کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه: ملكي مرګ ژوبله ۴۰ فيصده كښته سوې ده

ملګري ملتونه: ملكي مرګ ژوبله ۴۰ فيصده كښته سوې ده


ملګري ملتونه وايي د روان ۲۰۰۹ كال په لومړيو درو مياشتو كي د تېر كال د هغې په پرتله د ملكي مرګ ژوبلي كچه ۴۰ فيصده ټيټه سوې ده.
ملګري ملتونه وايي پروسږكال په تېرو اوو كلونو كي د افغانانو دپاره تر بل هر كال ډېره ملكي مرګ ژوبله درلوده، چي ډېر كسان د ايتلافي ځواكونو په بمباريو، د طالبانو په ځانمرګو بريدونو او د حكومت په عملياتو كي وژل سوي وو.
د بشري حقونو نړيوال سازمان تېر كال په جنګونو كي د تر ۲۰۰۰ زياتو افغانانو د وژني خبر وركړى وو.
د ۲۰۰۹ كال په جنوري كي نړيوالو خپروو سوو ارقامو ښودله چي په ۲۰۰۸ كال كي د ۲۰۰۷ كال په پرتله د ملكي كسانو په مرګ ژوبله كي ۳۹ فيصده زياتوب راغلى وو.