کور / تازه خبرونه / كابل د سيمه ايزي همكارۍ د غونډي كوربه دئ

كابل د سيمه ايزي همكارۍ د غونډي كوربه دئ

 


د افغانستان، پاكستان او اېران هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران نن په كابل كي سره كښېنستلي او غواړي د سيمه ايزي اقتصادي همكارۍ او سياسي ډيپلوماتيكو اړيكو پر پياوړتيا سره وږغېږي.


د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين وايي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاكټر رنګين سپنتا به په جلا جلا توګه هم د اېران او پاكستان له وزيرانو منوچهر متكي او شامحمود قريشي سره وګوري.


د دې غونډي څخه هدف د ټروريزم خلاف جګړې او نشيي موادو سره د مبارزې په لاره كي د معلوماتو شريكېدل هم په ګوته سوي دي.


د افغان چارواكو په وينا په دې غونډه پسې به بله غونډه د درو سرو هيوادونو د مشرانو ترمنځ په تهران كي ترسره سي.