كندهار: د ګڼ شمېر طالبانو د وژني خبر وركړل سو

34 | اپریل 18th, 2009



ايتلافي او افغان امنيتي ځواكونه په يوه ګډه اعلاميه كي د ګڼ شمېر طالبانو د وژني ادعا كوي.
خبرپاڼه وايي د شنبې په سهار د كندهار په ميوند ولسوال كي د طالبانو يو قومندان له خپلو جنګياليو سره محاصره سو او هغه وخت چي ځواكونو ته يې له تسليمۍ ډډه وكړه او په مقاومت يې لاس پوري كړ، د امنيتي ځواكونو په متقابلو ډزو كي ووژل سول.
په خبرپاڼه كي د طالب قومندان نوم نه دئ اخيستل سوى او نه هم د مړو جنګياليو دقيق شمېر په ګوته سوى دئ.
تېره اونۍ هم په دغه ولسوالي كي د څو تنو طالبانو د وژني ادعا سوې وه، خو د طالبانو وياند نښته تائېد كړې او ورته اوښتې مرګ ژوبله يې رد كړه.

Copyright Larawbar 2007-2024