زابل : دولت او طالبان يو بل ته د درنې مرګژوبلي ادعاوي کوي
داپیښه تیره شپه ناوخته دزابل ولایت دشنکی ولسوالی اړوند دپښۍ په بند کی هله رامینځ ته شوه چی وسله والو طالبانو دملی اردوپرسرتیرو ډزی وکړی ،
دزابل امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وایی دنښتی له پیل له سره سم پولیسو اوایساف ځواکونو هم سیمی ته ځانونه رسولي چي دده په وینا په پایله کښي یی ۲۲ وسله وال طالبان وژلی شوی دی
نوموړی زیاتوی چی دوژل شویو کسانو په ډله کی څلورتنه پاکستانی اتباع دی چی جسدونه یی هم دده په خبره ولسوالی ته انتقال شوی
ښاغلی سرجنګ زیاتوی چی پولیسواوملی اردو پرهمدی مهال له مخالیف لوری څخه یوه اندازه سپکه اودرنه وسله لاس ته راوړی ، دوسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی په دغه نښته کی دخپلو جنګیالیو وژنه نه منی نوموموړی وایی کورنیو اوبهرنیو سرتیرو ته یی درنه مرګ ژوبله اړولی چی دده په وینا په نښته کی یی دیارلس بهرنی اوپینځه دیرش کورنی سرتیری یی وژلی اودهغوی یوه اندازه جنګی وسله یی په لاس راوړی ده،
كورني عسكر وژلی خودزابل امنیه قومندان دطالب ویاند دا عدا ناسمه بولي .