کور / تازه خبرونه / كندز: يو جرمنى عسكر مړ او نهه ټپيان سول

كندز: يو جرمنى عسكر مړ او نهه ټپيان سول


د المان د دفاع وزارت وايي په افغانستان كي يې يو عسكر وژل سوى او نهه نور ټپيان سوي دي.
د دفاع وزير فرانز جوزيف جنګ وايي پوځيانو ته يې دغه مرګ ژوبله پرون د كندز په ولايت كي د طالبانو په دوو جلا جلا حملو كي اوښتې ده.
د المان د فاع وزارت وايي په يوه ځانمرګي بريد كي يې يو عسكر مړ او څلور ټپيان سول او پنځه نور يې د طالبانو سره په مخامخ جنګ كي ټپيان سوي دي.
د المان عسكر په داسي حال كي وژل كېږي چي د دې هيواد د بهرنيو چارو وزير فرانك والټر سټينماير پرون په كابل كي د افغانستان له ولسمشر سره وليدل.