کور / تازه خبرونه / د رڼا دښمنانو يو بل ښوونځى وسوځاوه

د رڼا دښمنانو يو بل ښوونځى وسوځاوه

 

د غور په ولايت كي نا معلومو وسله والو د نجونو ښوونځى سوځلى دئ.

ځايي چارواكي وايي وسله والو په يوه ليري پرته ولسوالي كي د جمعې په ماښام دغه ښوونځى له درسي موادو سره يو ځاى سوځلى دئ.

كه څه هم دولت د دغسي پېښو مسئوليت د وسله والو طالبانو پر غاړه ور اچوي، خو طالبان هركله د ښوونځيو د سوځولو څخه انكار كوي.

غور چي د افغانستان يو له تر ټولو وروسته پاته او د عوايدو له دركه غريب ولايت دئ، كه د دې ښوونځي په جوړولو كي له ولايتي ادارې سره مرسته ونه سي، ښايي د ولايت چارواكي يې ډېر وخت پر بيا جوړولو ونه توانېږي.