کور / عزيزالرحمن حازم (پاڼه 28)

عزيزالرحمن حازم

چارواکي وايي: د برقی تذکرو د وېش لړۍ را روانه مياشت پيليږي

د برېښنايي تذکرو د وېش ادراه وايي راتلونکې مياشت به د تذکرو د وېش لړۍ پيل سي. د دې ادارې رئيس همايون محتاط وايی: د برېښنايي تذکرو د وېش پروګرام سم پرمخ روان دی او عملياتي اړخ ئې نهايي کېدونکی دی. د نوموړي په وينا شپږ زره پرسونل ددغه پروګرام …

تفصیل

د امريکا لوی درستيز: پاکستاني استخبارات د ترهګرو شره اړيکي لري

د امريکا دپوځ لوی درستيز جنرال جوزيف ډانفورډ وايي: د پاکستان د استخباراتي شبکې (آی اس آی) او د سختدريځو ترهګرو ترمنځ اړيکي سته. دا خبري جرال ډانفورډ د امريکا د سنا مجلس د وسوالو خدمتونو په جرګګۍ کي د يو سناتور د پوښتني په ځواب کي وکړې. جنرال ډانفورډ …

تفصیل

ولسمشر اشرف غني د پاکستان د لوی درستيز سره پر مهمو موضوعاتو خبري کړي دي

د پاکستان لوی درستيز جنرال قمرالدين باجوه د يکشنبې په ورځ غرمه مهال کابل ته راورسېدی. جنرال باجوه د افغان ولسمشر اشرف غني سره پر ځينو مسائلو خبري وکړې. ارګ وايي اشرف غني د جنرال باجوه سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، د دواړو هيوادونو ترمنځ پر اقتصادي او …

تفصیل

په يو هوايي بريد کي په تېروتنه افغان سرتيرو ته مرګژوبله اوښتې ده

د افغان هوايي ځواکونو په يوه بريد کي چي په تېروتنه سوی دی ۱۰ افغان سرتيري وژل سوي او ۹ نور ټپيان سوي دي. دا پېښه د ګرکش ولسوالۍ په ادم خان سيمه کي د يکشنبې په مازيګر سوې ده. په ګرشک ولسوالۍ کي له څو ورځو راهيسته افغان ځواکونه …

تفصیل

د بشري حقونو نړيوال سازمان: ايران د سوريې جګړې ته افغان ماشومان ليږي

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هيومن رايټس واچ په يو تازه راپور کي وايي چي د ايران (انقلابي ګارډ) افغان ماشومان سوريې ته د جګړې لپاره لېږي. ياد سازمان وايي په سوريه کي څوارلس کلن ماشومان د الفاطميون په لوا کي د حکومت په پلوۍ په جګړه بوخت …

تفصیل

د پاکستان د فوځ مشر کابل ته راځي

ټاکل سوې ده سبا يکشنبه د پاکستان د فوځ مشر جنرال قمرالدين باجوه کابل ته راسي. جنرال باجوه به د افغان چارواکو سره د ترهګرۍ، د پولو د امنيت او ځينو نورو موضوعاتو په هکله خبري وکړي. په دې وروستيو کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي خړ پړ سوي …

تفصیل

افغان حکومت: د پاکستان سره مو د هندي زنداني په هکله خبري نه دي کړي

افغان چارواکو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير هغه خبري بې اساسه ګڼلي دي چي دپاکستان سره افغان چارواکو د يو هندي تبعه په اړه خبري کړي دي. تېره اونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د اسيائي ټولني سره په مرکه کي ويلي وو چي د …

تفصیل

د کندهار پر معروف ولسوالۍ موټربم بريد سوی دی

د کندهار امنيه قوماندانۍ وايي چې تېر ماښام پر معروف ولسوالۍ د طالبانو بريد ۱۲ افغان سرتيري وژلي او څلورنور ئې ژوبل کړي دي. دا بريد په چاودېدونکو توکو بار د يوې شوبلي په واسطه ترسره سوی دی چي د ولسوالۍ د ودانۍ سره ټکر سوې او چاودنه ئې کړې …

تفصیل