کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بهرنۍ سرتيري د نارينه همکارانو د تيري له ګواښ سره مخ دي

بهرنۍ سرتيري د نارينه همکارانو د تيري له ګواښ سره مخ دي

منبع : انټرنټي پاڼي
ترتيب :حاجي ابراهيمي


په افغانستان اوعراق کی دامريکې په پوځ کې په دنده بوختې دی دماينونو اوجګړې له خطر نه زيات خپلو نارينه همکارانو دتيری له خطر سره مخامخ دی
 
همدانن می کله چې اخبارونه کتل نو یوې  موضوع ته می پام شو چی ددغو دبشری اودښځو حقونو دمدعیانو هغه څه ښکاره کوی چی تری نه دوتو یواځېنی لاریی یواځې اسلام اوددغه مبارک دین  دقوانینو پلي کول دی.
 په کابل کې یوه خپریدونکې ورځپاڼه درویتر اژانس په حواله لیکی :
 
(دمتحده ایالتونو په پوځ کې پرښځو جنسي تیری سرته رسېږي هغې ښځې په تیره بیا چي په افغانستان اوعراق کي دامریکې په پوځ کې په دنده بوختې دي دماینونو اوجګړې له خطر نه زیات خپلو نارينه همکارانو دتیری له خطر سره مخامخ دي .(( یوازې سرتیری ….)) دهغه کتاب نوم دی چی په دی وروستیو کی په امریکا کې خپورشوی اودهلن بندیکت له خوا لیکل شوی دغه کتاب دڅلویښتو هغو ښځو داستان بیانوي چي په وروستیو جګړو کي یې په افغانستان اوعراق کي ګډون کړی چې داڅلویښت ښځې دهغو یوشمېرډېرو ښځو بېلګې دي چې دخپلو نارینه وو همکارانو له خوا تیری پر شوی .( یاده دي وي هغه جنسي اړیکي چی ددواړو خواوو په خوښه وي یا هم هغه ښځې چي تیری پر کېږي اوبیا تیری کوونکی بخښي په دې کتار کي نه راځي او هغه عادي خبره ده دهغوی لپاره )
مطلب زیاتوي چي امریکایی ښځينه  پوځیانو ته دخپلو مشرانو له خوا امر شوی چی تشناب ته دي یواځې نه ځي اوکه ځي نو وسله به ورسره وي . خو بیاهم پردوی تیری شوی چي ډېرو ښځو ددغو تیریو په هکله دپوځي ډار له کبله چا ته څه نه دي  ویلي . په خپاره شوي کتاب کي ویل شوي چي دامریکایي عسکرو لس سلنه ښځې دي او ډېر شمېر ښځې هم جګړه کې وژل کېږي اوپه ډېرو شمېرو یې جنسی تیر ی کیږي چي بیا وروسته په اروایي ناروغیو اخته کېږي .


کتاب لیکي چي مارتي ریبرو هغه ښځه ده چي په پوځ کی یې فعالیت کاوه او دخپل نارینه ملګري له خوا تیری پری وشو څو ځایه یی شکایت وکړ خو چا یی غږ وانورید چی بیا وروسته یی هغې دنده خوشي کړه .
دهغو شمېرو له مخي چی پنتاګون خپری کړی دي هرکال ۸ په سلوکي داډول تیری دامریکې په پوځ کې زیاتیږی.)
چې یو شمېر ښځې بیا له دې وجې ځان وژنه کوي او یو ځيني یې په رواني ناروغیو اخته کېږی اویوشمیر نورې یې هم دنده پریږدي.


دامو ضوع مو ځکه بېلګه وګرځوله چې دوی خپله خپره کړې اوپه خپله په صراحت سره اعتراف پرې کوي که نه پرښځو دتیریو بې شمېره او ډېري بېلګی شته چي دغیر اسلامی فرهنګ پلویان یې سرته رسوي.

دغه په ظاهره دښځواوبشری حقونو مدعیان او په اصطلاح دنوی تمدن ادعا کوونکي تل دښځو دحقونو خبري کوي او وایي چيګواکي په  اسلامي ټولنو کي دغه حقونه نه مراعاتېږي . 



دهغوی په زړونو خو مهر لګول شوی خو هغه کسان چی ددوی پر دی تشو ادعاوو غولیدلی باید پوه شی چی دبشریت ددنیا اواخرت دهوساینی لپاره دالله له قانون نه پرته بل قانون نه موندل کیږی، اوفکر وکړی که څوک خپلو ښځو ته همداسی حقونه ورکړی  لکه غرب یی چی ورکوی اوخپلی ښځې، لورګانې ، خویندی او میندی  دهغوی غوندی بربنډوی او دهر نامحرم په واک کی یی ورکوی څه به پرې راشی.
العیاذبالله . اوریښیتاهم چی اسلام اوقرانی قانون دکایناتو دخالق له لوری جوړشوی اوهرڅه پکی دانسان دخیر لپاره سنجول شوی چی هیڅ بشری قانون ورسره پرتله کیدلای نه شی، سره له دی چې  په ظاهره به دغه دبشردلاس یو شمېر قوانین غولونکی اوښه ښکاره شی په تیره بیا ښځوته چی دبشریت نیم اړخ جوړوی خو اصلی خبر داده چې دبشر دټولو قشرونو لپاره  له اسلام نه پرته بل قانون ښه نه شی ثابتیدلای. اوکه څوک یی د ثابتولو ادعا لری  نو همدا دیوویشتمی پیړی دتمدن دادعا کوونکوکړنو  ته دی نظر وکړی ډاډه یم چی قناعت به وکړی. انشأ الله