طالبانو د امريکايانو پر اکمالاتي کاروان بريد وکړ

د لراوبر اداره | اپریل 17th, 2009


 دوري ٢٨مه


 په وردګو ولايت کې امريکايي ځواکونواودوطالبانوترمنځ جګړه کې دري تنه ټپيان شوي اويوسراچه موټر لمنځه تللى دي .
دوردګو ولايت يودولتي چارواکي دنوم دنښودلو په شرط وويل چې نن له غرمې وړاندې دسيدابآد ولسوالۍ دلوړي په سيمه کې  دطالبانو لخوا امريکايي ځواکونوته په اکمالاتي موادو بار موټر بريد وشو اودبريد پرمهال دکمپاين موټر له يوې سراچه موټر سره ټکر کړي چې په ترڅ کې يې يوه ښځه اودهغې زوی موټر چلوونکي ټبيان شوي او موټر يي لمنځه تللي دي .
 
دسيمه ايزوپوليسو چارواکي ويل چې دټکر نه وروسته طالبانودکمپاين په کسانو بريد کړي چې په دې وخت کې امريکايان هم سيمي ته راورسيدل اوپه سيمه کې دطالبانو ا،وبهرنيوځواکونوترمنځ جګړه رامنځ ته شوه
هغه وويل چې په دې جګړه کې يوتن کليوال سړي هم ټپي شوچې بيا سيمه ايز روغتون ته انتقال شو .
نوموړي وويل چې په دې سيمه کې دري ساعته جګړه روانه وو او پوليسو اوبهرنيانوته هيڅ تاوان نه دي اوښتي.
 

Copyright Larawbar 2007-2024