زابل: نامعلومه کسانو دوه تنه ښوونکي تښتولي دي
وحيدالله شمس زابل
دزابل په شاجوۍ ولسوالۍ کی تیره شپه نامعلومو وسله والو دیوی ښونځۍ دوه ښوونکی تښتولی دی چارواکی وایی نوموړی کسان دشاجوی دمرکزاوسیدونکی ووچی تیره شپه له خپلوکورونوڅخه په زوربیول شوی دی
دزابل دشاجوی ولسوال عبدالقیوم دیک شنبی په ورځ لراوبرته په یوه ټلیفونی اړیکه وویل دادوه ښوونکی تیره شپه ناوخته له خپلو کورونو څخه په زوربیول شوی دی نوموړی زیاتوی چی دپیداکولو په موخه یی یوشمیر قومی سپین ږیری اطرافي سیموته استولی ترڅو دده په وینا معلوم کړی چی یاد کسان له چاله خوا تښتول شوی دی
که څه هم چارواکی ددی پیښه پړه پروسله والو طالبانو وراړه وی خو طالبانو لاتردی مهاله په دی اړه څه نه دی ویلی.