" /> " /> " /> " /> هلمند :  د ملي امنيت چارواکو ٧ تنه پاکستاني طالبان ونيول  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / هلمند :  د ملي امنيت چارواکو ٧ تنه پاکستاني طالبان ونيول video

هلمند :  د ملي امنيت چارواکو ٧ تنه پاکستاني طالبان ونيول video

ويل کيږي چي دا ٧ کسه د ملي امنيت موضفينو د خانشين او شينغزک تر
منځ نيولي دي . دې کسانو خپله اعتراف کړى چي دوى د پاکستان په مرانشا او نورو سيمو
کي روزل سوي او افغانستان ته د جهاد کولو په نيت راغلي دي د دوى سره پاکستاني
شناخته کارتونه هم ورسره وه په دې ٧ کسانو دوه پښتانه چي يو يې د کندهار او بل يې د
پاکستان د کراچي اوسيدونکى وو او څلور نور يې په اوردو ژبو ږغيدل په دې اړه بۀ نور
معلومات وروسته خپاره سي .

بشپړ راپور :


هغه ٧ کسه پاکستاني طالبان چي تيره ورځ د هلمند د ملي امنيت
چارواکو نيولي وو نن يې خبريالانو ته و ښودل  چي ويل کيږي چي ٦ کسه يې
پاکستانيان دي چي په هغو کي يو پښتون دى  چي په وينا يې ده د ژباړن دنده تر
سره کول  پاتي ٥ کسه ټول  پنجابيان دي چي زياتره يې لاهور او پنجاب
اوسيدونکي دي .

د ملي امنيت  کارمندانو دا کسان په د هلمند ولايت د ګرمسير
ولسوالي ته څير مه د خانشين په سيمه کي نيولي دي  ويل کيږي چي دوى دلته خپل ٤
مياشتنى ماموريت پاى ته رسولى وو او کورته د تګ پر مهال وو چي د افغان چارواکو لخوا
ونيول سوه .

تر  دې سم وروسته  د هلمند والي محمد ګلاب منګل يو
مطبوعاتي کنفرانس ورکړ او ويې ويل چي دا کسان چي د ملي امنيت د چارواکو لخوا نيول
سوي  دي  څلور مياشتي مخکي  د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي وو
چي  د والي په وينا چي دوى په دې وخت کي  پر پوليسو حملې کړي ، پلونه يې
وران کړي او د زياتو کسانو ژوند يې اخستى دى .

د هلمند والي وويل دې کسانو په هلمند کي د دوو پاکستانيو 
قومندانانو لکه ابوبکر او ملا منظور تر مشرۍ لاندي  په هلمند کي فعاليت
کوى .

د هلمند والي وويل داسي ښکاري چي لا پاکستان د افغانستان په
کورنيو چارو کي له لاس وهني څخه  لاس ندئ اخستئ .

خپله نيول سوي کسان چي پاکستاني شناختي  کارډونه لري  د
تورو ږيرو او تورو څيرو خاوندان دي  دوى خبريالانو ته ويلي چي د هلمند په
بيلابيلو لکه باباجي  نوزاد ګرشک او مرجې ولسوالۍ کي يې  جنګونه او دندي
تر سره کړي دي .


دا هم د هغه کسانو د خبرو ژباړه :



  • 1.        زما نوم
    عبدالسلام دى د پلار نوم مي حافظ محمد سليم دى  زه د ضلح  فيصل اباد
    اوسيدونکى يم  ماته يو صفيان نومي کس د جهاد بلنه راکړه او بيا يې ميرانشاته و
    ليږلم هلته يې ماته روزنه راکړه  د هغه وروسته يې زه د کوټي لور ته بوتلم او
    بيا ګردي جنګل ته راغلو د هغه ځايه بيا بني تمور او بيا حيدراباد ته راغلو د هغه
    وروسته زموږ تشکيل نوزاد ته برابر سو هلته ما دوې مياشتي تيري کړې  وروسته به
    زموږ  تشکيل باباجي ته وسو هلته مو هم يوه مياشت تيره کړه او کله چي موږ بيرته
    ستنيدلو نو موږ و نيول سوو .


  • 2.        موږ په نوزاد کي
    خپل نوبت پوره کړ کومه جګړه نه وه خو دلته يو ځل موږ ناست وو چي يو دم  ملي
    اوردو او چاواکي راغلل  موږ و نه ليدل هغه ځايي طالبانو د ژباړن په مرسته موږ
    ته وويل هغوى  ډزي پيل کړې موږ و تښتيدو  . څه وخت چي زما دري مياشتنى
    ماموريت پاى ته ورسيدى نو موږ  بيرته ستنيدلو د مرجې څخه د خانشين پر لوري تلو
    چي هلته يو هوار ه دښته ده هلته موږ و نيول سوو .


  • 3.        زما نوم محمد
    مزمل دى  د پلار نوم مي زولفقار دى  زده کړي مي په کامو کي کړي او د کلي
    نوم مي ګلنور دى  ما هلته کالج کي زده کړي کولې چي يو کس ماته د بلنه راکړه د
    هغه وروسته موږ مرانشاته راغلو او بيا د خدمت لپاره دلته را وليږل سوو
    .