اړيکي   نظرپاڼه کتابتون  وېډيو عکسونه   ږغونه ډيورنډ مــرکې چاپي اثار ادبيات اسلام کـــور  
LARAWBAR.COM | د افغان چارواكو او مخالفينو ترمنځ د مذاكراتو دوهم دور تېر سو - 2009-02-02 | سلېمان
     

ليکنه : سلېمان

خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)

نېټه : ١٤ / ١١ / ١٣٨٧  |  2009-02-02


larawbar.com

 د افغان چارواكو او مخالفينو ترمنځ د مذاكراتو دوهم دور تېر سو

 


خبرونه وايي په دغو مذاكراتو كي پاكستان ته د طالبانو پخوانى سفير ملا عبدالسلام ضعيف او د سعودي د استخباراتو رئيس شهزاده مقرن بن عبدالعزيز مهمه ونډه لري.
شهزاده مقرن د تېري مياشتي په منځ كي كابل او اسلام آباد ته سفر وكړ او د افغان حكومت له چارواكو سره يې د سولي د خبرو پر څرنګوالي خبري كړي دي.
همدا راز نوموړي د پاكستان له هغو سياسي مشرانو (مولانا فضل الرحمان او قاضي حسين احمد) سره چي له طالبانو سره ښې اړيكي لري، ليدلي او د سولي په باب ورسره ږغېدلئ دئ.
د افغان حكومت او طالب وسله والو ترمنځ د مذاكراتو لومړۍ غونډه د سپټمبر په مياشت كي د سعودي پاچا په يوه مېلمستيا كي وسوه، چي ويل كېږي پر افغان چارواكو سربېره د طالبانو او اسلامي حزب ځينو غړو ګډون پكښي كړى وو.
جنګ اخبار د يوه طالب چارواكي له قوله وايي چي د دوى په استازيتوب د ملامحمدعمر اخند مرستيال سيد طيب آغا، د بهرنيو چارو مرستيال وزير ملاجليل او ملا مستعصم اخند په دې خبرو كي ګډون كړى وو، او د افغان حكومت استازيتوب د ولسمشر حامد كرزي ورور قيوم كرزى كوي.
كه څه هم طالبان له افغان چارواكو سره د هر راز خبرو اترو جريان ردوي، خو دا څووم ځل دئ چي دغسي خبرونه بېله جزياتو خپرېږي.

 سلېمان




چاپ 

لــېږل 

تبصرې   

شاته 

     
 

د لراوبر ويبپاڼي وروستي سرليکونه :


    •  2010-09-03  |  ١٢ / ٦ / ١٣٨٩  کوټه: چاودنې ۴۰ کسان وژلي او تر۱۰۰زيات ټپيان کړي
 •  2010-09-03  |  ١٢ / ٦ / ١٣٨٩  بدخشان: دپوليسواوسلوالوطالبانوترمنځ نښته روانه ده.
 •  2010-09-03  |  ١٢ / ٦ / ١٣٨٩  کندوز:هوايي ډګرباندي توغندي توغول شوي.
 •  2010-09-03  |  ١٢ / ٦ / ١٣٨٩  د روژې څلیرویشتمه ډالۍ
 •  2010-09-03  |  ١٢ / ٦ / ١٣٨٩  حامد کرزى او زاخېلوال وايي کابل بانک محفوظ دى
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  عمران خان دې د پاکستان د کرکيټ غم وخوري: کپيل ديو
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  هندى ستورى اجي ديوګن سل روپۍ جريمه سو
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  کندز:دعامه نظم ديوقومندان په ګډون درې نورساتونکې ووژل شول.
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  د ټوني بلېر نوى کتاب ډېر زيات خرڅيږي
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  درې امریکایی پوځیان ووژل سول
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  څراغ د هلمند له ګرشک څخه په خپرونو پيل وکړ
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  د پښتوسیاسي ـ صحافي نثر په وده کي د طلوع افغان رول
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  ۳۲ تنه جنايي تورن زندانيان ازاد سول
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  كندهاريان دنوماندوكانديدانوڅخه كومې هيلي لري؟
 •  2010-09-02  |  ١١ / ٦ / ١٣٨٩  یو امریکایی عسکر په هلمند کی ووژل سو


شاته 

  کاپي کول د ماخذ(www.larawbar.com) په يادولو جواز لري ©

 Copyright © Larawbar.com 2007-2011 Contact