کندهار:د چاودنی له امله دوه وژل شوی او څلور نور ټپیان شوی دی.

جاويد احمد تنوير | اپریل 18th, 2009


په کندهار ښار کی د چاودنی له امله دوه وژل شوی او څلور نور ټپیان شوی دی.


د کندهار ښار د حوزه ویی روغتون مخی ته نن د غرمی مخکی په یو بایسکل کی چاودیدونکی توکی ځای په ځای شوی وه چی د لری فاصلی څخه د پولیسو په موټر والوزول شول . چی په چاوردنی کی د یوی ښځی په ګدون دوه وژل شوی او د دری ماشومانو په ګډون څلور ټپیان شوی دی . وژل شوی او ټپیان آکثره روغتون ته د درملنی له پاره راغلی وه .


د کندهار ولایت پولیسو وویل :په چاودنه کی بم ایښودونکی هم سخت ټپی شوی وه  او په شفاخانه کی  روسته ووژل شو.


د کندهار ښار دمیرویس روغتون د ښځو واټ چی د چاودنی ځای ته نژدی موقعیت لری  ودانی ته یی  ځایان اوښتی دی .


د یو بل خبر له مخی په ارزګان ولایت کی آیساف ځواکونو د نوموړی ولایت د مرکزی روغتون له پاره د دوینی بانک او د مړو دساتلو ځای د ۲۰۴زروامریکایی  ډالرو په ارزښت جوړ کړی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024