کور / تازه خبرونه / غزني:ځانمرګی بريدکوونکی او پنځه تنه ملګري يې ونيول سول

غزني:ځانمرګی بريدکوونکی او پنځه تنه ملګري يې ونيول سول

دغزني ولايت د ګيلان په ولسوالي کې يو پا کستاني ځانمرګې بريد کوونکې اودهغه پنځه افغان ملګرې ونيول شول .
دغه ځانمرګي پاکستاني بريدکوونکی چی د غويې دمياشتي په اومه نيټه دغزني دګيلان په ولسوالي کې نيول شوي و نن دغزني د امنيتي ځواکونو لخواخبريالانو ته سره دهغو لاسوندونو وښودل شو چې ځانمرګي بريد کوونکې يې پاکستاني ښودلي نيول شوي کس خبريالانو ته وويل چی د پاکستان دسيند صوبې اوسيدونکي دی او غزني ته د ځانمرګي بريد دترسره کو لوپه موخه راغلی و.



 له يادشوي کس سره دهمکارۍ په توردګيلان ولسوالي پنځه تنه اوسيدونکي هم نيول شوي چې دم ګړۍ دپوليسو تر پوښتنو او ګرويږنو لاندي دي داپه داسي حال کې ده چی دوه ورځي وړاندې دغزني د اندوړ ولسوالي د ابراهيمزيو په سيمه کې څلورتنه بهرني اوِافغاني ځانمرګي بريدکوونکي پرځانونو پورې دتړلو چاوديدونکو توکو ښکار شول او له مينځه لاړل .