کور / تازه خبرونه / تازه خبر:سرحدي ځواك يو اېرانى افسر وژلى او بل ژوندى نيولئ دئ

تازه خبر:سرحدي ځواك يو اېرانى افسر وژلى او بل ژوندى نيولئ دئ

نيمروز ولايت ته څرمه افغان امنيتي ځواكونو يو اېرانى افسر وژلى او بل ژوندى نيولى دئ.
د نيمروز د سرحدي لېوا قومندان غلام حيدر وايي، پېښه تېره شپه وروسته له هغه رامنځته سوه، چي د اېران پوليس د افغانستان خاوري ته ننوتلي ول، خو چي د افغان ځواكونو له خوا يې مخنيوى وسو، هغوى ډزي وكړې او د افغان پوليسو په متقابلو ټكانو كي د هغوى يو افسر مړ او يو يې ژوندى ونيول سو.
د غلام حيدر په وينا د اېراني پوليسو نور ملګري بيرته خپلي خاوري ته وتښتېدل او د دې سرغړوني په باب نن د اېران له حكومت سره خبري شروع سوي دي.
افغان سرحدي قومندان وايي تر هغو چي د اېران حكومت دوى ته د دې سرغړوني په باب معلومات وركوي، د اېراني افسر مړى او بندي پوليس به اېران ته ونه سپاري.