کور / سياسي / افغان جګړه او د پاکستان ګټي (۴مه برخه )

افغان جګړه او د پاکستان ګټي (۴مه برخه )

٧- پاکستاني پوځي پاليسي جوړونکي نه غواړي په خپل ګاونډ کې داسې پياوړى او په ځان متکي هېواد ولري چې ددواړو هيوادو تر منځ په پرته سرحدي لانجه کې ورسره د مدعي توب قابليت او صلاحيت ولري.  او يا د هند سره د مقابلې په صورت کې ئې له دې خوا دا حکومت د تشويش پاعث وي.                                                            

٨- افغانستان د پاکستان په نسبت يو مظبوط قومي جوړښت لري، اکثريتي قوم لري چي د دې اکثريتي قوم سمه نيمه برخه فعلا د موجوده پاکستان د نفوسو او خاوري لويه برخه جوړوي.  نو که کله هم په افغانستان کې سياسي ثبات منځ ته راځي، د ژوند سټنډرډونه نسبت پاکستان ته پورته ځي، اقتصادي لوړتيا ئې په برخه کېږي، د کار او مصروفنت زيات فرصتونه پکې توليدېږي، دتعليم، صحت، تجارت،…امتيازات او امکانات پکې زياتېږي نو حتمي ده چې د سهيلي او قطبي پښتونخوا پښتنو او بلوڅو ورونو ته به هم خپله تاريخي ونډه ورکوي او ددې کار د دوام او د آزاد ژوند مزه به د مقبوضه ځمکو د استوګنو توله ډېره ژر خپل پلرني هېواد- تاريخي کوراو نسبي او اصل لوري ته درنه کړي چې د تولې ډېر لږ تغير هم د پاکستان غوندي د يو کمزوري قومي جوړښت لرونکي هيواد د ړنګيدو لپاره بس دي.                                                              


٩- افغانستان د جنوبي او مرکزي آسيا تر منځ د پل حيثيت لري.  د دې نه لږ نور هم ورآخوا افغانستان د شرق او غرب تر منځ د تړون تر ټولو لنډه او ارزانه لار ده چې زښت زيات اقتصادي او ستراتيژيک ارزښت لري.  پاکستان چې د مرکزي آسيا څخه دجنوبي آسيا او غرب په لاره يوازيني هيواد دي چي د افغانستان جنوبي پوله ټوله په ټوله کې ورسره لګېدلې، په دې لاره د انحصار ډېر چانس لري.  ځکه نو ځان پر حقه بولي چې د دي انحصار ډېر خوبونه وويني.  په همدې خاطر تل هڅه او هاند کوي چې افغانستان په داسې حال کې وساتي چې د تجارت، ترانزيت او ټولنيز اقتصاد حتى سياسي او نظامي تصاميمو دار مدار ئې په پاکستان وي. او لکه څنګه چې پاکستاني جنرالانو د طالبانو په وخت کې تجارتي کاروانونه د افغانستان په خاوره د مرکزي آسيا تر پولو بدرګه کول، په سياسي تصاميمو او نظامي ستراتيژيو کې ئى د آى-ايس-آى  کرنېلانو(کرنېل امام) او ورسره نورو ګڼ شمېر بريدمنانو ابتکار په لاس کې درلود، د ملي ورځو ،تاريخي افتخاراتو او حتى قبل التاريخ آبداتو د برخليک پرېکړې او فتوي د پوځ نماينده- پاکستاني ملايانو ور کولې، پوځي کرنېلانو او بريدمنانو، د خړو لونګيو او ګڼو ګيرو لرونکو پوځيانو حتي ږير خرئيلو پنجابي پلېو غُنډونو، عملي کولې(د ننګرهار د هډې د پنجابيانو غنډ ئې يو مثال دى)، په هماغه تمه خپلو مداخلو ته دوام ورکوي تر څو د افغانستان تجارتي او ستراتېژيکي امتيازات د دوى په منګولو کې وي، د دې ځاى طبيعي منابعو ته په خلاص مټ لاس رسى ولري، په دې هيواد کې هر څه چې وغواړي روا ئې کړي او چې هر څه ئې خوښ نه وي ناروا ئې کړي، د د ې ملک خام مواد يواځې او يواځې پاکستان واخلي او پاخه مواد پرې يوازي پاکستان وپلوري، دا ولس له ښوونې او روزنې، عالي تحصيلاتو او مسلکي زده کړو يا بېخي بې برخې کړي او يايې زده کړي دومره بې کيفيته وساتي چې په هر مسلک کې په پاکستان متکي پاتې شي. 


پدې ترتيب به هم پاکستان خپلو خلکو ته کار پيداکړى وي او خپل مشاورين به ئې په ښکاره او جاسوسان پکې په پټه استخدام کړي وي، هم به و کولاى شي بې کاري او بې روزګاري په افغانستان کې دومره زياته کړي چې د درنو کارونو لپاره ښه پراخه او ارزانه مزدوران له همدي مارکېټه پورته کړي، د د ې نه وړاندې د مرکزي آسيا د انرژي او طبيعي نورو زېرمو، کرنيزو محصولاتو او حيواني توليداتو د تجارت او ترانزيت ټوله ګټه د پاکستان جيب ته وروغورزيږي، پاکستان خپل(قانوني او غير قانوني) محصولات بې له قيد- شرط او پلټنې څخه هم افغانستان، هم د مرکزي آسيا جمهوريتو او هم د دې لاري ختيځي او آن لوېديځي اروپا ته ورسوي.  حتى غواړي له نړۍ سره د دې ملکونو له صادراتو او وارداتو څخه (د ري ايکسپورټ په ترځ کې) له دواړولورو په پېر او پلور کې ښائسته ښه ګټه تر لاسه کړي.  افغانستان ته ټول تلونکي تاجران، سيالانيان، ژورناليستان، د بين المللي اين-جي-اوز،استازي او کارکونکي، په افغانستان کې مېشت بهرني سفارتکاران او د نړۍ د ملکونو پلاوي او مشران ټول او ټول د پاکستان د لارې لاړ او راشي، د پاکستان ايئرلاينونو ته کرايه ورکړي ، د پاکستان خارجه وزارت يائې په افغانستان يا خپل متبوع هېواد کې د پاکستان سياسي نماينده ګۍ ته د وېزي قېمت ورکړي، پاکستاني ځمکني ترانسپورت ته کرايه ورکړي او هوټلونو ته ئې د اعاشې او اباتې فيس.


د عربستان او اماراتو شېخانو ته د لاهور په هوائي هډه يوازې او يوازې، د پاکستان د فدرالي کابينې د غړو خوئيه خوشبويه ښځې ښه راغلى ووائې او د پوهنتونونو نازکې پېغلي دې ئې په خپلو ليکو کې راونغاړي (لکه پاکستان ته د سعودي عربستان د استخباراتو د رئيس ترکي الفيصل د را تګ په موقه)، نه د افغانستان شډل بډل مامورين او عسکر.  او په دې ترتيب دې د هغوي(عربانو) مهربانۍ خپلې کړي، جېبونه دې ئې را تش کړي، او پرېمانه مرستې دې ورڅخه تر لاسه کړي، او داسې دې يې راولوشي چې ټولې پۍ ترې واخلي. او افغانانو ته ترې يو څاڅکى هم پاتې نه شي. او څنګه به ترې پاتې شي؟ چرته د پاکستانيانو استقبال، سوغات او اخلاق او چرته د افغانانو سليقه او هر کلى؟


١٠- خپله نيکي هم د افغانانو په ځان اور شوه.  کله چې افغانان د اسلام په مقدس دين مشرف شول نو دا نعمت ئې د الهي مسئوليت په توګه په خپلو ګاونډيانو هم پېرزو کړ او د اسلام د عربي اتلانو سره اوږه په اوږه ئې د هند د نيمې وچې نيمائي انسانان هم له د ې نعمته برخمن او مسلمانان کړل.  بيا د تاريخ په اوږدو کې چې کله هغه مسلمانان د هندوانو د زو ر او ظلم ښکار شول او مشرانو ئې(لکه شاه ولي اللهرحمةالله عليه) د افغان شاهانو څخه د مرستې غوښتنه کړې نو بيا کله غزنوي او کله آبدالي ورغلى، د بودائي افراطيانو غوږونه يې تاو کړي، او همدا مسلمانان ئې پرې بېرته حاکمان مقرر کړي دي.  تل د هند د مسلمانانو په سر د هند او افغان حکومتونو تر منځ جګړې او شخړې واقع شوي او يو بل ته يې په همدې وجه د دښمن په سترګه کتلي دي. خو کله چې انګرېزان او فرانسويان د دوهم نړۍ وال جنګ په نتيجه کې کمزوري شول او نه يې شو کولاى نور په خپلو مستعمرو کې خپل مستقيم حضور و ساتي، نو انګريزانو وغوښتل نور د خپلو مستعمرو له هغې جملې د منځني ختيځ، خليج او د هند له نيمې وچې څخه ولاړ شي، خو منافع يې هماغسې خوندي او قوانېن ئى جاري وي، نو هلته يې يهودي تومور د فلسطين په سينه او دلته پاکستان د هند او افغانستان له غوښو او وينو جوړ کړ، د هند د دواړو ټوټو څخه ئى لويه هغه په هماغه زاړه نوم ياده شوه او د زاړه هندوستان د نوم، افتخاراتو، امتيازاتو، روابطو او معاملاتو وارثه شوه خو دوهمه ټوټه ئې چې ډيره نا متجانسه قومې ګډوله وه، په يوه مصنوعي، غير طبيعي او غېر حقيقي نوم پاکستان ونوموله.  چې له هېڅ نه ماًخوذ دى. 


دا د پخواني هندوستان هغه برخه وه چې  زياته برخه ئې ډېر په نوم او لږ شمير عملي مسلمانان ؤو چې ژوند ئې  د افغان لښکرو د تورو دسيورو مرهون ؤ.  خو په خواشينۍ سره دې غير شرعي مولود نه يوازي د خپل مُحسن نيکۍ هېري کړې بلکې په پوره حرام نمکۍ سره ئې له هماغه اولې ورځې د انګريزانو د قييم او وصي په توګه د افغانستان په خلاف په توطئو لاس پورې کړ.  په داسې حال کښې چې انګريزانو د افغانستان نه جدا کړې برخې، چې د بريتانوي هند او د وخت د افغان شاه عبدالرحمن خان تر منځ د يوې سل کلني متارکې په ترڅ کښې يو څه ددې په لاس جوړ شوې مملکت برخه وګرځولې او څه ئې د ازادو قباېلو په نوم د دواړو ګاونډېو تر منځ ازادې پرېښودې تر څو وکولاې شې په دي توګه يې له يوې خوا خپل پياوړى بالقوه دښمن په منځ کښې نيم کړى وي او له بله پلوه ئې د ضرورت په وخت له همدې لارې افغان حکومتونه د نا اعلان شوؤ جنګونو په پلي کولو د تمدن د کاروانه وروسته ساتلې وي، د خپلې ماتې انتقام يې ترې اخستى او دومره ئې ضعيف کړى وي چې يو ځل بيا ئې د اېل کولو چانس پېداکړي. 


دا زوړ غلام هم که يو څه د خپل بادار د امر په تطبېق کښې ډېر مخلص او اېماندار ؤ، خو يو څه ئې د خپل وجود د بقا لپاره د فرنګي هره پروژه په خورا جديت او درايت پلې کوله.  له افغانستان سره په دښمنېو کښې ئې دا ثابته کړه چې ګويا د دوى هغه ايمان راوړل او په اسلام مشرف کېدل د زړه نه نه ؤو بلکه د مرګ له وېري ئې کلمه وېلې وه.  د خپلو ګوډاګيانو او حتى په خپلو لاسونو يې (کرنيل امام) زمونږ د ديني کتابونو، قرآنونو، تفاسيرو، سيرتونو، د احاديثو د کتابونو، تاريخونو، عملمي او تعليمي کتابونو او علمي مرکزونو په سېزلو او ورانولو  او د سومنات په انتقام کښى د باميانو د سترو بُتانو په نړولو خپله خوا ښه سړه کړه او لکه د هندې (د ابو سفيان مور) غوندې ئې له زياتې غُصې او حسده زمونږ د تمدن ځګر(د باميانو بْتان) داسې وژول چي د پاني پت په ډګر کښې د خپلو نيکونو(مرهټيانو) د مرګ ژوبلې بدل ئې پرې پوره کړاو لا ګوره چې نور څومره اثرات به ړنګوي، استاذان به قتلوي او د غزني او کْنړ د لارو غوندې به څومره لکه (سوه زره) او څو ځلې داسې لس لس زره کتابه سوځوي. چي د شاګردانو د پاره د تفسير، احاديثو او فقهې کتابونه ئى پوره ثـُلث تشکيلوي.


واه، واه اسلام.  خو لکه چې د دوى په حساب دا بدل لا پوره ندي او لګيا دي، هغه مونږ چې پرې حکومتونه کړي، د هغې د کسات د پاره د پنجاب د کنجرخانو له ګاونډه، نقلي اسلام را صادروي، او بيا غواړي د تېر په شان، بلکه له هغې هم په بربنډ ډول په افغانستان کښې داسې يو تور- جاهلي نظام د افغانانو په څټونو (اورميږونو) سپور کړې چي په غير د بې عزتۍ ، ژوبلې او د مرګ بله اجندا ونلري.

پورته کارونه د هغه چا په لاس تر سره کېږي چې په پاکستاني مدرسو کې يې درس وېلى، هلته اوسيږي، منظم سوقيات، اکمالات او مراکز لري. د تعجب خبره ده چې يو څوک (په نوم) د کتاب طالب وي خو چې کله فارغ شي نو بيا دې هماغه ډول کتابونه و سېزي، چې ده به لوستل، د دې په ځاى چې د ديني علومو ښه مدرس، د ترحم- صله رحمۍ- عاطفې- لارښوونې ښه رهبر ترې جوړ شي، د کلاشنکوف، پي کا، آر- پي ـ جي-٧، توپ، باروتو، ټانک، د هوائي دفاع د مختلفو ماشينګڼو، موټر بم جوړولو او نورو نورو وسلو او وسايلو ماهر دې ترې جوړوي.  خو پاکستان بيا هم د خپلې مداخلې ثبوت غواړى!

درس يې په اکوړي کښي واېلى وي خو په شمالي واله دري دې ښې روانې خبرې و کړى شي!  د جنګ په ستراتېژۍ، د تعرض او دفاع په اصولو، د اشغال شوو سيمو په ساتنه، په لوجستيک، سفربرۍ، د افرادو په جلب او جذب، د جنګيالو په روزنه، د وسلې- مهماتو- خوراکي موادو- البسې په تهيه او تدارک، سياست،… دې پوه وي!

د طالبانو په لاس په مزارشريف کښې د ايران د قونسليسټ د ١٢ کسو وژلو او د طالبانو تهديدونو ايران اړ کړ چې په لس ګونو زره پوځ د افغانستان پولې ته راولي او په افغانستان يرغل وکړي.  چې پدې صورت کښې به افغانستان دومره ځپل شوى واى چې امارت! به اړ ؤ چې سل په سلو کې تکيه يې په پاکستان کړاى واى، حتى له ايران سره په جنګ ګې به د افغانستان د مدافعت قوت دومره کمزورى شوى ؤ چې د ايران او پاکستان تر منځ نيمېدلو ته به پوره آماده ؤ.  نو چې دومره ځمکه او منابع د بل په مرګ او ژوبله او د امريکې په پانګه اچونه پاکستان ته په لاس ورځي، نو زه نه پوهيږم چې دې ته د پاکستان د ګټې نه په غير بل کوم نوم ورکړو؟

١٢- خپله خداى ور کړې ښکُلا او طبېعې رنګېن جوړښت هم د افغانستان په ځان بلا شوې ده. تاسې وګورۍ که د افغانستان غرونو د خپلې سېنې شېدى د رڼو او خوږو اوبو په شکل کښې خپلو بچيانو ته ورکړي، د صِله رحمۍ په دود ئې د خداې تعالي د دي بې پلاره پيدا نه هم نه دي درېغ کړې. زمونږ د هندوکش، سپين غر، د بابا غر او نورو غرونو د رګونو وينو ته د افغان خاورې د کابل، پنجشېر، پغمان، کاپيسا، نورستان، لغمان او کنړ دسيندونو په نوم پخپله سينه د زخمونو د منلو ناکام کړې او د پاکستان زراعت او صنعت ئى تر لاهوره او پنجابه تغذيه کړى. خو که دلته په افغانستان کښى چا د کوم سيند (په ځانکړې ډول دکابل- کنړ سيند) نه د يو لـښتي د جګولو کوښښ وکړ نو بس کفر ئې وکړ او په هماغه ځاى بيا اعدام شوى وي لکه٢٦.٠٨.٢٠٠٨ د کنړ د سينده د يو لښتي جګوونکي جاپاني انجينر او د جلال آباد کنړ د سرک د انجينرانو او افغاني کارګرانو وژني.

دا ډارن دښمن زمونږ د سيندونو په غاړه سرک هم نه شي زغملى. ځکه چيرته چې سرک وي نو هلته به د اوبو لګولو، زراعت او برښنا پروژې هم ورسره وي او چې کله دلته د اوبو مصرف زيات شو نو ښکاره ده چې د پاکستان(ورسک) په برق، زراعت او صنعت به ډېر غټ منفي اثرات پريوځي، د صوبه سرحد او پنجاب زراعت، د پيښور، د واه د فوځې کينټ د وسلو فابريکې، د سيالکوټ، فيصل آباد، ګـُْجرات، ګـُجرانوالې او لاهور د رختونو، مختلفو ماشينونو او آلاتو کارخانې به پرچاوېږي او چې دلته په پروژو حملې کيږي، انجينران، کارګران، ډاکټران او ښوونکي وژل کېږي او جنګ دوام کوي نو د پاکستان په کښې دا ګټه ده چي کمافې السابق به ئې برق، زراعت او صنعت ودان او روان وي او محصولات به يې د خپلې خوښې په بيه احسان باندې بېرته په مونږ خرڅوي.

تر څو چې په افغانستان کښې د جنګ خټې جوړې وي، پاکستان به ترې د خپلې کلا او برجونو پخسې وهي.  پدي ډول به د پاکستان د پر مختګ خام مواد او بشري قوت افغانستان ورکوي او چې د افغانستان د کندي خټې د پاکستان د بنګلو په لوړولو لګيږي نو طبېعي ده چي څومره افغان ژورې ښکته ځي، هماغومره به پاکستان هاغه د الفت صيب د ٫٫کندې او بنګلېۤ٫٫ په مصداق پورته ځي.  نو په جګړه کې د پاکستان يو دا ګټه شوه، بله ئې دا چي داسې ړنګ بنګ افغانستان به تل پاکستان ته محتاج او په پاکستان متکي وي، او چه څه د کوره لري او که د پوره ، پاکستان ته به ئې ورکوي.  د دې په خلاف په عادي حالاتو کښې خو د پاکستان دوام هم ډېره ستونزمنه بلکه ناشونې خبره ده.

زه به د ګرانو لوستونکو پام يوې بلې باريکۍ ته راواړوم.  ما د وخته د لس يولس کاله پخوا دا حقيقت درک کړى او د خپل يو نظم په يو بيت کښي مې تصوېر کړې هم دى چې د دې مطلب په پاې کښې به ئى درباندي ولولم. هغه حقيقت که څه هم د استرانومي بحث دې خو دومره ګران ندى او څوک چې لوستل قدرې کولي شي، هغه پري پوهيږي:

ټول سماوي اجرام په دريو برخو ويشل شوي دي:


١- ستوري يا ثوابت:  دا سماوي موجودات له ځانه رڼا لري او د سيارو په نوم نور سماوي اجسام د دوى په مدارونو کې ګرځي او ثوابت يې د منظمې مرکز تشکيلوي


٢- سيارې چې د ثوابتو په مدارونو (شاوخوا) ګرځي رڼا او حرکت ئې دواړه له ثوابتو څخه اخلي


٣- اقمار يا سپوږمۍ چې د سيارو تابع دي، يعنې د سيارو په مدار ګرځي.  چې مونږاو تاسې په سترګو يواځې د ځمکې سپوږمۍ وينو خو زمونږ د شمسي نظام ځينې سياري بيا دوه دوه، نوري ئى څلور څلور،اته اته،…سپوږمۍ لري. په علمي او قراني منطق دا اجرام يو وجود ؤ، چي بيا په منظومو وويشل شو، ستوري منځ ته راغلل، له ستورو، سيارې بېلې شوې او په شاوخوا يې ورته دوران شروع کړ، بيا له هرې سيارې سپوږمۍ ګانې جلا شوې چې ګردې ترې تاوېږي. په دې حساب سپوږمۍ د ستوري دريم تابع (لمسې) دى. چي دا جز(سپوږمۍ) د خپل کوچنيتوب او طفوليت له مخې هيڅکله د خپل کُل (سيارې) د رانغاړلو(په غيږ کښې نيولو) صلاحيت نه لري، نو ستورى به څنګه په غېږ کښې ونيسي چې د سياري والد او د سپوږمۍ نيکه دى.


دا تضاد به تاسې حقيقتاً د پاکستان په سمبول(نښان) کښې وګورۍ. د پاکستان نښان د يوې لويې سپوږمۍ او واړه ستوري څخه تشکيل شوى دى، سپوږمۍ ستورى داسې په غېږ کښې نيولى لکه د څلور نيمو ورځو لمسي چې د شپېتو کالو نيا په غېږ کښې نيولې وي. حال دا چې حقيقت د دې برعکس دى.

هم انګرېزان او هم د هندوستان لېډران هغه وخت پدې حقيقت پوهېدل چې دا آرم (سمبول) يو د حقيقت خلاف، جعلي، د علم او معرفت نه لرې او بې دوامه نښان دې چې بايد د طبيعت په جرياناتو کښې له منځه ولاړ شي.  پاکستان هم د خپل غير واقعي سمبول په شان خپلو شلمو (٢٠ مو) نيکونو ته په هماغه نظر ګوري او په خپله تنګه تروشه غيږ کښې د خپلو اجدادو د رانغښتلو خيال پلوونه وهي.  هغه د ښځو خبره: لور راپاڅي، مور ته ناڅي.

يو شپېته کاله (د پاکستان عمر) بېشکه د انسان د عمر په مقاېسه ډېره موده ده خو د ملکونو او ملتونو د عمر او تاريخ په حساپ دا يوشپېته کاله د انساني عمر په مقاېسه څلور نيمې ورځې هم ندى.  نو څنګه کېداى شي يو د څلور نيمو ورځو ماشوم خپل ٨٢  کلن نيکه په غېږ کښې ونيسې؟

دا به هماغسې يو محال خيال وې لکه د پاکستان نښان.

تبصره نسته

  1. ضیا وروره هیله ده چي دغه ډول لیکنو ته نوره هم ادامه ورکړی، د امکان په صورت کی یو کتاب تر جوړ کړه، او که په انګریزی ژبه یی ترجمه کړی، خو نور بحرنیان به هم، له دغه ناولی منافق څخه خبر شی، تاسی ډیره ښه تحلیلی لیکنه کوئ، هیله ده هفه کسانو سر پری خلاص شی، چي همدغه پاکستان یی همایه کوی.

  2. مختوره دانګرېز نوکره، مجاهده جاهل طالبه !

    د غوايانو د کودتاچيانو انجام مو وليد ستاسو ظالمانو، خدای ناترسود اسلام او پښتنو سره دښمني او انساني ضد نارواوي مو هم وليدلې، ستاسو جاهلانو او منافق ملاعمر ، راتلونکي به څه وي ؟

    وطن خو مو تباه کړ، پښتانه خو مو بدنامه کړه ،د خدای تعالی ذلت ووينی، د وهابيت د شيطنت رذالت مو وشرموه، دبېګناه مسلمانانو، ښځو او ځوانانو د سر د پرېکېدو او وژنو ازار دي خدای درپسې کړي ، و شرمېږی، تباه سی ! تاسو که رښتنی د امريکايانو پر ضد جهاد کولای د امير المنافقين ړوند عمر غوندي خره به نه وای . تاسو د انګرېزانو لښکري او دانګرېز د محمد بن عبدالوهاب منافق لارويان ياست .اسلام او پښتانه مو د وهابي طالبانو په نامه داسي په ټوله نړۍ کي و شرموله لکه شيطان چي و شرمېد . ځانونه مو د ذليل او وحشي انسانانو په څېر و نړۍ والو ته و ښودله . ستاسو انجام خو به ابدي زوال وی خو پښتنو ته مو هم لوی شېطاني شر او بدي پرېښوده دخدای قهر دي در باندي وشي .
    ستاسو شيطاني د وهابي انګريزي اسلام دي خدای لا تر دې نوره هم مختوره او بدنامه کړي .

    پښتانه او مؤمن مسلمانان دي خدای يو موټي ، سر لوړي او همداسي دي ستاسو او پاکستانيانو پر سر د لوی خدای غضب لري .
    ذلیله اوسرټیټی دي وي جاهل طالبان دغه دپردیوسرټیټی غلامان !

  3. نازولى وردګ صيب له هالنډ څخه!
    زما سندريز سلامونه د پسرلي پسرلي ننګرهار نه و منۍ. ستاسو د مينې نه ډېره مننه. د
    ليکنې په غزولو او د هغې په انګريزي اړونه کې را ته څه ستونزه نشته او که شته هم
    هغه به صرف د وخت نه لرل وي. مونږ افغانان خو په دومره ډوډۍ پسي ورک يو چې تر مرګه
    پرې ژوندي پاتې شو. خو ستاسې دا ډاډګيرنه به مې د تورو شپو ډيوه شي او دواړو کارونو
    ته به لستوڼي را بډ وهم. په تکو تورو سترګو. کاشکې زما مسافره افغانه چې ما دلته
    تاسې د نارنج او تاسې زه د مڼې په ګلو ويشتلي، نه ته د وطن د مور د غېږې جدا واى او
    نه زه دلته د جنګ د مېرې د غضب نخښه!
    زما د زړه و منې خدايه مسافر را ولې د لرې وطنونه