کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته كتنه

ورځپاڼو ته كتنه


ترتیب:    حمید مهمند.
نیټه:     د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۳۰ نیټه.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د هرالډ ټربیون ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې د امریکا پوځ د طالبانو د مالي منابعو د له منځه وړلو په هڅه کې دې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې په راروان اوړي کې به امریکا هلمند کندهار او زابل ته شل زره نور سرتیري واستوي.
ورځپاڼې په افغانستان کې په واکمن نظام هم تبصره کړې او لیکلي دي چې په هیواد کې د امن او ثبات د ټینګولو یوازنۍ لار د یو غښتلي دولت رامنځ ته کول دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د خصوصي امنیتي کمپنیو په فعالیت تبصره کړې او د هغې مثبتې او منفي اغیزې يې څیړلي دي.
د انیس دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې له ولس مشر کرزي سره د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر د لیدنې خبر ورکړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې برلین به ډیر ژر د ولس مشر کرزي کوربه وي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د دولت او عامه تاسیساتو د خوندي کولو لپاره د ولس مشر کرزي په وروستي حکم تبصره کړې او لیکلي دي چې ټولو زیان منوونکو نقطو ته باید پام وشي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ټولنې په اقتصاد کې د افغانۍ پیسو په رول تبصره کړې او لیکلي دي که هر څومره په بازارونو کې د افغانیو کارول زیات شي هومره ګټور تمامیږي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو او د کاندیدانو په هڅو بحث کړې او لیکلي دي چې ولس مشر کرزې له دولتي امکاناتو نه د ځان په ګټه کار اخلي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې خبر ورکړې دې چې له نن نه په کابل ښار کې سوالګر ټولیږي. او ددې کار لپاره پولیسو ته روزنه هم ورکړاې شوې ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د پاکستان په روانو پیښو تبصره کړې او لیکلي دي چې پاکستان غواړي له امریکا نه جزیه واخلي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ کې د نښتې خبر ورکړې او لیکلي دي چې د نړیوالو ځواکونو کاروان همدا اوس په محاصره کې دې.
ورځپاڼې راتلونکو انتخاباتو ته د کاندیدیدو د هڅو په اړه په یو مطلب کې دا هم لیکلي دي چې تراوسه پورې هیڅ یو کاندید خپل اسناد ندي سپارلي.
دې ورځپاڼې هم د سوالګرو د ټولو په مسلې تبصره کړې او په عینې حال کې پوښتنه کړې چې ایا د سوالګرو د شمیر زیاتیدل یوه رښتینې او جدي ستونزه ده.
ورځباڼې په یو بل ځاې کې د پاکستان د پوځ ورټیاوې څیړلي او پوښتلي دي چې ایا د پاکستان پوځ په رښتیا هم کمزورې دې.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خباره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر پیل سره سره د کاندیدانو نه مراجعې ته په اشارې لیکلي دي چې د جمهوري ریاست کاندیدانو ولې ځانونه غلي نیولي دي.
خو اصلاح بیا پخپل لومړي مخ کې له ولس مشر کرزي سره د لوګر او کنړ ولایتونو د مخورو د لیدنې خبر ورکړې او لیکلي دي چې دغو مخورو له مخالفینو سره د سولې او ملي پخلاینې د بهیر په ګړندي کولو ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د لوږې او بې کارۍ ستونزه د راهنجات د ورځپاڼې یو مطلب دې چې پکې لیکل شوي چې خلک له لوږې او بې کارۍ سره لاس او ګریوان دي او دولت هم د هغې د له منځه وړلو لپاره لویواله ندې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د افغان کارګرانو په ستونزو تبصره کړې او د میې د میاشتې د لومړۍ نیټې په پلمه چې د کارګرانو نړیواله ورځ ده لیکلي دي چې افغان کارګران له جدي ستونزو سره مخامخ دي چې باید پاملرنه ورته وشي.
دې ورځپاڼې هم د راتلونکو انتخاباتو په اړه یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې د امنیتي ستونزو په پام کې نیولو سره او دا چې د راې ورکولو لپاره یو مناسب ځاې نشته نو دا انتخابات باید په کوم ځاې کې وشي.
په ورځپاڼه کې د پاکستان په پیښو او په افغانستان باندې د هغې د اغیزو په اړه هم یو مطلب خپور شوې دې.