ورځپاڼو ته کتنه
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره روانو هڅو او همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو اړتیا ته په اشارې د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي چې د افغانستان سوله د پاکستان له سولې سره تړاو لري.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د هالبروک په حواله لیکلي دي که د پاکستان قبایلي سیمې د طالبانو مرکزونه نه واې نو افغانستان به ډیر مخکې پخپلو پښو دریدلې واې.
ورځپاڼې د جنوبي ولایتونو او د هلمند د بې ځایه شویو خلکو د حالت په اړه هم یو رپورټ خپور کړې او لیکلي دي چې د جنوبي سیمو خلک له دوو اساسي ستونزو سره مخ دي چې یو جنګ او بل لوږه او اقتصادي ستونزې دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې یو ځلې بیا د کویټې په پیښې چې پکې یو شمیر افغانان مړه شوي تبصره کړې او د هغې لاملونه يې څیړلي دي.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د نړۍ په کچه د ترورستانو فعالیتونو ته په اشارې لیکلي دي چې له دویم نړیوال جنګ نه وروسته تر ټولو ستر ګواښ ترورستان او د هغوې فعالیتونه دي.
ورخباڼې په یو جلا مطلب کې په پاکستان کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه په یو مطلب کې د هغوې حالت څیړلې او لیکلي دي چې افغان طالبانو له پاکستاني طالبانو سره یو ائیتلاف جوړ کړې او د هغې په بقا هم ټینګار کوي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا په خوست کې د بهرنیو ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته په اشارې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنوي او ددې عمل د مرتکبینو د مجازاتو غوښتنه کړې.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې د عامه خلکو مرګ ژوبله تل د افغان دولت او امریکا ترمنځ په اړیکو کې لانجمنه مسله پاتې شوې ده.
ورخباڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د ترورزم په خلاف په سیمه کې روانه مبارزه څیړلې او په هغې يې د لا زیات تمرکز غوښتنه کړې ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې په مزار شریف کې د ولایتي بیا رغونې د قومندان په حواله لیکلي دي چې په پسرلي او اوړي کې د مخالفو وسلوالو فعالیتونه زور اخلي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام ددغه قومندان په حواله لیکلي دي چې په بلخ ولایت کې د دولت وسلوال مخالفین شته او فعالیت کوي.
ورځپاڼې په یو جلا ځاې کې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې دوام ته په اشارې لیکلي دي چې دولت د بهرنیو ځواکونو د فعالیتونو د قانون مند کولو توان نلري.
ورځپاڼې یو مطلب د حزب اسلامي فعالیتونو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې حکمتیار د معاملو لپاره سرګردان دې.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي دي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې هغو انتخاباتي کمپاینونو ته کتنه کړې چې د یو شمیر کاندیدانو لخوا کیږي.
خو اصلاح بیا په افغانستان کې د نړیوالو مرستو په لږولو کې د شفافیت غوښتنه کړې او لیکلي دي چې دا مرستې باید سمې ولږولې شي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر د استیضاح لپاره د ولسي جرګې د تیرې ورځې په پریکړې تبصره کړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د وسلو په ناوړه کارولو تبصره کړې او لیکلي دي چې له افغانستان سره مرسته شوې وسلې حیف او میل شوي او د وسلو د قاچاق او خرڅ لاو بازار هم ګرم دې.
ورځپاڼې همداراز په پاکستان او برطانیه کې د ترورستانو د اړیکو په اړه د برطانیې اندیښنه هم په یو مطلب کې څرګنده کړې ده.