کور / تازه خبرونه / ملي امنيت: په كندهار كي تروريستان نيول سوي دي

ملي امنيت: په كندهار كي تروريستان نيول سوي دي


په كابل كي د ملي امنيت رياست وايي په كندهار كي يې درې تروريستان نيولي دي.
د ملي امنيت رياست وايي دغه كسان د طالبانو له خوا د بولدك د دوو امنيتي چارواكو د وژلو له پلان سره رالېږل سوي وو، چي دوى مخكي له مخكي ونيول.
د آزادۍ راډيو خبر وركړ چي نيول سوي كسان د ملي پوځ په ليكو كي څو ورځي دمخه درېدلي وو او د پوځيانو له يونيفورم څخه په استفادې يې غوښتل خپل پلان پر مخ بوزي، چي د برياليتوب په صورت كي طالبانو هر يوه ته د سلو زرو كلدارو د انعام ژمنه ورسره كړې وه.
طالبانو لا تر اوسه د ملي امنيت د دې څرګندونو په باب غبرګون نه دئ ښودلئ.