کور / شعر / غزل

غزل

دازړه مي ډیرله درده ماته فریادونه کوي
 ژاړمه ځکه چي می یارپه ما ظلمونه کو ي
ماته یي داسي دغمونو ډالي پریښودله
څه ستمګر دي څه ناترسه ګوزارونه کوي
پرهر پرهر زړګي دمیني نورقدرت نه لري
 داساده زړه مي دی په ځان چي ستمونه کوي
زما یي ټول ژوندون تباه کړودغوتوروسترګو
اوس په انځور کښي راسره ده ډیرنازونه کوي
مرګیه چرته ورک یی راشه لیوني یی کړم
زهدغم اودرد ناري بس ماته داسازونه کوي
چي دبلا په څیر په خپله ګرځیدلي راته
 قسمته تانه می هم زړه شکایاتونه کوي
ستړي ژوندون لرم داسي یوصحراکښی سریم
مړ شوم مړ شوم مطفي دا آوازونه کوي