په هلمند کي يو فرهنګي کميسون جوړ سو .

محمد هارون خپل شعشعي | اپریل 19th, 2009


دا کميسون تيره ورځ د وري پر ٢٩ مه په داسي حال کي جوړ ړسو چي د هلمند ولايت د اطلاعات او کلتور رياست اړوند د مطبعې په تالار کي پر ټولو کلتوري ټولنو سربيره د چاپي او ږغيزو رسينو مسولين او ژورنالستان هم حاضر وو . په دې غونډه کي چي د اطلاعات او کلتور ريس عليشاه مظلوم يار ، د هلمند د والي کلتوري سلاکار محمد داود احمدي ، او د عالي دارلمعلين استاذانو هم ګډون کړى وو . دا غونډه چي د اطلاعات او کلتور رياست او ولايت په نوښت را بلل سوې وه درې اساسي برخي لرلي لومړى د يو فرهنګي کميسون جوړول چي هغه به د کلتور او فرهنګي اړوند ټول څه په واک کي ولري د تاريخي اثارو د ورکيدو په باب تسميم نيول په ښآر کي د لوحو اصلاح او د جادو لپاره د نومونو غوره کول يې د بلګي په توګه ياد سوه
په دوهمه برخه کي د فرهنګي ټولنو تر منځ د اتحاد او د دوى د کارونو سره همغاړي کولو په نيت د يو بهير را منځ ته کول وو د هلمند د والي وياند محمد داود احمدي لر او بر ويبپاڼي ته وويل (( موږ غواړي چي په هلمند کي موجودي فرهنګي ټولني او د هغوى فعاليتونه سره همغاړي کړو موږ له ډيري مودې راهيسي پر دې سوچ کوى چي د يو بهير خبره مو خوښه کړه دلته به ټولي ټولني په اونۍ کي يوه ورځ را غونډيږي او خپل شعرونه مقالې نثرونه او ويناوي به کوي ددې غونډو مسوليت به هره اونۍ د بيلي بيلي ټولني په غاړه وي چي په دې تربيب به د دوى تر منځ يو ډول سالمه سيالي هم رامنځ ته سي )) احمدي زياته زړه چي ددې بهير د چايو او ميوو لګښت موږ په غاړه اخلو خو د مشاعرې تر څنګ به دلته د کره کتني خښته هم کښيښودل سي او ورسره د ليکوالانو تر منځ د نظرتبادله هم وي .
دريمه خبره د هلمند سيند د مشاعرې جوړلول وو چي بايد په ښه کيفيت جوړه او د هيواد د ډيرى سيمو شاعرانو ته پکي ګډون ورکړل سي .
وروسته د غونډي ګډون والو دا غوښتنه وکړه چي د بهير او مشاعرې لپاره به تسميم هم نوى ټاکل سوې فرهنګي کميسون ونيسي .
په دې کميسون کي چي ٢٣ غړي به ولري د فرهنګي ټولنو او ژورناليستانو پر استاذو سربيره به د عامي روغيتا له رياست ، کليو او پرختيا رياست ، د حج او اقافو رياست ، اطلاعات او کتلتور رياست څخه هم نماينده ګان ولري
ددې تر څنګ د اطلاعات او کلتور ريس ښاغلى مظلوم يار او د هلمند د والي کلتوري سلاکار محمد داود احمدي هم د کيمسون په غړو کي راغلل
دا کميسون په داسي حال کي جوړيږي چي پخوا تر دې په هلمند کي داسي ګام نه وو پورته سوى

Copyright Larawbar 2007-2024