کور / دټومبل شویو موادو زېرمتون

دټومبل شویو موادو زېرمتون

ماشوم ښه وم، که اوس؟

فاروق اعظم چې ماشوم وم، له لرګي می سړی جوړاوه، اوس چې غټ یم له سړي لرګی جوړوم. لهډیرو مې بتان جوړ کړي او خرڅ کړي مې دي. چې ماشوم وم، له تیارې ویریدم، اوسچې لوی یم له رڼا ویریږم. چې ماشوم وم، دروغ او فریب می بد ګڼل، اوس چې لوی یم،هنر یې بولم. چې ماشوم وم، خبره مې نه پټوله، څه مې چې په زړه و، هغه  مي ویل.زما په خبرو د خلکو باور ؤ. نو ځکه هرچا ویل چې په ماشوم کې پټه نسته. اوس چېلوی یم، خلک مې خبرو ته په شک ګوري. دا ځکه زما د زړه او خولې لار یوه نه ګڼي. د فطرت تقاضا داده چې ماشوم باید د عمر په تیریدو غټ او لوی سي، موږ غټیږو، خواکثره لوئیږو نه. موږ اکثره لوړ ناست خلک لوی ګڼو او احترام یې کوو. دې کې څه تأملپه کار دی. ها چې لوړ ناست دي، حتمي نه ده چې لوی دې ھم وي! ډیر کوچني کسانمې د لویو خلکو پرځای ناست لیدلي دي. ماشومان اکثره د لویانو پر اوږو سپاره وي.باښه او ټپوس هم لوړ ځای ناست وي او یا په هوا ګرځي. دوی هغه وخت مځکې تهراکوزیږي چې مرداره وویني. دا د فطرت کار دی چې عمر تیریږي، بدن غټیږي او جګیږي. خو د شخصیت جوړیده پهکورنۍ تربیه، مدرسه، چاپیریال او د کار په محیط اړه لري. ډیر وخت تربیه د بدن دغټیدو سره په متناسب ډول موازي نه ځي. دغه توپیر دغسې تفاوت منځته راوړي چېغټیږو ټول، خو لوئیږو ټول نه. انسان اشرف المخلوقات دی. که خبره د شرافت اوفضیلت وي، نو آیا ماشوم ښه وم او که اوس؟ د نااهله حال بجلي ته پاتیږي  –  چې پر آس باندې سپریږي نو خر کیږي قام او ملک ټول په خواریږي او ټیټیږي‎  –  څومره دی چې لا لوئیږي او غټیږي

تفصیل

زما د زوی کورنۍ کار

د کوچنیانو لپاره یوه لنډه کیسه لیکوال: سمیع الله خالد سهاک یوه ورځ چی لا له کوره نه وم وتی، زوی می له خوبه پاڅید او په ژړا یی پیل وکړ. ما چی په هغه وخت کی کالي بدلول، ژر ژر می کالي واغوستل او په خندا می تری وپوښتل …

تفصیل

د ماشومانو لپاره لنډه کيسه

لیکوال: سمیع الله خالد سهاک    سورګل د کوټي د باندی کتل خپله خور یی ولیدله چی له کوټې بهر د کور په انګړ کی له توپ سره لوبي کوی. په جګ آواز یی غږ کړ “تورپیکې… تور پیکې، څه کوی؟” تور پیکی چی توپ پسی یی منډي وهلي خپل ورور …

تفصیل

نن خلکوته خندا ما ته ژړا راتلل!

حبيب الله غمخور  متاسفانه  زموږ په هيوادکي ددولتي چارواکو بزکشی اوپه ډله ايزورسنيو په تيره بيا فيسبوک کي دازموږ دوستان په خپلو ملي احساساتوزمانه  نن کورته په راتگ سره لاره ورکه کړه. مجبورسوم  تر ډوډۍ  خوړلو وړاندي يوپه بل پسې ليکنې وکړم اوداددولتی قدرت تږي هيوادوالوته وپېژنم ،خو نور ستړی سوم . راځم هغه …

تفصیل

د بشري حقونو نړيوال سازمان: ايران د سوريې جګړې ته افغان ماشومان ليږي

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هيومن رايټس واچ په يو تازه راپور کي وايي چي د ايران (انقلابي ګارډ) افغان ماشومان سوريې ته د جګړې لپاره لېږي. ياد سازمان وايي په سوريه کي څوارلس کلن ماشومان د الفاطميون په لوا کي د حکومت په پلوۍ په جګړه بوخت …

تفصیل