اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | د پښتون ماشوم په نامه - 2010-03-11 | ډاکټر خان
     

ليکنه : ډاکټر خان

خپروونکی : د لراوبر اداره

نېټه : ٢٠ / ١٢ / ١٣٨٨  |  2010-03-11


larawbar.com

 د پښتون ماشوم په نامه

 

ماشومانو نن چې ده کوم خلق دې پښتون قام ته بې علمه وائې د دې خلقو نيکونه په سوونو کاله د دې پښتون قام د لاندې پاتې شوې دې۔ زړه ور نه زړه ور قام يا ملک ته جُرت نه وو چې د مير ويس خان، احمد شاه ابدالې، ابراهيم لودهې، شير شاه سورې غوندې نورو ډيرو پښتنو غټو ننګيالو بادشاهانو ته د جنګ په ميدان کښې مخامخ راغلې وې۔ خو رو رو وخت په پړ مخ شو او ده نوې سائنسې علمونو وخت يا مشينې راغې او پښتون قام د دې نوې وخت په راتلو ځان پوها نه کړو۔ ولې چې پښتون قام ته ده باور وو چې د هغې په وينه کښې پيدائشې غيرت (ننګ)، جُرت (زړورتيا) ، جنون ګډ دې او هم د دې درې ثيزونو له کبله پښتون قام ده جنګ په ميدان کښې هميشه برې موندلې دې او بيا هم برې مومې۔ خو پښتون قام ته د اندازه نه وه چې په دې نوې وخت کښې ده غيرت، جُرت، او جنون سره سره مونږ ته ده بريالې قام اوسيدو دپاره به د نوې سائنسې علمونو ډير زيات ضرورت وې ځکه چې د نوې مشينې وخت به جنګ ده جنګ ده ميدان ده مخامخ جګړې نه نه ډير لرې يوسې او يو بې غيرته نه بې غيرته قام به زړور نه زړور قام ته به غير ده را مخامخ کيدو ده لرې نه ده مشينونو يعنې جهازونو، ميزائلونو په ذريعه ماتې ورکولې شې۔ ماشومانو پښتون قام په دې خبره خپل ځان پوها نه کړو او نوې سائنسې علمونو ته يي په وخت پام نه کړو او په مخ ده دنيا نورو قامونو دې نوې سائنسې علمونو ته کلکه ملا اوتړله ماشومانو هم هغه اوشوه۔ نورو قامونو د نوې وخت نه فائده واخسته سائنسې علم يي حاصل کړو او د پښتون قام نه په سائنسې علم کښې ډير مخکې لاړل او نن د هغه سکندر(انګريز) بچې ځان ته ده دنيا بادشاهان وائې د چا نيکونه به چې د جنګ په ميدان کښې د پښتون د پښو د ترپ نه هم يريدل۔ تاسو ته معلومه ده چې سائنس ثه ته وائې؟ چې کومې خبرې الله تعالې په خپل کتاب کښې ليکلې دې او د هغه ريښتونې پيغمبر په خپلو حديثونو کښې بيان کړې دې بس هغه خبرې چې انسان په ليدلو خودلو او کولو باندې ثابت کړې دغې ته سائنس وائې۔ ده دې نه علاوه چې وکوم رازونه الله تعالې په دې خپل کائنات کښې پټ ساتلې دې او مونږ ته يي پۀ خپل کتاب کښې وائيلې دې چې وګرځئ او د رازونه راښکاره کړئې۔ چې تاسو ته معلومه شې چې ستاسو خالق سومره عظيم دې۔ او ماشومانو سائنسدانان هم د دهغې خبرو ليدلو، خودلو او کولو په ذريعه ثابتولو ته سائنس وائې۔ او سائنسدانان چې کوم پټو رازونه سرګنده کولو دپاره قسم قسم مشينان چې خلائې جهازونه(الوتکې) تاکټونه، سيارې، او کمپيوټرې وغيره په کښې شاملې دې جوړوې او استعمالوې ده هم د سائنسې علمونو يو حصه ده۔ ماشومانو د دې ټولو خبرو مطلب دا دې چې پښتون قام له الله تعالې د اسلام ده خدمت يو ځلنده مقام ورکړې دې۔ دې قام ته د الله تعالې ده کاميابئ هغه ټول ثيزونه ورکړې دې ده کومو چې انسان ته ده مخکې تللو دپاره ضرورت وې جُرت (زړورتيا) چې په کار کښې د قدم اخستو دپاره ضرورې شې دې۔ چې په چا کښې د کار شروع کولو جُرت نه وې۔ نو هغه به برې ثنګه امومې۔ جنون يي ورکړې دې چې کوم کار ته لاس وچوې تر مرګه يي نه پريږدې او غيرت يي ورکړې دې چې کوم کار کوې په هغې کښې د ځان سره سره د بل د ناموس يعنې عزت خيال هم ساتې۔ ماشومانو تاسو اوګورئې که چرې پښتون د درې ثيزونو سره سره دينې او سائنسې علمونو ته مخ شې نو سوچ اوکړئې چې ده دنيا په سر به د دې په شان قام  بيا ثوک بيا مومې؟

            ماشومانو چې ثه شوې دې هغه شوې دې اوس ده ټول پښتون قام سترګې په تاسو دې نن تاسو خپل ځان سره او خپل قام سره ده وعده اوکړئې چې مونږ به علم صرف ده ډوډئې، کپړو،کور دپاره نه حاصلوو بلکه علم به ده اسلام په ښه توګه خدمت او ده خپل پښتون قام بيرته عزت مند جوړولو دپاره حاصلوو۔ ځکه چې د قام ده ډوډئې او کور نه خو اوسيدې شې خو د عزت نه بغير نه شې اوسيدې۔ نو ماشومانو هم نن او ده اوس نه تيزو نه تيزې کمپيوټرې تيارول، او تيزو نه تيز جهازونه تيارول، په ډاکټرې، انجينيرې شعبه کښې نوې نوې سرګندې کولو او ده کائنات مسخر کولو خوبونه کتل شروع کړئې او ده دې ده ريښتيا کولو دپاره هم ده اوس نه ده نوې سائنسې علمونو او ټيکنالوجې حاصلولو دپاره په کلکه ملا اوتړئې۔ يقينې ده چې تاسو به يوه ورځ خپل خوبونه ريښتيا کړئې۔ ماشومانو دنيا کښې چې ثه کيږې؟ او ثه به کيږې؟ دې خبرو طرف ته سوچ مه کوئې بس يوه لار ځان ته منتخب کړئې او کاميابې د حاصلولو دپاره تر مرګه پورې سخت کوشش جارې او ساتئ او چرته چې دره مشکلات راپيښ شې نو د قرآن او حديث سره پرې ضرور مشوره کوئې ځکه چې د دې نه غوره او صحيح سوچ لار ښودونکې په دې کائنات کښې بل ثوک نيشته۔

 

   بانې و چئيرمين                                ستر سيکتر                             فنانس سيکتر

ډاکټر خان تحريک                              عابد منير خان                         محمد ادريس خان

  03018968663                            03459179944                      03339033815

 

 ډاکټر خان




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-09  |  ١٨ / ٦ / ١٣٨٩  که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) شپه ده
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  دوې کړۍ ماينونه کشف او له منځه يووړل سول
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  امریکا به د کاله ۶ بلیونه ډالره په افغاني ځواکونو مصرفوی
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  فراه : د ٢ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  کندهار : يو فېر توغندۍ کشف سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  توريالى ويسا : د ټاکنو پر مهال به امنيت ډاډمن وي
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې اته ویشتمه ډالۍ
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  روزګان : د ٩ شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  بغلان : ولسوال وژل سوى
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  زابل : د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  هلمند : يوه زېرمه کشف ا و له منځه يوړول سوه
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  گزارش مصوبات شورای وزيران
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  موږ به څه کوو ؟ یا به یو کیږو ، که نه ورکیږو .
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  د ګدايانو هېواد
 •  2010-09-07  |  ١٦ / ٦ / ١٣٨٩  نوم او نښان (دنجيب منلي ليکنه )


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact