کور / تازه خبرونه / دکابل ورځپاڼو ته لنډه کتنه

دکابل ورځپاڼو ته لنډه کتنه

نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۲۷ نیټه.

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا هم د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د کاندیدانو په شمیر کې د زیاتوالي مسله راغستې او د کتونکو په حواله يې لیکلي دي هر څومره چې د رقیبانو شمیر زیات وي د ولس مشر کرزي د بري چانس زیاتیږي.

ورځپاڼې په کابل کې د افغانستان پاکستان او ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په اړه هم یو مطلب خپور کړې چې نن په کابل کې پرانستل شوې او لیکلي دي چې دوې به د سیمې په روانو ستونزو، د ترورزم او نشه يې توکو پر ضد د مبارزې په اړه خبرې وکړي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د پخلاینې لپاره روانو هڅو ته هم کتنه کړې او د جمعه خان همدرد په حواله يې لیکلي دي چې د امریکا او حزب اسلامي ترمنځ خبرې روانې دي او دواړه خواوې پدې لټه کې دي چې څرنګه له افغان دولت سره د خبرو لاره هواره کړي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د ولس مشر کرزي په مشرۍ د افغان او نړیوالو ائیتلافي ځواکونو د ګډې امنیتي غونډې خبر ورکړې.

ورځپاڼې د غونډې د برخوالو دا سپارښتنه هم راغستې چې ویلي دي چې نړیوال ځواکونه دې د افغانانو د ملي او دیني ارزښتونو درناوې وکړي د خلکو له نیولو، د کورونو د تلاشۍ او د خپل سرو عملیلاتو نه لاس واخلي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د غویي د اوومې او اتمې نیټې په پیښو تبصره کړې او لیکلي دي چې له دې پیښو نه باید پند واخستلې شي.

د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو تفصیلي مطلب کې د غويي د اتمې نیټې د جشن د محدودولو لپاره د حکومت په وروستۍ پریکړې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا د زرګونو شهیدانو وینې ته سپکاوې دې.

ورځپاڼې خپله سرمقاله هم همدې مسلې ته ځانګړې کړې او پوښتنه يې کړې چې مجاهدین ولې خپل جشن نه نمانځي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د پاکستان په روانو حالاتو او د طالبانو د خوځښتونو په اړه لیکلي دي چې د دیر په سیمه کې د پاکستاني پوځ او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د اصلاح او انیس دولتي ورځباڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې په کابل کې د افغانستان پاکستان او ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې ترورزم او نشه يې توکي د ټولې سیمې ستونزه ده.

خو اصلاح بیا د غويي اتمه نیټه د پردیو د یرغل په وړاندې د مبارزې ستر بري بللې دې.

د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې د نیویارک ټایمز ورځباڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې پاکستان له طالبانو سره په افغانستان کې د حملو لپاره مرسته کوي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د افغانستان په جنوبي سیمو کې د طالبانو د فعالیتونو پراخیدل د آې ایس آې په مرسته ممکن شویدي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په متحده عربي اماراتو کې د یو افغان د شکنجې د ویډیويي فلم د خپریدو په اړه د بشر د حقوقو د نړیوالو ادارو انتقادونه هم راغستې دي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم په پاکستان کې د طالبانو په فعالیتونو تبصره کړې او د روانو حالاتو په اړه د پاکستان سیاستونه دوه ګونې لوبه بللې ده.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام په نړیوالې ټولنې دا انتقاد کړې چې ددې پر ځاې چې په سیمه کې د ترورزم به وړاندې جدي ګامونه پورته کړي د پاکستان له پوځ سره مالي مرسته کوي.