خوبولي سترګې

سعيد لودين | اپریل 18th, 2009


ته جذبه د محبت او شفقت يې
ته دمينې د مقام لوړ منزلت يې


د دونيا ښايست دې ټول له تانه ځار شي
ته زما د پاکې مينې حقيقت يې


خوبولې سترګې پورته کړه ګلفامه
خوار زړګي لپه کې واخله مرحمت يې


دا نری نری باران د پسرلو ته
ښايسته ګل دپسرلو د ننګ غيرت يې


د ريدي ګلان به ټول له تانه جار کړم
حسين خيل ته ته ډيوه د سعادت يې
ميامحمد حسين خيل                            

Copyright Larawbar 2007-2024