اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | قبايلي سناتورانو امريکا ته سفر لغوه کړ - 2010-03-07 | سلېمان
     

ليکنه : سلېمان

خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)

نېټه : ١٦ / ١٢ / ١٣٨٨  |  2010-03-07


larawbar.com

 قبايلي سناتورانو امريکا ته سفر لغوه کړ

 

د پاکستان په مشرانو جرګه کي د پښتونخوا د قبايلي سيمو استازي عباس افريدي واشنګټن ته له رسېدو سره سم بيرته خپل سفر لغوه کړ.
سناتور عباس افريدئ چي څو ورځي دمخه د مشرانو جرګې له پنځو نورو غړو سره د امريکا د مشرانو جرګې په بلنه دغه هيواد ته تللى وو، د واشنګټن په هوايي ډګر کي يې د باډي سکين ماشين له تېرېدو څخه انکار وکړ او بيرته له خپلو ملګرو سره پاکستان ته راستون سو.
راپورونه وايي چي عباس افريدى، کامران خان، حافظ محمدرشيد، ساجد حسين طوري، جواد خان او اخندزاده چټان د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په لګښت د قبايلي سيمو په هکله د خبرو اترو دپاره امريکاي ته تللي وو، او هلته يې د امريکا له ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک، سناتور لوګر او سناتور جان کيري سره د قبايلي سيمو د روانو حالاتو په هکله خبري کړي دي.
د دغه هيئت غړي اخندزاده چټان اسلام آباد ته له رسېدو سره سم مطبوعاتو ته وويل امريکايي چارواکو ته يې په قبايلي سيمو کي د بې پيلوټه الوتکو د بمباريو شکايت وکړ او د بندېدو غوښتنه يې ځني وکړه.
اخندازه وايي امريکايانو ته يې دا هم وويل چي هلته د القاعدې کومه فعاله ډله نسته او جنګياليو ته د مقاومت وسلې د اسرائيلو د موساد او هندوستان د را استخباراتي شبکو له خوا ورکول کېږي.
امريکا د تير کال په پاى کي د خارجي پروازونو د کنټرول په خاطر په خپلو هوايي ډګرونو کي داسي ماشينونه ولګول چي د ورڅخه تېرېدونکي کس د بدن ټول غړي د کمپيوټر پر پرده لڅ ښيي.

 سلېمان




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  دوې کړۍ ماينونه کشف او له منځه يووړل سول
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  امریکا به د کاله ۶ بلیونه ډالره په افغاني ځواکونو مصرفوی
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  فراه : د ٢ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : يو فېر توغندۍ کشف سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  توريالى ويسا : د ټاکنو پر مهال به امنيت ډاډمن وي
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې اته ویشتمه ډالۍ
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  روزګان : د ٩ شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان : ولسوال وژل سوى
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : يوه زېرمه کشف ا و له منځه يوړول سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  گزارش مصوبات شورای وزيران
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  موږ به څه کوو ؟ یا به یو کیږو ، که نه ورکیږو .
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د ګدايانو هېواد
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  نوم او نښان (دنجيب منلي ليکنه )


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact