کور / تازه خبرونه / چارواكي: د طالبانو يوه مهمه شبكه له منځه تللې ده

چارواكي: د طالبانو يوه مهمه شبكه له منځه تللې ده


د هلمند ولايتي مقامات وايي په نادعلي ولسوالي كي د طالبانو يوه مهمه شبكه له منځه تللې ده.
ايتلافي ځواكونه هم په همدې سيمه كي د هوايي بمباريو خبر وركوي او وايي د طالبانو هغه ګروپ يې له منځه وړى، چي د الوتكو ضد توغندۍ او د ويشتلو مهارت يې درلودئ.
د ايتلافي ځواكونو خبرپاڼه وايي دغه شبكه يې د يكشنبې په سهار له افغان امنيتي ځواكونو سره په ګډو عملياتو كي له منځه وړې ده.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په هلمند ولايت كي يوې مياشتي راهيسي خورا پراخ عمليات شروع سوي چي هره اونۍ پكښي د لسهاوو طآلبانو د وژلو ادعا كېږي.