کور / خبرتیا او پيغامونه / دغوايي د ۷مي او ۸ مي د پیښو په باب د اسلامي امارت اعلاميه

دغوايي د ۷مي او ۸ مي د پیښو په باب د اسلامي امارت اعلاميه


بسم الله الرحمن الرحيم

دغوايي داوومې پيښه زمونږ دهيواد په تاريخ کې هغه ترخه غميزه اوله
تاريخي کړاوه ډکه ورځ ده چې زمونږ دمظلوم ولس دمرګ ، تباهۍ ، ورانۍ ،
ويجاړتياوواوبهرنيانوته دلاسوهنې اواشغال مجال ورکړل شوى اوافغانانوته يې
دناورينونو ، مرګونو، جګړو، مهاجرتونواوبرباديوبنسټونه ايښي .

د١٣٥٧لمريزکال دثورپه اوومه نيټه روس پلوه کمونيستانوپه خپلې
کرغيړنې کودتا، افغانستان دوحشت ، اختناق ، مرګ اومشقتونو تورې اوبې رحمه غيږي ته
وسپاره ، افغانستان يې دکرملين داستعماري هوس اوهجوم په لومه کې ګيراودشاوخوادو
لسيزوپه اوږدوکې يې له يونيم ميلون ډيرافغانان په خپلووينوولمبول، دوه همدومره يې
ګوډاومات اوپنځه نيم ميلونه يې ګډوال اودربدره کړل خوالله رب العزت لره دي حمدوي چی
دافغانستان مجاهد ولس ته يې دشوروی په تاریخی ماتی سره هغه افتخار اوبرٍ ﺉ ورپه
برخه کړ چی نه تنهاداچی خپل تاریخی هیواد یې ازادکړ بلکی دټولی نړی پرمخ یې
دکمونیزم فاسده نظریه دابد دپاره نابوده اومحوه کړه اوبالاخره مجاهدین د 1371
لمريزکال دثورپه اتمه نيټه په فاتحانه ولولوكابل ته داخل شول بي له شكه چي دابري
دټولی اسلامي نړی اوپه خاص ډول دټول افغانی ولس بری وواوترڅوچی دنیاودانه وی
داویاړبه دافغانانو دتاریخ ځلانده باب وی دابیابیله خبره ده چی يوشميرهغوڅيروچې
دقدرت اوځان غوښتنې هوسونوډوب اوبې حسه کړي وو، ديونيم ميلون شهيدانوقربانيو،
پاکوهيلو اودافغانانوددولسيزوتکاليفواوستونزوته يې هيڅ ونه کتل ، داسلامي نظام
ارزوګانې يې له خاوروسره خاورې او دثورداوومې کودتاچيان اوتاليڅټې يې يوارې
بياواکمن ، مطرح اودهغوپه مرسته يې ، کوڅه په کوڅه ملوک الطوايفي ، يودبل په وړاندې
دخپل منځي جګړواوټکولو ورونه بل ، دپاټک ، چور، لوټمارى ، اورازرازفسادونوناولى
فرهنګ يې خپور، له يونيم لک زيات افغانان يې مړه ،په لکونويې نوې کډوالى ته اړ،
پلازمينه کابل اونورهيواديې له سره ونړواو، ملي شتمنۍ يې چوراوترهغووجنګيدل چې
افغانستان يې يواربيادبل استعمارګيډي ته ورګوزاراودصليبي يرغل پنجوته وسپاره
اودافغانانوپه بی ساری قربانیو جوړشوی اسلامی نظام یې ړنګ کړ .

افغانان، کلک باورلري چې نوربه ارومرودافغانانومظلوميتونه، قرباني
اواوږده کړاوونه، رنګ راوړي اولوى خداى (ج) به دغه فاتح اوميړنۍ ولس اوباتوره خاوره
دتل لپاره دنيواکګرواوددوى دتاليڅټودګونډوکيدواونابودى ځمکه ګرځوي ، لکه په
تيرودريولسيزو کې چی روسانو،او غلامانويې په دغه خاوره کې کلکه ماته وليده همداسې
به انشالله تعالى ، صليبي يرغلګراواجيران يې هم دغه برخليک مني ، شکست اوماته به
تسليموي .

دافغانستان اسلامي امارت دثورداوومې دمختورې کودتاعاملين سرټيټي
اودتل لپاره ذليله غواړي ، ترخوايې هغه چاچې دثورپه اتمه دافغان جهاددبري ورځ په
افغانانوونه لوروله ، داسلامي نظام ارمانونه اوهيلې يې دځاني قدرت اوچوکى نه ځارکړې
له لوى خدايه يې رسوا او شر ميد لي غو ا ړ ي .

ازاد اوخپلوا ك دوي ګران افغا نستا ن

بریا لی د ې وی دحق د لار ی مجا هد ین

ذلیله اوسرټیټی دی وی دپردیوغلامان