کور / تازه خبرونه / له ۴۵ كانديدانو يوه هم نوم ليكنه نه ده كړې

له ۴۵ كانديدانو يوه هم نوم ليكنه نه ده كړې


د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسون وايي په تېرو شپږو ورځو كي د ولسمشرۍ انتخاباتو د نوم ليكني دپاره يوه كانديد هم مراجعه نه ده وركړې.
د انتخاباتو كميسون د ولايتي شوراګانو او جمهوري رياست دپاره د نوم ليكني پړاو د ثور له پنځمي څخه پيل كړى چي په وينا يې تر د ثور تر ۱۸ – مي نېټې به دوام وكړي.
د كميسون وياند وايي په راتلونكو نهو ورځو كي كه چا خپل نوم وليكئ خو ښه دئ، كنې دغه نېټه به تر ټاكل سوي مودې ونه ځنډول سي.
د انتخاباتو كميسون دمخه اعلان كړى و چي ښايي د جمهوري رياست د كانديدانو شمېر ۴۵ تنو ته ورسېږي، خو اوس چي د نوم ليكني پروسه پيل سوې، داسي ښكاري چي ځيني كانديدان به تر نوم ليكني دمخه لا د يوه او بل سره د معاملو پر بنسټ له كانديديو تېر سي.