راتلونکي ټولټاکني، هيلي او ننګوني
۱۸/اپريل/۲۰۰۹هالنډ
دادی دروان کال دزمري دمياشتي په ۲۹ نېټه ددوهم ځل لپاره دولسمشرۍ ټاکني کېدونکي دي . خدای دي وکړي، چي دټول هيواد خلګ ددې امکانات پيداکړي، چي په دغه ارزښتناکه ټولټاکنو کي برخه واخلي او دخپلي خوښي نوماندي ته رايه ورکړي . داخبره ځکه کوم، چي له بده مرغه تر اوسه لاهم دافغانستان د ختيځو، سهيل ختيځو او سهيلي ولايتونو په يو شمېر سيمو کي بشپړ امنيت نه دی تأمين او آن ځيني سېمي دحکومت دمخالفينو په کنترول کي دي . نوکه تر هغه وخته هلته امنيت ټينګ نسي،نو دهغو سيمو خلګ به ددې امکانات ونه لري، چي دخپلي خوښي کس ته خپله رايه ورکړي . کله چي د دومره ډېرو سيمو خلګ درايي ورکولو دحق نه محروم سي، نودابه بيا دانتخاباتو عادلانه والی او سراسري والی تر پوښتني لاندي راولي . دبله پلوه دغه ټولي سيمي، پښتني سيمي دي . نو په دې اساس دا به په افغانستان کي ديوه قوم دحقونو يوه لويه برخه تلف سوې وي او کېدای سي دټاکنو پر پايلو اغېزه وکړي .
خو دپورته ټولو ننګونو او ستونزو سره سره زه خپله دغه خبري ته چي په افغانستان کي ددوهم ځل لپاره دولسمشرۍ ټولټاکني کېږي، ډېر خوښ يم .
دا به نژدې له ۲۰۰ کالو وروسته لومړی ځل وي، چي په نورمال ډول او دخلګوپه مخامخ رايو، واک ديوه ولسمشر نه بل ولسمشر ته لېږدول کېږي ( که چېري ښاغلی کرزی بيا هم رايي وګټي، بيا هم دې ته دپخواني ولسمشر نه نوي ولسمشر ته دواک لېږد ويلای سو ) .
دا خپله افغان ولس ته دا هيلي ورکوي، چي افغانستان نور دهغه دورې نه تېر سوی دی، چي دتوطئو، کودتا ګانو او زور له لاري به خلګ واک ته رسېدل . اوس به سياستوال ددې لپاره هلي ځلي کوي، چي دخلګو زړونه لاس ته راوړي او که داسي ونه سي، نو بل ځل دخلګو نه دباور رايه نسي ترلاسه کولای .
په هر حال اوس دنوماندی بازار هم خورا تود دی او شمېر ئې لسګونو کسانو ته رسېدلی دی . خو دا چي څومره دکانديدانو دنوم ليکني وخت رانژدې کېږي، نو زما په انګېرنه به يو شمېر نوماندي هم بيرته پر شاسي . ځکه چي د قانون له مخي داسي شرطونه سته، چي ولسمشرۍ ته د نوماندی نه د « ټوکو » مخنيوی کوي .
خو يو شمېر نوماندي واقعاً هم ډېر جدي خلګ دي او کېدای سي په جدي ډول حساب ورباندي وسي او دګټلو امکانات ئې هم ډېر دي . خوزما زړه دا غواړي، چي دغه درې څلور نوماندي سره يو سي او په ګډه سره انتخاباتو ته ولاړ سي . په دې صورت کي به نو دښه خلګو پَله هم درنه سي او دګټلو چانس هم لوړ.
خير په هر صورت دا دوی کار دی، چي څنګه کوي .
خو زه غواړم پر يوه مسئله لنډ بحث وکړم او په ضمن کي خپله جدي اندېښنه هم څرګنده کړم .
په داوروستيو وختونو کي داسي اورېدل کېږي، چي يو زيات شمېر نوماندي په دې هڅه کي دي، چي د شمالي ټلوالي او په ځانګړې توګه د«اسلامي جمعيت» او« نظار شورا»له ډلو سره په اصطلاح ائتلاف وکړي او ددغو ډلو کوم يو، دخپل نوماندي لومړي مرستيال په توګه وړاندي کړي .
دغه اندېښنې نوري هم هغه وخت زياتي سوې، چي پرون درسنيو له لاري، ښاغلي قسيم فهيم دملي جبهې لخوا دښاغلي عبدالله عبدالله پر نوماندی غوسه وښودل او وئې ويل، چي عبدالله دملي جبهې نوماندی نه، بلکي دڅوکسانو نوماندی دی . ده داګواښ هم وکړ، چي که چېري عبدالله دملي جبهې دنوماندی نه لېري نسي، نو دا کار به دجبهې دوېشل کېدو سبب هم سي .
له بله پلوه ښاغلي فهيم ديوې پوښتني په ځواب کي چي آيا دی غواړي دولسمشر کرزي سره يو ځای سي، روښانه ځواب نه ځان تېر کړ، خو دجبهې وياند ښاغلي سنچارکي پر هغه تور ولګاوه، چي دی غواړي دولسمشر کرزي سره ملګری سي .
له دې نه مخکي هم يوشمېر ليکوالو او دسياسي چارو کارپوهانو او څېړنکو دا وړاندوينه کړې وه، چي شايد ولسمشر کرزی، قسيم فهيم دخپل نوماند لومړي مرستيال په توګه وړاندي کړي، او ځيني نور کانديدان هم د«اسلامی جمعيت» او «نظارشورا» له يو شمېر استازو سره په اصطلاح د ائتلافونو په هکله په خبرو لګيادي .
زما ددې لکني اصلي موخه هم همدا خبره ده او غواړم په دې هلکه يو څه په تفسير سره بحث وکړم .
له هر څه نه مخکي غواړم ووايم، چي په سياست کي ائتلافونه، دجبهو جوړول، په يوه ټاکلي پړاو کي دعمل يو والی او مصلحتونه روا او مشروع کار دی . خو په دغه ائتلافونو کي ځيني وخت دواړي خواوي صادقه وي او دټاکلو هدفونو له پاره په پوره صداقت او رښتينوالي کارکوي . خو کله کله بيا يوه دخوا وؤ څخه صادقه وي خو بل لورۍ چم په بغل وي او دبل اړخ غولول او بازي ورکول ئې اصلي موخه وي . دغه راز په ځينو حالتونو کي بيا دواړي خواوي صادقه ونه وي او هر يوه ئې کوښښ کوي، چي بلي ته بازي ورکړي او وئې غولوي .
که دلومړي حالت له مخي ائتلاف اويو والی کېږي، نو په هغه کي دائتلاف پر شرايطو هر اړخيز ي خبري کېږي او پر يو شمېر اُصولي خبرو توافق ته سره رسېږي . خو په دې صورت کي تر ټول مهمه خبره داوي چي څوک درئس اوڅوک دمرستيال يا مرستيالانو په توګه سره منل کېږي . له دې نه وروسته يو لوری هم ددې لپاره هڅه نه کوي، چي دتوافق سوؤ مسئلو نه سرغړونه وکړی او تر هر څه لا مهمه داوي چي رئس، رئس وي اومرستيال، مرستيال . مرستيال او يا مرستيالان تر هغه وخته پوري، چي ائتلاف پر ځای وي،يو هم ددې هڅه نه کوي ، چي درئس، رياست دي تر پوښتني لاندي راولي او يا دي ئې په کارونو کي لاسوهنه وکړي . يعني ټولي خبري مخکي له مخکي سره څرګندي وي . نو په دې صورت کي بيا وروسته ستونزي نه رامېنځ ته کېږي . که چېري داسي کومه مسئله راپيدا کېږي، چي دوی په لومړي سرکي په پام کي نه وي نيولي، بيا نو په هغه صورت کي دلومړنيو منل سوؤ اُصولو پر بنسټ دهغه لپاره هم دحل لاري لټوي او رامېنځ ته سوي ستونزي ليري کوي . په داسي حالت کي دحکومت اداره ديو واحد اُرګانيزم په شکل کارکوي اويوبل ته ستونزي نه رامېنځ ته کوي .
خو په دوهم اودريم حالت کي بيا خپله درامېنځ ته سوي حکومت اداره خپله ستونزي زېږونکي وي او په هيڅ ډول هغه زيات وخت دوام نسي موندلای .
له بده مرغه زموږ په هيواد کي دناوړه دود له مخي دغه ائتلاف دمېنځه هم نه ځي او هغه څوک چي درئس سره موافق نه وي،استعفي هم نه ورکوي، بلکي دې ته ملاتړي ، چي نظام بايد له دننه تخريب کړي او پايله ئې دا کېږي، چي دنظام خرابوالی په مخامخ ډول د هيواددژوند پر ټولو اړخونو ډېري ناوړي اغېزي کوي او هيواد د ډېرو لويو بحرانونو او ستونزو په لوري روانوي، لکه دا اوس، چي روان دی . مرستيال داسي ګڼي چي دی موازي يا دوهم ولسمشر دی او دهمدې دريځ نه چلند کوي . حال داچي مرستيال ياني مرسته کونکی ، نه دولسمشر سره موازی بل ولسمشر . همدا خبره ده، چي يو ئې يوې خوا ته کشوي بل ئې بلي خوا ته او پايله ئې دا کېږي، چي ستونزي او بحرانونه رازېږي .
اوس به راسو اصلي موضوع ته، يعني د«اسلامي جمعيت» او« نظار شورا» دډلو سره دځينو کانديدانو ائتلاف ته .
له هرڅه نه مخکي غواړم ووايم، چي داد«اسلامي جمعيت» او «نظارشورا» چالاکي ده، چي دټولو کانديدانو سره ئې دائتلاف خبري کړي دي،چي لومړی مرستيال ددوی له ډلي غوره کړي .
دوی په دې پوهېږي، چي خپله دانتخاباتو دګټلو هيڅ چانس نه لري، نو داسي يو تاکتيک ئې غوره کړ دی، چي په هر ډول حالت کي به ګټونکي دوی وي، يعني هر چا که ټولټاکني وګټلې نو لومړی مرستيال به ددوی وي . يعني په هر صورت کي به دوی ګټلي وي . داهغه دملا کيسه سړي ته ورپيادوي، چي دوه شاګردان ئې په غېږ وروستلي وه او دهر يوه په څملولو کي دده ګټه وه .
دا چي اوس دوی ظاهراً داسي اکټ او لوبه کوي، چي ګواکي ددوی تر مېنځ اختلافونه رامېنځ ته سوي دي، په دې هيڅ څوک هم نه غولېږي .
دادی همدا ګړی مي واورېدل، چي دافغانستان دکرکيټ ملي لوبډلي دنامېبيا دملي لوبډلي نه وګټله، چي ټولو هيوادوالو ته ئې له امله مبارکي وايم . که چېري دافغانستان په حکومت اودولتي اداره کي، دافغانستان دکرکيټ دملي لوبډلي په شان وطنپالنه او پر افغانستان مين کسان راټول سوي وای، نو موږ به هم ددغه ستونزو سره نه وای مخامخ، لکه اوس چي ورسره مخامخ يو . که دافغانستان دکرکيټ په ملي لوبډله کي داحمد ضيا مسعود، فهيم، قانوني، عبدالله، رباني اونورو غوندي کسانو شتون لرلای نو دافغانستان ملي لوبډلي به هم دغه څه نه وای ترلاسه کړي، لکه نن چي ئې لري .
اوس دوی ته داخبره مالومه ده، چي دوی پخپله په هيڅ ډول ددې امکانات نه لري، چي خپل کانديد دي ټول ټاکنو ته ودروي اوبريالی ئې کړي، خوبيا هم غواړي دتېر په شان دواک اساسي کړی په خپل لاس کي وساتي . نو مقابل لوری هم بايد په بشپړ سياسي وړتيا سره ددوی دغه نيمګړتيا ته متوجې واوسي او په هيڅ ډول داسي امتيازات ورنه کړي، لکه په تېرکلنو کي چي ئې تر لاسه کړي وه . دوی ته بايد په زغرده وويل سي، چي دوی په ټولنه کي هيڅ ملاتړ نه لري .
زه په دې هم پوره باور لرم، چي دنظار شورا وال چي دهر چا سره دلومړي يا دوهم مرستيال په توګه ټول ټاکنو ته وړاندهم سي، دا به دوی ته نه يوازي اضافي ملاتړ و نه کړي، بلکي هغه شته به ئې هم له لاسه ولاړ سي .
ځکه نو بايد شته حالاتو ته په کتو سره، دې پايلي ته رسېږو، چي :
– «نظار شورا»او «سلامي جمعيت» په افغاني ټولنه کي هيڅ محبوبيت نه لري اوفغانان دتېرو درولسيزو دغميزو داساسي عاملينو نه يو هم دوی بولي .
– دوی په سياسي معاملو او معادلو کي هيڅ کله هم صاق نه وه او په راتلونکي کي به هم نه وي .
– دوی اوس دومره ځواک او واک نه لري، چي راتلونکو حکومتونو ته دي دستونزو جوړولو امکانات ولري .
ځکه نو اصلاً ددوی سره دائتلافونو جوړولو ته هيڅ اړتيا نه ليدل کېږي او نه دوی کومه ګټه رسولای سي .
زه په دې باور يم چي دکوم کانديد سره ددوی يوځای درېدل به نه يوازي هغه ته اضافی رايي را نه وړي، بلکي هغه کسان به هم ، له دغه ډول ائتلاف وروسته دوی ته رايي ورنه کړي او مخ به ځيني واړوي، چي ددې نه مخکي ئې سيمپاټي ورته لرل .
زما وړانديز ټولو کانديدانوته دادی، چي يو هم د«نظارشورا» او« اسلامي جمعيت» کوم استازی دخپل نوماندي لومړي يا دوهم مرستيال په توګه معرفي نه کړي .بايد پرېښودل سي، خپله ځانونه کانديد کړي او ځان ته کامپاين وکړي او زه بشپړ باور لرم، چي ددوی دګټلو امکانات صفر دي او هم به ټولو افغانانو ته ددوی وزن مالوم سي .
که چېري څوک نه غواړي، چي په راتلونکي کي داسي مرستيال ولري، چي په عيني وخت کي به ئې اپوزيسيونر ( مخالف ) هم وي، نو د«نظارشورا» او«سلامي جمعيت» نه دي څوک ځانته دمرستيال په توګه نه غوره کوي .