اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | دطالبانو لخوا دنيول سوي امريکايي سرتيري ويډيوي مرکه <IMG border=0 hspace=0 alt=video src="http://larawbar.com/data/image/icons/video-1.gif" width=28 height=17> - 2009-07-18 | مرکه : الامارة
     

ليکنه : مرکه : الامارة

خپروونکی : د لراوبر اداره

نېټه : ٢٧ / ٤ / ١٣٨٨  |  2009-07-18


larawbar.com

 دطالبانو لخوا دنيول سوي امريکايي سرتيري ويډيوي مرکه video

 


د بهرنيو قواوو د يو تن زنداني کړل سوي سرتيري سره د طالبانو له لوري ترسره سوې نيم-ساعته وېډيوي مرکه چي په لومړي ځل د لراوبر ادارې ته رسېدلې ده؛ ګران لوستونکي يې د لراوبر څخه په لاندي وېډيوګانو کښي کتلائ سي :


د نوموړي مرکې نيم-ساعته برخه لاندي کتلائ سئ :


 




نوموړې مرکه په کرار انټرنټ کښي هم له لاندي درو برخوڅخه کتلائ سئ :



















1 The First U.S. WAR-Prisoner in the south of Afghanistan 1-3  04 : 9

6.86 MB

2 The First U.S. WAR-Prisoner in the south of Afghanistan 2-3 04 : 8 6.09 MB
3 The First U.S. WAR-Prisoner in the south of Afghanistan 3-3  50 : 10 8.19 MB


 



نوموړې مرکه د يوټوب څخه (YouTube.com/Larawbar) هم په لاندي درو برخو کښي کتلائ سئ :



















1 2 3
     
 04 : 9 04 : 8  50 : 10

 




 اړوند مطالب او خبرونه :





















































2009-07-18 د امریکایي اډو امپراتوري ډاکتر نثار احمد صمد
2009-07-16 طالبان : بندي امريکايي عسکر وژنو!  سلېمان
2009-07-15   هسې په زخمونومالګې مه دوړوئ قاري عبدالستار
2009-07-15   ځیرک سیاستوال څوک دئ؟ حنان حبیبزی
2009-07-14 دافغان په وينو د پنجاب تجارت شاه محمود مستمند
2009-07-13   په اوسپنيز جال كې مات خنجر محمد حسن حقيار
2009-07-12 په افغانستان کې دایتلافي ځواکونوپوځې عملیاتو ته لنډه کتنه شاهد غزنیوال
2009-07-04 فرنګیان له هلمندیانو دمیوند انتقام په خنجر اخلي!  video شاهد غزنیوال
2009-07-03   له امريکا څخه د افغانانو خپګان زياتېږي هاري - واشنګټن
2009-07-03   افغانستان ته نور ځواکونه نه لیږو ژباړه او ترتیب : شاهد غزنیوال
2009-07-02 هلمند تر ټولو پراخ پلټونکي عمليات پيل سوه video  لراوبر - هلمندڅانګه
2009-06-30 ملا شېرمحمد اخوند زاده د جنوب  ټوله رایي وپلورلې !!!  video  video   اوستا اورښت

 

 مرکه : الامارة


  طالبانو په يوه ويډيو د امريکا ټول غرور مات کړ ! ٣١ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-22 09:48:44 زېږديز    

نږدې يوه مياشت وړاندې پخپله دغرب ځينو رسنيو دامريکايي ليکوالو،
سياسي اوجنګي کارپوهانو له قوله داسې وليکل چې په فرهنګي اونشراتي ډګرکې طالبانو
امريکايان مات کړل !! د شننونکوترمنځ دهمدې موضوع پرسرښوتودوبحثونو لادوام درلود او
دا ارزونه کېده چې طالبانو دکومو نوښتونوپر مټ وکړاى شول چې دامريکا په څېر
دپرمختللې اوبډاى هيواد ميډيا ته ماته ورکړي ؟؟؛ په دې کې ناڅاپه طالبانو دهغه ٢٣
کلن امريکايي قيدي دمرکې اوخبرو نيم ساعته ويديو دنړيوالو خبري رسنيو له لارې نړى
والوته وښوده ،څوک چې دجون په ٣٠ نېټه دپکتيکا ولايت پورې په کومه اړونده سيمه کې
دمخامخ جګړې پرمهال ددوى له لوري نيول شوى .

په ويديوکې ليدل کيږي چې هغه ډېر پښيمانه دى! او ولې به نه وي !
هغه به مخامخا دا احساسوي چې دامريکاڅخه هغه دې غرني هيواد ته دافغانانو دوژلو
اوځورولو پسې رالېږل شوى و! او اوس سرچپه هغه خپله په دې جال کې کېوت !

طالبانو دا ډېرپرځاى اوله موقع سره مناسب ګام پورته کړ چې دويديو
له لارې يې نړيوالوته دامريکادغرور اوکبر هنداره وښوده چې افغانستان ته دافغانانو
دوژلو په نيت راتلونکى هر امريکايي عسکر دې داسې بدانجام له ځان سره په پام کې ولري
!! طالبان له دې پلوه دډېر شابسي ويلو حقدار دي چې دمسلمانانو دقتل په نيت دراغلې
امريکايي صاحب منصب داسې ديدار يې عام کړ : چې هغه ژړا اوفرياد کوي! دجنګ څخه توبه
کاږي ! اودا اعتراف کوي : چې دلته ( افغانستان ) په راتلو ده ته جوته شوه چې دوى (
امريکايانو ) واقعاً پريوه آزاد اوخپلواک هيواد باندې ناروا يرغل کړى !! هغه په
خپلو واکمنو اوخلکو داغږ کوي د خداى لپاره ! مونږ در وغواړئ ! دلته مو هسې مه ضائع
کوئ !

دغه ځوان عسکروايي : طالبانو ورسره ښه نرمه، انساني اواخلاقي رويه
کړې ، اوديوه ميلمه په توګه يې پالنه کوي ! آياشته څوک چې دطالبانو له لوري دانرمه
رويه اوانساني سلوک له هغه وحشيانه ، اوظالمانه رويې سره مقايسه کړاى شي ، کومه چې
امريکادعراق په ابوغريب،د کيوباپه ګوانتنامو، او دافغانستان په بګرام کې دمظلومو
اوبې وسو مسلمانانو سره کړې او لاکوي يې ؟ اوله هغه وحشيانه چال چلند سره چې په
امريکاکې مسلمانې مېرمن ډاکټر عافيه صديقې دمحکمې قاضي ته وويل : ماسره په زندان کې
ډېر ناروا سلوک کيږي ! دامريکاعسکر ما لوڅوي ! پرماډله ايز جنسي تېرى کيږي!! عظيم
الشان قرآن زما په پښو کې واچوي ما ورباندې له بره تګ کولواو دپښو اېښودلوته
مجبوروي !! ماپرسپيوداړي !! دامريکاعسکرله داسې کولو خوندونه اخلي ؟؟!

اوس دفکر وړ داده که په مقابل کې طالبان امريکايي قيديان په سپيو
وداړي ! اوياڅوک ورباندې جنسي ....... ! نو ټوله غربي اوکفري نړۍ به داسې کونکي
وحشيان اودرنده ګان وبولي ! دهغوى پرضد به په ټوله نړۍ کې دنيوکو اواحتجاجونو يوه
واويلا پيل شي ! خو دامريکا په پخواني ولسمشر ( بوش ) چاهيڅ بدونه ويل : چې په حکم
يې ترننه امريکايي عسکر پرمسلمانو قيديانو جنسي تېري کوي !!مسلمانې مېرمنې لوڅوي!
دمسلمانوقيديانو په پښو کې دعظيم الشان قرآن پاڼې شيندي ! اوبيا په زبردستۍ هغوى
دېته اړ کوي چې دعظيم الشان قرآن سپېڅلې پاڼې ( نعوذ بالله ) ترپښو لاندې پايمال
کړي !! مظلومو اوبې وسو بنديانو ته دروحاني تعذيب اواذيت ورکولو په موخه امريکايي
عسکر په عظيم الشان قرآن دنښې وېشتنې سيالي کوي !!

خو طالبانو له امريکايي قيدي سره په ښه سلوک کولو سره وښوده چې
دوى ترهګر نه ! بلکې امريکادنړۍ ترټولو لوى ترهګر ! وحشي او درنده صفته هيواد دى
اودبرېتنايې ، هسپانيې ، جرمني ، اوفرانسې څخه راغلي يرغلګراوپه زوره دناپېيلي
افغانستان اشغالونکې ترهګردي !

طالبانو ددې ويډيو په خپرولو دامريکانړيوال غرورمات کړ!! دنړۍ
مظلومو اومحکومو ولسونوته يې دامريکاپه وړاندې دهمت روحيه ورکړه! چې ګورئ امريکايان
داسې تړل اونيول ناشونې کار ندى !

هوکې !امريکايي چارواکو ته به دويډيو په کتلو يقيناً لويه صدمه
رسېدلې وي !ولې چې طالبانو په دې کار سره نړۍته دامريکااصلي څېره وروښوده !اودغه
وجه ده چې امريکايي چارواکي ددې ويډيو دلېدو اوخپرېدو له امله نهايتي لالهانده
اوستومانه لېدل کيږي ، اوپرطالبانو له سياسي پلوه خطا، نيوکې کوي چې ددې څخه ديوې
وسېلې په توګه دامريکاپرضد دپروپاګند لپاره کار اخلي ! اودقيدي هويت څرګندول
دنړيوالو قوانينو څخه سرغړونه بولي ! پوښتنه داده چې ايا امريکايان هم دقانون
دضابطې سره اشنايي قدرې لري ؟ که داسې وي نو بيايې ولې اودکوم قانون له مخې يې
زرګونه مسلمانان ، دګوانتنامو ، ابوغريب ، بګرام، هسپانيې ، يونان ، پولينډ،
اوايټاليه په تعذيب ځايونواوزندانونوکې قيدکړي ؟ ولې هغوى ته دقانوني وکيل درلودو
اودوسيو جو ړولو حق نه ورکوي ؟ امريکايانو ته کوم قانون اجازه ورکړه چې دنړۍ دوه
آزاد اوخپلواک اسلامي هيوادونه ( عراق اوافغانستان ) يې اشغال اوپه زوره قبضه کړي ؟

دامريکا په ګډون ټولو يرغلګرو هيوادوته په دې قانع کېدل پکار دي
چې ددوى دعسکرو دنيولو او وژلو لړۍ به په راتلونکي کې پراختيامومي ! او دابه دوى ته
آسانه نه وي چې خپل عسکر په زور دطالبانو له مونګولو څخه وژغوري څنګه چې اوس
امريکايان دزور کارلو له لارې دخپل بندي عسکر دخلاصولوپه لافو اوشافو لګيادي ! ولې
چې طالبان هغه څوک دي چې دافغان ولس قاطع اکثريت ورسره مل دى !په افغانستان کې دهرې
بلې ورځې په راتلو ديرغلګرو هيوادو عسکروته دسر اومال درانه زيانونه وراوړي، که
امريکايان په نړيواله توګه هرڅومره دخپل شرم پټولو په موخه دطالبانو کوزارونه پټ
کړي ، اودخفيه ساتلو کوښښ يې وکړي! اودخپلو اهدافودترلاسه کولو په اړه دروغژنې دعوې
وکړي ! خونړيوال خبردي چې امريکا دخپلې ټلوالې په ګډون نهايتي سختې مرحلې ته ننوتې
ده ! چې دخپلوستونزو پټولو لپاره ناسمې دعوې کوې ! تردې چې امريکايان دخپلو ملګرو
هيوادو په ګډون له افغانستانه دخپلې فوځي انخلاء په برخه کې ډېرکم فرصتونه لري! ولې
چې دخپلې سرتمبګۍ له امله دلته هغسې ښکېل اوتړل شوي څنګه چې وړاندې شوروي اتحاد و ،
اوهم يې راتلونکى انجام دشوروي بدانجام ته ورته لېدلائ شي !

بېرته شاته


  حلیم شملزی ٣١ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-22 00:47:13 زېږديز    


  حلیم شملزی ٣٠ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-21 00:04:08 زېږديز    


  nisar ٢٩ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-20 02:54:00 زېږديز    
za da talibano la kafir sara sha chaland ou la masulman sara zolam ghandam

doi da pakistan godagian ou da iqtidar liwani di

بېرته شاته


  وطنمل ٢٩ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-20 00:25:22 زېږديز    
ورسته له سلامونو او نیکو هیلو څخه

د لر او بر ویب پاڼی چلونکو ته دی الله اجر ورکړی چی د صلیبیانو د فوځی بشپړه مرکه یی خپره کړی.


د بندی په اړه د افغانستان اسلامی امارت ته زه ما مشوره داده چی په دغه صلیبی سرتیری باندی د ګونتنامو څخه بندیان راخلاص کړی ولو که یو کس وی ځکه د ګونتنامو بندیانو د خلاصون بله لار نه لیدل کیزی، د بندی په وژلو کی کوم خیر نشته او صلیبی مشران وینه زبیخونکی ځناور دی ددی یو صلیبی عسکر په وژلو د هغوی طبیعت نه خرابیږی خو که د ګونتنامو څخه یو بندی راخلاص شی د ټولو افغانانو د خوشحالۍ سبب ګرځی.



همدارنګه دی صلیبی عسکر ته دی په بند کی د لیک او لوست اجازه ورکړی شی ، او کوشش دی وکړی شی چی د اسلام او دافغانستان د تاریخ په اړه ورته څه کتابونه ورکړی شی او د خپلو یاداښتونو لپاره سپین کاغذ او قلم ورکړی شی ، دا کار به ددی بندی سره د خوشی کیدو څخه ورسته د اسلام په قبلولو کی غټه مرسته وکړی ، او په دی توګه به وکولی شو چی یو انسان د جهنم د اور څخه بچ کړو.

په مینه
وطنمل

بېرته شاته


  پښتنون ٢٨ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-19 07:49:23 زېږديز    
دا ښه خبره ده چې طالبان له دغه بندی سره ښه رویه کوی، ځکه د طالبانو ښه رویه دوی ته ددغه بندی تر وژلو ډیر ګټه رسوی، یوه طرف ته د دیموکراسئ د داعیانو سلکو د افغان زندانیانو سره بل طرف ته، د طالبانو نیکه رویه.



خو ډیر داسی پښتانه وروڼه شته چي طالبانو وروسته له نیولو، په یوه ساعت کی، ددی وړ بللی چي یا خو وویشتل شی، یا حلال شی، چي مثالونه یی ډیر دی، هیله ده طالبانو ته د عامو افغانانو وینه هم ، یو څه د اهمیت وړ ښکاره شی.



یو څه موده مخکی د زابل له زندان څخه یوڅه طالبان وتښتیدل، په دوی کی داسی کسان هم وو، چی د جنګ په وقت کی نیول شوی وو، خو بیا هم لس کاله قید پری ختلئ وو، که هر څو ړوند حکومت دی، خو بیا هم یو څه عدل پکی شته، تاسی تصور وکړئ که طالبان یو افغان د جنګ په وقت کی ونیسی، څومره وقت به یی وساتی؟



آیا ددوی فیصله د یوه ساعت څخه آوړي؟

بېرته شاته


  shafiqullah khaksar.....India(pune) ٢٨ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-19 05:23:40 زېږديز    

Salamoona aw Naikey Hiley Tolo Talibano aw Afghanano ta.......I m
really glad to see that our national heroes(Taliban)have arrested one of the
extrimiest American soldier.....May Allah grant them the power to arrest more of
them...but the only thing i want to stress on is that I wanna tell them that :


PLEASE don't kill him because by killing him u will get nothing,
but by keeping him for sometime and treating him in a better way and good manner
will grant u some dignity all over the world and people will know that what kind
of people are the Taliban and the Pashtoons.......


Once again i wanna tell u that plz dont kill him but just tell him
that WE are also human beings and have the right to live, so why u ppl kill the
innocents (the children,the women n etc).....so plz treat him in a good manner
and give the world a message abt Taliban...treat him as u had treated a German
reporter and she told the world that how the Taliban treated her in a good
manner and she reverted to Islam....

بېرته شاته


  arrifkhan?belgem ٢٨ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-19 05:10:05 زېږديز    

besmela he rahmane rahem?

asalam alykom warahmatolhe wabarakato ?

past my salam greenery end streamer?mojaheden?op.afghan.pashton>

i.beiliv ansha all?

mast bi.kom.aslam ?

dont relies amerecan shaitan?/

salam.salam.alwie.liv my.brader mojahaden/?

بېرته شاته


  تل دوي اسلامي نظام /سروري ٢٨ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-19 05:05:33 زېږديز    
اسلام عليكم محترمو وروڼو!مجاهدو تورياليو برياليو تل سرلوړي اوسي
لكه چي امريكايان ظلم كوي تاسي يي هم ورسره وكړي او ديومياشت په اوږدو كي يي مه وژني خاص مركي ورسره كوي كفاروته ته يي وليژي
تل دوي داسلام زمريان

بېرته شاته


  محمدګل/کندهار ٢٨ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-19 02:08:03 زېږديز    


  محمدګل/کندهار ٢٨ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-19 02:06:20 زېږديز    
څومره ښه خوند کوي چي ديو ډېر متکبري او استکباري شيطاني امپراتوري افراطي امريکايي عسکر په کښته سترګو د افغاني غازيانو سره په مړه خوله خبري کوي. ښاغلو جنګياليو غازيانو! تاسي هم د دغه عسکر سره ښه وضعيت وکړﺉ ځکه په دې کار سره به دټولو پښتنو نوم ښه شي. دا دهغه شيطاني نړۍ انسان دی چي دپښتنو پر کور يې سور اور بل کړی او پښتانه په ګران افغانستان کي لږکي ګڼی او زموږ د نومياليو پښتنو نوميالي کلتور دبدنامولو دپاره څېړني کوي او کتابونه ليکي.


لا تر اوسه يې ماغزه پر کرار نه دي - چا چې ماسره وهلی سر په سنګ دی.



دګران افغانستان دخپلواکۍ په ارمان

بېرته شاته


  توریالی کندهار ٢٨ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-19 01:41:00 زېږديز    
سلامونه او رحمتونه د لوی چښتن (ج) دی وي پر ټولو مسلمانانو،افغانانو خوصوصاً پر سپیڅلو ریشتیا ويونکو او د افغانانو په غم غمجنو لیکوالانو باندی . مننه د لراو بر څخه ،د امریکای بندی عسکر سره د طالبانو د زړه خواله په زړه پوری مرکه وه .زه د ښاغلی (نثار احمد صمد ) سره سر ه سل په سل کي هم نظره يم ، د امریکاي عسکر و ژل ، امریکای وينی زبیښونکو مشرانو ته هيڅ اهميت نه لری .



ددغه بندی سره ښه کړه وړه د امریکایی عوامو نظر بدلوی د طالبانو په باره کي ، ځکه د( ګونتانامو)او (ابوغریب) بندیانو د ځوریدنی په باره کی ټول نړی ښه خبره ده نو پر نړی والو هم مثبت اغیز کوی .

بېرته شاته


  مومند ٢٨ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-19 01:29:05 زېږديز    
دا چې الله ج طالبانو ته د دغه امريكايي عسكر د نيولو توفيق وركړ په حقيقت كې طالبان الله ج له يو نوي امتحان سره مخ كړل او هغه دا چې له دغه اسير سره په ښه رويه كولو وښيي چې له مسلمانانو او افغانانو سره بندي څه حالت لري او انساني رويه او اسلامي رويه څه ده او هغه څه چې د ګوانتانامو، بګرام او ابوغريب په زندانونو كې له اسيرانو سره ترسره شوي يقيناً چې ورسره د مقايسې وړ نه دي.
طالبان رسالت لري چې نړۍ ته دا وښيي چې له اسلامي رويه او اسلامي نظام سره بل هيڅ نظام مقايسه كېداى نه شي .



طالبان بايد دغه فرصت هيڅكله له لاسه ورنه كړي او له دغه اسير سره پخپلې ښې رويې سره د ګوانتانامو، بګرام او د ابوغريب جنايتكارانو داسې يو درس وركړي چې نور پر دغه جنايتكارانو انسانيت او د بشر حقوق څه چې هغه خپل ملتونه يې هم پر لعنت ووايي او ناړې پرې تف كړي.

بېرته شاته


  مومند ٢٨ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-19 01:27:20 زېږديز    
دا چې الله ج طالبانو ته د دغه امريكايي عسكر د نيولو توفيق وركړ په حقيقت كې طالبان الله ج له يو نوي امتحان سره مخ كړل او هغه دا چې له دغه اسير سره په ښه رويه كولو وښيي چې له مسلمانانو او افغانانو سره بندي څه حالت لري او انساني رويه او اسلامي رويه څه ده او هغه څه چې د ګوانتانامو، بګرام او ابوغريب په زندانونو كې له اسيرانو سره ترسره شوي يقيناً چې ورسره د مقايسې وړ نه دي.


طالبان رسالت لري چې نړۍ ته دا وښيي چې له اسلامي رويه او اسلامي نظام سره بل هيڅ نظام مقايسه كېداى نه شي .
طالبان بايد دغه فرصت هيڅكله له لاسه ورنه كړي او له دغه اسير سره پخپلې ښې رويې سره د ګوانتانامو، بګرام او د ابوغريب جنايتكارانو داسې يو درس وركړي چې نور پر دغه جنايتكارانو انسانيت او د بشر حقوق څه چې هغه خپل ملتونه يې هم پر لعنت ووايي او ناړې پرې تف كړي.

بېرته شاته


  زما جنګیالیو ٢٨ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-19 00:45:35 زېږديز    
سلامونه او نیکې هیلې
زما ګرانو جنګیالیو کوشش وکړئ چې غلیم ته سخته ضربه ورسوئ ..
زموږ سره او درې جرمني سرتېرې شته ، هغه به هم ډېر ژر د ویډیو پر پرده ښکاره سې ...
او پاته داچې ، دی مه وژنئ ، همداسې مرکې یې خپروئ ، او کوشش وکړی چې ټوله دنیا خبره کړئ ، خصوصاً امریکایان...... چې ددوی زامن او لوڼې... دافغانانو دوژلو لپاره راځې...




ژوندی دي وي امارت

بېرته شاته


  نثار احمد صمد ٢٧ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-18 23:50:51 زېږديز    
د دغه امریکایی عسکر نیول په رښتیا هم د طالبانو لوی مؤفقیت ثابتوی . تر هغه ځایه چی د امریکا په یرغلیزه تګلاره او سیمه ییزه جیوپولټیک اجندا پوری اړه لری ، هغوی په دغسی حالت کی د خپلو پوځیانو حیات اوبرخلیک ته هم څه خاص اهمیت نه ورکوی او که نن په ظاهره د دغه عسکر د حاصلولو په غرض کوم عملیات یا تلاښۍ کوی دا ټول د نورو عسکرو د اطمینان لپاره او هم د نورو دغسی ضایعاتو د مخنیوی په هدف کوی .



همدا علت دی چی اوس دغه ابتکار هم بیرته طالبانو ته راجع کیږی یعنی دا چی بهترینه چاره به یې دا وی چی دغه عسکر په ښه سلوک او اسلامی روحیه د خپلو بندیانو سره تبادله کړای سی او هم ډیره ښه انسانی او اسلامی رویه ورسره وکړی تر څو دغه عسکر هم د هغی انګرېزۍ خبریالی ( یوونی ) غوندی په خپله اسلام ته مراجعه وکړی چی په ۲۰۰۱ کی د همدې طالبانو سره بندی وه مګر تر آزادېدو وروسته په انګلستان کی مسلمانه سوه چی دا د طالبانو د شریفانه سلوک نتیجه وه .


نو ښه به دا وی چی دا پوځی باالاخره ( تر آزادېدو او تبادلې وروسته په امریکا کی ) اسلام ته پناه یوسی ځکه احصاییې ښیی چی هر کال په امریکا کی تقریبأ لس زره امریکایان په اسلام مشرف کیږی . هو ، دغسی نېک ابتکار به انشاالله د طالبانو یوه بله ثمره وی . ستره کامیابی د بندیانو وژل نه بلکی کفارو ته رضاکارانه دعوت دی چی په همدې کار سره د هغوی پایې لړزیږی او سستیږی .

بېرته شاته


  سیدمصطفی ٢٧ / ٤ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2009-07-18 21:24:33 زېږديز    
بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانواومحترمودوستانواوهیوادوالواسلام علیکم ورحمة الله


دطالبانواوامریکایي عسکرمرکه می واورېده په مرکه کی له امریکایي عسکروپوښتل شول چې دطالبانوداسلامي رویي په هکله ووایي هغه هم ووایل چي ښه برخوردیي ورسره کړی ده دغه رازطالبانوداسلام په هکله تری وپوښتل اوهغه وویل چی معلومات پکی نه لري . څوورځي مخکی طالبانواعلان وکړچی شایدبندي امریکایي عسکرووژني .



زه دیومسلمان په توګه له طالبانوهیله کوم چی دغه عسکرونه وژني ځکه چي دیوه عسکرپه وژلوبه ددوی مطالبات پوره نشي خوپه ټوله دنیاکی به یي نوم ته صدمه ورسي اوخلک ددنیابه دامریکادفوځ په اړخ ودریږي .



دوی بایددنیاته هم وګوري ددوی نوم ته به فایده ورسي که دغه عسکرخوشي کړي اوهیڅ تاوان ورته ونه رسوي له بله طرفه به هغه ادعاګاني چی ددوی په کله کیږی هم غلطي ثابتي شي چې ګواکی دوی خلک وژني اوامریکایان دخلکودژغورلولپاره راغلي . له مرګ څخه یي ژوندي ساتل اوخوشی کول په دنیاکی ښه تاثیرغورځوي

بېرته شاته



چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-03  |  ١٢ / ٦ / ١٣٨٩  کوټه: چاودنې ۴۰ کسان وژلي او تر۱۰۰زيات ټپيان کړي
 •  2010-09-03  |  ١٢ / ٦ / ١٣٨٩  بدخشان: دپوليسواوسلوالوطالبانوترمنځ نښته روانه ده.
 •  2010-09-03  |  ١٢ / ٦ / ١٣٨٩  کندوز:هوايي ډګرباندي توغندي توغول شوي.
 •  2010-09-03  |  ١٢ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې څلیرویشتمه ډالۍ
 •  2010-09-03  |  ١٢ / ٦ / ١٣٨٩  حامد کرزى او زاخېلوال وايي کابل بانک محفوظ دى
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  عمران خان دې د پاکستان د کرکيټ غم وخوري: کپيل ديو
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  هندى ستورى اجي ديوګن سل روپۍ جريمه سو
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  کندز:دعامه نظم ديوقومندان په ګډون درې نورساتونکې ووژل شول.
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  د ټوني بلېر نوى کتاب ډېر زيات خرڅيږي
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  درې امریکایی پوځیان ووژل سول
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  څراغ د هلمند له ګرشک څخه په خپرونو پيل وکړ
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  د پښتوسیاسي ـ صحافي نثر په وده کي د طلوع افغان رول
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  ۳۲ تنه جنايي تورن زندانيان ازاد سول
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  كندهاريان دنوماندوكانديدانوڅخه كومې هيلي لري؟
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  یو امریکایی عسکر په هلمند کی ووژل سو


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact