كرزى: له طالبانو سره خبري بايد د حكومت په همكاري وسي
د افغانستان ولسمشر حامد كرزى وايي له وسله والو طالبانو سره خبري بايد د حكومت په همكاري وسي او كه په دې خبرو كي افغان حكومت ته وڼده ورنكړل سي، كومه نتيجه به ورنكړل سي.
د افغانستان ولسمشر كه څه هم په دې اړه نور توضيحات نه دي وركړي، خو دغه څرګندوني يې په داسي حال كي كړي چي له طالبانو سره په خبرو اترو كي يې د حكومتي هيئت مشري د ده مشر ورور قيوم كرزى كوي.
له طالبانو سره د مذاكراتو لړۍ په تېرو مياشتو كي چټكه سوې ده او تېره مياشت برتاتوۍ ورځپاڼي د قيوم كرزي او د طالبانو د يوه چارواكي عبدالله انس په حواله خبر وركړ، چي په دې اړه مهم پرمختګ سوى دئ.
عبدالله انس ويلي ول چي طالب مشر ملامحمدعمر اوس په دې پوهېدلئ دئ چي پر ټول هيواد يې د واكمنۍ وخت نور تېر سوى دئ.