امريکايان ، ولې جهادي رسنۍ بندوي ؟

د لراوبر اداره | اپریل 20th, 2009


امريکايي ورځپاڼې  ( والسټريټ ژورنال  ) وړمه ورځ دپنتاګون دسرچينوپه حواله ليکلي وو،چې دوى هغه انټرنيټ پاڼې اوراديويي خپرونې بندوي چې په وينايې طالبانوته منسوبې اويادهغوى خواخوږي دي ، پنتاګون علت ښوولى چې دغه انټرنيټ پاڼې اورسنۍ يوخوقانوني جوازاوليسنس نلري اوبل داچی ورځ په ورځ په زیاته اندازه خلک دطالبانولوری ته اړوی اودامریکااوملګروپه ضدیې راپاروی اودکابل اداره لاپسی کمزوری کوی.

ترټولوړومبى بايدداخبره واضحه شي چې امريکايانو، ان له تيروڅلورو اوپنځو کلونو راهيسې پراخې اومسلسلې هڅې کړي چې دغه ويب سايتونه اوخپرونې چې اوس يې دوى دبندولوهيلې لري غلې اوشنډې کړي ، يانې دا يې کوم نوى ګام اوتازه هڅه نه ده چې وايي دوى دطالبانومطبوعاتي سرچينې اودنشرلارې چاري يې له خنډاوځنډسره مخ کوي ، بلکې په دغه تيره موده کې يې چې څه وخت  لاس برشوى صرفه يې نده کړې ، منتهى اوس دنړى پرمخ دبيان ، ژبې ، عقيدې اوقلم داستردښمنان دخپلوپخوانيو جنايتونوله مخه پرده پورته کول غواړي ، ترڅويونوى فشاردخلکوپه اذهانوپريباسي چې دوى داکارهم سرته رسولى شي ، پداسې حال چې دوى ددغه اختناقي اواستبدادي عمل ازموينه  په کراتومراتوتردې پخواسرته رسولى ، خوالله تعالى شرمولي اومجاهدينوته الله تعالى ، پخپل فضل  دومره استعداداوهنرورلورولى چې دخپلو غليمانو اودښمنانوپه تکنالوجى اودننه کې خپل ځواک اوغږ نړۍ ته ورسوي اودبشريت ددښمنانوله تورمخ نه پرده اوابهام لري کړي.

 امريکايان خوبايدخپل ځان ته دالوى عاراوشرم وګڼي چې  له خپل  دومره لوى مادي قوت اويکتازىسره سره ، يوڅوهغه سيمييزې انترنيت پاڼې اودايف ايم ، راديوګانۍ چې  له  شلوکلومترولرې  فعاليت نشي کولاى  دومره ورنه ويره اوترهه لري چې  پنتاګون پرې  تصميم نيسي اودغه محدودې  اوګوته په شمارخپرونې دځان لپاره لوى خطربولي ، په داسې حال چې  يواځې امريکايانو په افغانستان اوياله بهرنه  په سلهاوو، راديوګانې ، په سوونوتلويزوني دستګاوې  اوپه زرګونواخبارونه ، جرايداومجلې  په کاراچولې ،ترڅو دطالبانوپرخلاف زهرجن ، دروغجن اوکرکجن تبليغات  خپاره کړي اوپه افغانستان کې دطالبانوله لاسه هرورځ وراوړيدونکي درانه تلفات اوزيانونه پټ اوچيرې کومه خپرونه ، خبري اژانس اوويب سايت ونه وايي چې نن دافغانستان په فلانۍ سيمه کې دامريکايانوټانګونه والوتل اوپه دقيق ډول يې دومره فوځيان ووژل شول .

همداامريکاپلوې اوډالرهضمې بې شميره خبرې سرچينې دي چې له تيرواتو کلو نو راهيسې همدانغاره غږوي چې نن په افغانستان کې يوبل امريکايي عسکرمړاويويادوه تنه يې ژوبل شول اوددوى په خبره چې له دغه  وژل شوي عسکرسره په افغانستان کې دوژل شوو امريکايانو شميره څلورسوه ياڅلورسوه لسوته ورسيده ،  سره لدې چې که له تيرو٧کلونوراهيسې ددوى  دراپوروپه تخمين دورځې يوامريکايي هم په افغانستان كي وژل شوي وشميرل شي ، تعداديې ، (٢٥٢٠)ته رسيږي ، البته هغه پيښې به په ځاى پريږدوچې په چاودنو، مخامخ حملواوفدايي بريدونوکې له لسوډيراودرځنونه امريکايي عسکرله منځه وړل شوي.

دکتونکوله نظره ، دامريکايانودغه ورستى اعلان چې  دخپلومخالفينورسنۍ اوانترنيټ پاڼې  بندوي ، يوډير، له بزدلى اوډارنه ډک ناقانونه عمل دى ، ځکه چې دادامريکايانودمخالف لوري حق دي ترڅودخپل ولس غږ اوخبره نړۍ ته په رسااندازورسوي اودهغوله حقوقو دهمدغورسنيوله لارې  دفاع وکړي ، دنړۍ هغه ادارې اوسازمانونه چې دبيان ، ژبې ، عقيدې اوقلم دحريت اوازادى ، نارې وهي  ،که رښتياخپلودغودعوواوشعارونوته ژمنې وي ، نوبايددامريکايانودغه نارواهڅه محکومه ،  شنډه  اولږترلږه کلکه  خويې و غندي  .

Copyright Larawbar 2007-2024