتو په اړه له وړاندینیو قضاوتونو او دمکرسټل په چم د پریکنده څرګندونو په ځای څوورځې نورهم انتظار وکړو ځکه تراوسه لادمکرسټل سرتیري اوټانګان دسیستاني په دښته کې دي او دمارجه والو په دام کې نه دي ښکیل شوي اوښایي تراوسه لاددې عملیاتو دپایلوپه اړه قضاوت ته وخت وي .
په اخرکې دجنرال دې لویې اولنډې خبرې ته په ځواب کې ددې وطن دیوه مومن موحدشاعر ذبیح الله احساس دالنډکی بیت کافي بولم چې وایي

دومره په کبرراته مه وایه چې ساه دې باسم
داواک دهغه دی چې ماته یې راکړی نفس

 قاري حبیب




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  دوې کړۍ ماينونه کشف او له منځه يووړل سول
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  امریکا به د کاله ۶ بلیونه ډالره په افغاني ځواکونو مصرفوی
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  فراه : د ٢ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : يو فېر توغندۍ کشف سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  توريالى ويسا : د ټاکنو پر مهال به امنيت ډاډمن وي
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې اته ویشتمه ډالۍ
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  روزګان : د ٩ شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان : ولسوال وژل سوى
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : يوه زېرمه کشف ا و له منځه يوړول سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  گزارش مصوبات شورای وزيران
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  موږ به څه کوو ؟ یا به یو کیږو ، که نه ورکیږو .
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د ګدايانو هېواد
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  نوم او نښان (دنجيب منلي ليکنه )


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact