روسيې د افغانستان سره ۱۸۰۰۰ ټنه غنم مرسته وكړه

34 | اپریل 21st, 2009



د روسيې سفارت وايي د افغانستان سره يې ۱۸۰۰۰ ټنه غنم مرسته كړې، چي نن د حيرتان بندر ته راورسېدل.
د سفارت له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي دغه غنم يې د افغانستان د كرهڼي وزارت مقاماتو ته سپارلي چي پر اړو كورنيو يې وويشي.
خبرپاڼه وايي په دوبي كي به ۷۰۰۰ ټنه نور غنم هم افغانستان ته وركړي، چي د ملګرو ملتونو د WFP د پروګرام له لاري به توضيع سي.

Copyright Larawbar 2007-2024