کور / تازه خبرونه / هملند : د ملي امنيت کسانو ٦ کسيزه تروريستي ډله ونيول

هملند : د ملي امنيت کسانو ٦ کسيزه تروريستي ډله ونيول

دهلمند دملي امنيت كاركوونكو يوه شپږكسيزه ډله چي ددوي په خبره ترورستي ډله ده دچهارشنبه په ورځ نيولې ده .دملي امينت دغه سرچينه چي له نامه اخستلو ډډه كوي رسنيو ته وويله ياده سوې شپږكسيزه ډله په لښكرګاه كي دبمونو پټولو ،ددولتي مامورينودوژلو او تښتولو دنده درلوده.

سرچينې زياته كړه چي شپږكسيزې ډلې خپله اعتراف كړى دى چي دوه كاله وړاندي يي دملي امنيت يو تن كاركوونكي ډاكتر اكبر هم دوي وژلي او دتيرلمريز كال په وروستيو كي دلښكرګاه ښار په بيست هشت فاميلي سيمه كي دملي امنيت ديوه كاركوونكي په دوكان كي دچاوديدونكو توكو دچاودولو پرمهال يي شپږ عام وكړي ټپيان كړه او دننګ په نوم ددې كاركوونكي دوه تنكي زامن يي ووژله ديادوسوو شپږو تنو نه يي دوه تنه چي الله داد او نور محمد نوميده درسنيو په وړاندي اقرار وكړ چي دوي دولتي مامورين دي چي الله داد دهلمند په عمومي رياست كي پيپ كار او الله داد يي دعمومي دارلحفاظ معلم دى،دوي وايي يوې ډلي ورته فريب وركړى او ددې كار له پاره يي هڅولي دي .

هيره د ي نه وي چي ديادې سوي شپږ كسيزي ډلي سره يي يوځاي ځني موهيمات و چاوديدونكي توكي هم نيولي دي چي ۱۱سوه فيره دكلاشنكوف مرمۍ،يو ماين دوه كلاشنكوفه ، او څلوبم غورځوونكي هم شامل دي بايد وويل سي چي په دي وروستيو كي دهلمند دملي امينيت نيوني او فعاليتونه زيات سوي دي چي دري ورځي وړاندي هم دهمدې رياست دكاركوونكو له لوري په ګرمسير ولسوالي كي شپږ تنه وسلوال پاكستاني طالبان نيول سوي وه او هغوي په داسي حال كي چي په اوردو ژبه يي خبري كولې رسنيو ته ومنله چي هلمند ته دجهاد په خاطر راغلي و او دبيرته ستنيدو پرمهال ونيول سوه .