کور / تازه خبرونه / بولدك: ترافيكي پېښي نهه كسان ووژل

بولدك: ترافيكي پېښي نهه كسان ووژل


د بولدك او كندهار پر لويه لاره د لارۍ او مني بس موټر د ټكر له امله نهه تنو خپل ژوند له لاسه وركړى دئ.
چارواكي وايي په مړو كي يوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي.
د سپين بولدك پوليس وايي دغه موټر له كوټي څخه كندهار ته راتلى چي د يوه لارۍ موټر سره يې ټكر وكړ او نهه كسان ځاى پر ځاى پكښي مړه سول.
د خبرونو له مخي په مړو كي څلور تنه پاكستاني اتباع هم شامل دي، چي مړي يې د بولدك څخه چمن ته انتقال سوي دي.