کور / تازه خبرونه / افغان حكومت: د پاكستان ادعاوي بېځايه دي

افغان حكومت: د پاكستان ادعاوي بېځايه دي


د افغانستان د جمهوري رياست وياند همايون حميدزاده د پاكستان هغه ادعاوي بې بنسټه وبللي چي وايي د دوى په چارو كي لاس وهنه كوي.
همايون حميدزاده د پاكستان د كورنيو چارو د سلاكار وزير رحمان ملك تر څرګندونو وروسته خبريالانو ته وويل د افغانستان حكومت هيڅ وخت د هيڅ ګاونډي حكومت په چارو كي لاس وهنه نه ده كړې او نه يې كوي.
ښاغلى حميدزاده وايي د افغانستان حكومت خپل ثبات د پاكستان د امنيت په بقا كي ويني، نه د هغوى په ګډوډي كي.
رحمان ملك پرون د پاكستان پارلمان ته په يوه وينا كي پر افغانستان او هند تور لګولى و چي د دغه هيواد د بلوڅ ملتپالو جنګياليو سره مرسته كوي او د پاكستان پر ضد يې سركښۍ ته هڅوي، خو د افغان حكومت وياند يې ټولي ادعاوي بېځايه وبللې.