د اطلاعاتو او کلتور د وزیر استیضاح غیر قانوني جنبه لري

د لراوبر اداره | اپریل 19th, 2009


تېره ورځ د ځینو افغانستانیانو په غوښتنه د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزیر ښاغلی عبدالکریم خرم د افغانستان د ګډوډیشن خونې (پارلمان) ته د استجواب لپاره بلل شوی وؤ. لکه څنګه چې ویل کېږي چې غل نه وې له بادشاه هم مه ډارېږه دغه ښاغلی هم پرته له کوم ځنډ د استجواب لپاره د دوی په غوښتنه عمومي غونډې ته د وري په ۲۹ نېټه ورغی.

اجنډا داسې ټاکل شوې وه چې نوموړی وزیر به ځینې افغانستانیانو ته چې د افغان د کلمې ضد او هیڅکله نه غواړي افغانستان د افغانانو کور شي په دوؤ  موضوعګانو معلومات ورکوي.

یو دا چې ولې د رسنیو قانون د دغه وزارت له خوا نه دی پلې شوی او بل دا چې ولې ښاغلي خرم د خلکو استازو ته سپکاوی کړی.

خرم صاحب د موضوع په اړه بشپړ معلومات د خلکو وکیلانو ته ورکړل، او د خلکو وکیلانو هم په قناعت وکړ خو ځینو نورو چې د خلکو وکیلان نه بلکې د ځینو نورو کړیو استازیتوب یې کاوؤ دغه ځوابونه یې په ځای ونه ګڼل او ویل یې چې قناعت بخشه نه دي او نوموړی وزیر یې د نصاب د حاضرو وکیلان په اکثریت سلب اعتماد کړ.

ما دغه بهیر د ملي ټلویزیون له لارې بشپړ تعقیب کړ. ډېرو وکیلانو خپل نظر ورکړ او ډېرو نورو بیا د خرم صاحب په شخصیت توهین هم وکړ. په دې لړ کې د کابل ولایت د خلکو استازې آغلې نجیبه شریف یوه د هغو کسانو نه وه چې په وزیر یو څو څو اعتراضونه درلودل.

زه نه پوهېږم چې دا آغلې له کوم ځایه راغلې ده او چا دې آغلې ته رایه ورکړې چې د خلکو استازيتوب وکړي. نوموړې داسې وویل:

وزیر صاحب تاسو د ملت یو استازي ډاکټر زلمي ته وویل چې ماته لکه یو نخود نه ښکارې.

زه به دغه آغلې ته ووایم هغه وکیل چې خپل حیثیت نه پیژني لکه تاسو نو باید همدغه شان خوله ماتونکي ځوابونه ورته ورکړل. ښاغلی زلمی هغه څوک دی چې د افغانستان ملي خاین ته یې د ملي ټلویزیون له لارې رحمت الله علیه وویل. دا هغه په جمعیت خرڅه شوې څېره ده چې هيڅکله هم د پښتون نوم ده ته ارزښت نه لري او نه هم پښتون دی.

ده ویل چې تاسو د خبرو آزادي یوه مفته خبره ګڼلې.

اول زه دا وایم چې دغه د خبرو آزادي چې کومه په افغانستان کې روانه دا ريښتیا هم مفتې خبرې دي دغه شان وکیلان چې په پارلمان کې ناست دي دوی هیڅکله هم د خبرو آزادي نه مني. که دوی چېرته منلی نو دوی د پرېږدې هغه طوطئه چې همدغه د ملت استازي یې روزانه خلکو ته جوړوي، پرېدېږدي چې دغه طوطئه د مطبوعاتو له لارې خلکو ته خپرې شي او خلک په دې وپوهېږي چې د ملت واقعي استازي په ملي شورا کې څوک دي. او څوک دي چې په ریښتينې توګه د خپلو ځورېدلو ولسونو درد ته مرحم اېږدي. زه په داسې یو ځای کې یم چې روزانه موږ ته د پارلمان وکیلان راځي چې دا مې وراره دی د ده پلانکۍ کار وکړه او دا پلانکۍ دی د ده پلانکی کار وکړه کله چې څوک په دغه موضوع خپل نظر څرګند کړي دوی هغه بیا د وکیلانو سپکاوی بولي او هغه د بیان د آزادی خلاف دی زه نه پوهېږم چې ښاغلي وکیلان د بیان دآزادۍ نه څه مفهوم لري. او بیا په دې مسئله خپله وزیر صاحب رڼا واچوله چې هغه ولې د بیان آزادي مفته کیسه ګڼلې.

بله موضوع چې د آغلې ورته اشاره وکړه چې د ملي ټلویزیون کارکونکي د ښاغلي وزیر له کړو خوښ نه دي. زه چې څومره پوهېږم دغه آغلې هم د ملي ټلویزیون پخوانۍ کارکونکې ده او ده ته د ملي ټلویزیون پخوانۍ او اوسنی رنګ هم ډېر ښه معلوم دی. د ملي ټلویزیون رنګ خو ایله د همدغه وزیر په وخت کې ملي شو، اوس هم زه دغه ټلویزیون ملي نه ګڼم خو بیا هم دا احساس کوم چې دغه ټلویزیون د یو کوچني قوم پښتنو لپاره هم خپرونې لري.

دا چې د ملي ټلویزیون کارکونکي ولې له وزیره نه دي خوښ زه په دې هم نه پوهېږم خو دومره پوهېږم چې د ملي ټلویزیون کارکونکي له هیچا نه دي خوښ دوی په هغه پخواني رئیس پسې هم خبرې کولې آن تر دې چې هغه رئیس یې له دندې ګوښه کړ. زما په ګمان د دغه ټلویزیون کارکونکي لکه مرۍ (مهرې) هر خوا ته غړي. زه تاسو ته په يقین وایم چې دغه نوي رئیس ښاغلی واحد نظري هم مسلکي هم علمي او هم تکړه اداره چي دی خو دا چې ولې د دغه ځای کارکوونکې هم له دې خپه دي هم له هغه بل زنکه باز، شرابي، بې اهلیته هم خپه دي.

بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت خو یوازې د ملي ټلویزیون برخه نه لري نور ډېر ریاستونه پکې شته چې کارکونکي نه یوازې له وزیر څخه خوښ دي بلکې وزیر د وزارت د کندې له ژغورل څخه مهمه سټه هم بولي.

همدغه راز دې  آغلې د ښاغلي شفیقي پوست په وزارت کې غیر قانوني بللو، زه ورته وایم چې کله مشاور په وزارت کې غیر قانوني وي زه نه پوهېږم نو ولې دغه نور وزارتونه په سلګونو مشاورینو لري. ښاغلی شفیقي د وزیر صاحب مشاور او وزیر صاحب دا حق لري چې یو نه څو څو مشاورین ولري خو زه په ډاډ سره ویلی شم چې د وزیر صاحب مشاورین به درو څلور نه وي زیات. او بل دا چې دا آغلې وايي چې ښاغلي شفیقي د پیسو په بدل کې په خپله ویسا ورځپاڼه کې لیکلي چې د ولسي جرګې دغه پریکړه چې وزیر استیضاح کړي احساساتي ده. زه تاسو ته دغه وایم که تاسو چېرته شفیقي نه وي پیژندلی نو اول د هغوی په اړه خپل معلومات بشپړ کړئ ښاغلی شفیقي هغه څوک دی چې هیڅکله هم د دروغو لپاره خپل نوم نه بدوي او د ریښتیا لپاره هر کله له خپل سر څخه تېر دی. زه د ملت له استازو غواړم چې دغه آغلې اړ باسي چې د خپلو دغو بې مسؤلیتو خبرو په اړه له شفیقي صاحب څخه بخښنه وغواړي.

زه دا وایم چې د ولسي جرګه دغه استیضاح احساساتي نه بلکې د کینې، عقدې او ځان پلورنې ښکارندويي کوي، دغه وکیلان چې کوم یو د وزیر صاحب په استیضاح ملاتړي دي هغوی ټول خرڅ شوي وکیلان دي ده نه یوازې په دې موضوع په ډېرو نورو موضوعات کې هم دوی ځانونه خرڅ کړي دي.

ما چې کله دغه لیکنه کوله راته چا وویل چا دا آغلې د وزیر صاحب له سیمې ده مطلب په وزیر صاحب او دوی دواړه د یوې سیمې دي نو راته هغه د شهید موسی شفیق وینا را یاده شوې چې ویل یې:

د هاتي په غوږ ویده یې بې انصافه
خلک ګرځي د آسمان په کنارو کې

ته لا وایې الف بې د تربګنیو
د نفاق او جهالت په سیپارو کې

خو کله چې ما ډېر دقت وکړ داسې کومه خبره هم نه وه چې ګواکې دا آغلې له وزیر صاحب سره تربګني ولري اما خبره بل چېرته کېدای شي، چې یوه پښتنه د خپل پښتون په ضد داسې خبرې کوي نو خامخا د کوم چا ګوډاګی به وي او د خپلو دغو خبرو په بدل کې به یې لکه د ټولسي ډرامې د اعلانونو بیه اخیستې وي چې هلته په ثانیه باندې پیسې ورکول کېږي. دا خبره تر ډېره ځایه سمه هم ده ځکه دې آغلې ډېر کوشش کولو چې خپلې خبرې اوږدې کړي تر څو له خپل بادار څخه ډېرې پیسې په واخلي.

نورو ډېرو وکیلانو هم بحث وکړ او د وزیر ستاینه او غندنه ډېره وشوه. په دې لړ کې د یوې بلې آغلې صبرینا ثاقب ځینې خبرې هم د یادولو دي.

صبرینا ثاقب هغه څوک ده چې د ځینو په وینا په خپله مصنوعي ښکلا پارلمان ته راغلې ده دغه آغلې چې کله ټولټاکنې وې د دې انځور ما په ځینو دېوالونو ولید او په ریښتیا توګه ډېره ښکلې برېښېده کله چې نوموړې پارلمان ته راغله او وروسته له څه وخته د ټلویزیون په پرده ظاهره شوه نو ډېره بل رقم ښکارېده ما چې کله ولیده و مې ویل چې دا خو صبرینا ثاقب نه ده ځکه هغه ډېره ښکلې وه. کله چې زه صبا سهار پوهنتون ته لاړم نو ځینو ملګرو هم دې خبرې ته اشاره وکړه چې موږ خو دغې آغلې ته د دې د ښکلا لپاره رایه ورکړې خو دا خو بیخې بل څه وختله . خو زه دا وایم چې دې نه یوازې عامو خلکو ته په خپلو مصنوعي ښکلا بازي ورکړه ځینو چارواکو ته یې هم بازي ورکړې. نن دا آغلې راغلې او د فحشا په اړه خبرې کوي. دا وايي چې په ملي ټلویزیون کې فحشا ده.

په پارلمان کې دغسې استازي شته چې د دغه شان کړنو لپاره دوی پیسې اخلي او آغلې صبرینا بیا کوم شخصي فلم پیدا کړی او دا هم په وزیر پسې حسابوي.

دې آغلې نورې ډېرې بې موردې خبرې وکړې، داسې پوښتنې یې مطرح کړې چې په وزیر پورې یې اړه نه درلوده زه نه پوهېدم چې د دې آغلې دریځ څه دی. کله به یې د وزیر یوه ښه کړنه یاده کړه بیا به یې ویل شما چرا اینطور کردید؟ نو زه نه پوهېږم چې په سم کار هم انتقاد کېږي.  د بیلګې په توګه د امان الله خان د ښارګوټي د مسئلې یادونه او داسې نور.

د ځینو نورو وکیلانو ویناوې لکه ملالی شینوارې، استاد فرید، او څو نورو کسانو خبرې هم ډېرې اغیزمنې وې چې وکیلان یې راویښ کړل.

نور هم ډېر وکیلان وغږېدل او غونډه د ډېرو ستونزو سره مخامخ شوه. خو د اجنډا سره سم دروند وزیر صاحب دېر قانع کوونکي ځوابونه ورکړل او ډېرو مهم فکتورنو ته یې هم نغوته وکړه. مګر لکه څنګه چې ما مخکې یادونه وکړه دغه موضوع قانوني جنبه نه لري او نه هم کوم قانوني تخلف دی. وزیر صاحب صرف د هغه کینه او عقده په اړه پارلمان ته استیضاح شوی وی چې ځینو افغانستانیانو له ده سره درلوده. زه دا وایم چې دغه افغانستانیان په افغانستان کې څه کوي، خو بیا دا وایم چې دومره پرمختګ یې کړی چې آن هغه افغانان چې دوی خپله هغوی نه مني د هغوی استازيتوب کوي.

وروسته له دې چې د غونډې د مشر په غوښتنه وزیر صاحب له تالار څخه بهر شو. د وزیر صاحب په سلب اعتماد کېدو پچه اچونه وشوه چې ډېر شنه او لږ سره کارتونه پکې پورته شوي وؤ.

خو د پچې اچونې په بهیر کې ډېر وکیلان ولیدل شول چې نورو ته یې په لاس کې سره کارتونه ورکړل او ورته وویل شول چې تاسو د شنو په ځای سره پورته کړئ. دا خبره زه له ځانه نه کوم فلمونه ثبت شوي په خپله پارلمان کې هم دغه فلمونه شته او په ملي راډیو ټلویزیون کې هم دغه فلمونه شته. د وزیر صاحب د سلب اعتماد کېدو چانس دېر کم وؤ خو د پچې اچونې په بهیر کې زموږ بې شعوره وکیلان د نورو د ملګرتیا او یا هم پیلتوب تر فشار لاندې راغلل او خپل شنه کارټونه یې ګوز کړل.

زه د مثال په توګه ښاغلی ګلاب زوی یادوم. د نوموړي تر څنګ بل وکیل سور کارت پورته کړی وؤ او هغه غوښتل چې ښاغلی ګلاب زوی هم سور کارت پورته کړي او ډېره هڅه یې وکړه چې ګلاب زوی ته سور کارت ورکړي خو زه نه پوهېږم چې ګلاب زوی ولې د هغې خبره و نه منله او تر پایه یې شین کارټ په لاس وؤ. خو نورو ډېرو وکیلانو خپل کارټونه بدل کړل.

په پای کې پریکړه وشوه چې وزیر باید سلب اعتماد شي. خو بیا هم د ځینو باتورو وکیلان څخه باید مننه وکړو چې د تالار په پرېښودلو سره یې نصاب راکم کړ تر څو د اعتماد پچه اچونه بلې ورځې ته تم شي.

نو د دوشنبې ورځ به هغه ورځ وي چې د وزیر برخلیک به د خلکو د استازو له خوا ټاکل کېږي.

زه د وزیر ملاتړ نه کوم، زموږ ټول حکومت فاسد دی خو دا وایم چې دغه دریځ د افغانانو دریځ نه دی دا د هغو خلکو دریځ دی چې د افغان ضد دي او د وزیر سره شخصي عقده او کینه لري. ګڼې د اجندا پر بنسټ وزیر بریالی راووت او په ښه توګه یې ځوابونه ورکړل.

په پای که له ټولو وکیلانو غواړم چې د دوشنبې په ورځ خپل مړي پرېږدئ پارلمان ته لاړ شئ او پښتنو ته دغه تور نوم مه پرېږدئ چې خپل کاري سړی یې خپله له دندې ګوښه کړ. ستاسو نه تګ پارلمان ته د وزیر نه ټاکل دي. ډېر د شرم ځای دی چې په هغه هېواد کې ۶۵ سلنه وګړي یې په یوه قوم پورې اړه لري خو وکیلان یې په پارلمان کې ۱۰ سلنه هم نه دي. د فزیکي لحاظه کېدای شي وکیلان زیات وي، خو غیرحاضر، خرڅ شوي وکیلان په دغه کچه کې نه راځي.

بیا هم هیله کوم، د وزیر لپاره نه د پښتو لپاره صبا ورځ ټول پارلمان ته حاضر شئ او دغه افغان ضد دسیسه شنډه کړئ او افغان ضد کړیو ته دا ښکاره کړئ چې پښتانه د غم په وخت کې یو دبل سره یو موټي دي. زه باید یاده کړم چې په تېره غونډه کې د پښتنو ډېر نامتو کسان په غونډه کې حاضر نه وؤ په دو هیله یم چې دوی پښتو ته له خپل مړي ډېر ارزښت ورکړي او پارلمان ته حاضر شي. په پای کې دغو وکیلانو ته هغه د مجروح صاحب قول ور په یادوم:

هوښیاران په دې خبره باندې ښه پوهېږي
چې خوران په دې دنیا باندې ذبون وي

ما مې خپله غاړه خلاصه کړه افغانه
تر آسمان لاندې ټیټ مه ګرځه پښتونه

Copyright Larawbar 2007-2024