کور / راپور / د سرې مياشتې ريئس محمداقبال سعيد سره مرکه

د سرې مياشتې ريئس محمداقبال سعيد سره مرکه

 د نړۍ اونيزې څخه په مننه


يادونه: د نړۍ ګرانو لوستونکو! د نړۍ په تېره ګڼه کې خو د اقتصاد له رئيس  سيدقياس سيدي  سره مرکه د يو شمېر ستونزو له امله پاتې شوه او نوموړي ژمنه وکړه چې په بل مناسب وخت کې به ستاسو رالېږلو پوښتنو ته ځواب ووايي. په دې ګڼه کې مو د ننګرهار د سرې مياشتې له مسئول   محترم اقبال سعيد   سره مرکه کړې. ستاسو رالېږلې پوښتنې او نيوکې مو ور سره شريکې کړي او د هغه ځوابونه مو ترلاسه کړي . د راتلونګې ګڼې لپاره غواړو د ننګرهار د ارزاقو د رئيس محترم رزاق پاچا دېرې ته ورچکر شو.  که تاسو له هغه محترم  څخه کومه پوښتنه، ياپرې نيوکه لرئ، نو د نړۍ ادارې ته يې د ليک، ټليفون او يا برېښليک په واسطه راواستوئ. نړۍ به د خپلو خلکو او چارواکو تر مينځ د يوه ارتباطي پل په توګه، ستاسو پوښتنې او نيوکې د مرکې په بڼه له هغه سره شريکې کړي او د هغه ځوابونه به په راتلونکې ګڼه کې خپاره کړي.  مننه .  
 



نړۍ : لومړى که ځان د نړۍ او نيزې لوستونکو ته ور وپېژنئ .


اقبال سعيد : بسم الله الرحمان الرحيم، زما نوم محمد اقبال تخلص مې سعيد، د ننګرهار د سره رود د ککړک کلي اوسېدونکى، پر ١٣٨٠کال د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي نه فارغ شوى يم او دوه کاله کېږي چې د ننګرهار د سرې مياشتې د رئيس په توګه دنده لرم.

نړۍ: رئيس صيب! ستاسو اداره څه دنده لري؟ په کومو برخو کې کار کوئ؟ ځان دولتي ګڼئ؟ نېمه دولتي؟ او که خپلواکه؟

اقبال سعيد : مونږ په څو برخو کې کار کوو چې لومړى يې د حوادثو بخش دى چې د هرې طبيعي او غيري طبيعي حادثې زيانمنو سره مرسته کوو، د همدې حوادثو پروګرام کې غذا د کار په مقابل کې وړې پروژې لرو دا هم حوادثو پورې اړه لري ځکه چېرته چې زلزله کېږي، سېلاب راځي نو طبعاً ويالو، بندونو او کارېزونو ته ضرر رسوي او د دې لپاره چې دا هم د حوادثو له ځواب ويلو سره تړاولري نو مونږه د غذا د کار په مقابل کې دا پروژې لرو. په صحي برخه کې هم کار کوو،کلينيکونه لرو، تقريباً پينځه کلينيکونه لرو،يو په بمبه کوټ کې دى، بل داخل د ښار کې لرو، يو په حصارک کې دى او دوه کلينيکونه مو سياردي چې صحت عامې سره په تفاهم د شلو ورځو لپاره بې کلينکو سيمو ته يې لېږو، خلکو سره مرسته کوو، همدا شان د يو شمېر ساري امراضو کولرا د مخنيوي برخه کې هم کار کوو.

نړۍ: ريس صيب! د روغتيا په اړه به وروسته وغږيږو، اوس که دا راته ووايې چې نور په کومو برخو کې کارونه کوئ؟

اقبال سعيد : نور نو د صحت، حوادثو، لومړنيو طبي مرستو، نشراتو، ميندو خبرتياپروګرام، ايډز کنټرول پروګرام، ځوانانو او مرستون برخو کې کارکوو.

نړۍ: ريس صيب! تاسو مخکې وويل چې پينځه کلينيکونه لرئ،که د ننګرهار ولسواليو ته وګورو نو دا به ټولو ته بسنه وکړي؟

اقبال سعيد : په ننګرهار کې خو ډېر کلينيکونه دي

نړۍ: د خپلو په اړه که را ته ووايئ.

اقبال سعيد : مونږ پينځه کلينيکونه لرو، مونږ همکاره اداره يو، دا د صحت عامې کار دى، مونږ مسوليت نه لرو.

نړۍ: ريس صيب! تاسو ځان د يوې خپلواکې،دولتي اوکه نېمه دولتي ادارې مشر ګڼئ؟

اقبال سعيد : سره مياشت چې ده د خپلو اصولو له مخې چې اووه دي کار کوي، دا اصول ICRCهم لري، دولت چې دى خپله فرمان د ريس دولت دى چې زه حامي د سرې مياشتې يم، دولت حمايت کوي، طبعاً سيستم چې دى دولتي دى، نور کارونو کې کاملاً زمونږ ازادۍ ته قايله ده، ځکه دا ملي ټولنه ده او بشر ته کار کوي.

نړۍ : تاسو وويل هغو اصولو ته ژمن يو چې نړيواله سره مياشت يې لري، د دې اصولو له ډلې يوه هم په جګړه ښکېلو ټولو خواووته  د لومړنيو مرستو رسول دي خو ويل کېږي چې افغاني سره مياشت دولت پلوې ده او دولت ضدو سره په دې برخه کې مرستې نه کوي دا څومره منئ؟

اقبال سعيد : په دې اړه که لږه ژوره پلټنه وکړئ نو سم ځواب به يې پيدا کړئ، مونږ د بشر خدمت کوو، مخالف او طرفدار نه منو، تاسو ساحه کې پوښتنه کولاى شئ ، مونږه هره مياشت خپلو رضا کارانو نه ليدنه کوو، هرو درېيو مياشتو کې پانسماني مواد ورکوو چې ښه بېلګه يې پروسږ کال په توره بوړه کې عمليات دي چې زمونږ رضا کارانو څومره کومک ورسره کړى، همدارنګه کماله کې پر واده بمبار شوى و چې مونږ يې زيانمنو سره مرسته وکړه،اصل کې مونږ د چا تر منځ فرق نه کوو، بله ښه بېلګه يې دا ده مونږ د مخالف او طرفدار په نوم څوک نه پېژنو.

نړۍ: خو پر افغاني سرې مياشتې دا تور لګول کېږي چې په ننګرهار کې خو جګړه نشته نورو سيمو لکه کندهار،هلمند او نورو جګړه لرونکو سيمو کې دا فرق پالي.

اقبال سعيد : د اصولو له مخې که ته د کندهار او هلمند ارتباط چون مونږ اداره کې کار کوو ښه خبريږو، په کندهار کې تبادله د مړو مونږه کوو، دولت هم د يو احترام له مخې زمونږ احترام کوي، مخالفين يې هم لري، مونږ کولاى شو په ازادانه توګه هر چېرته لاړ شو، ورسره مرسته وکړو، ښه بېلګه يې داده چې يو څوک ځان ديو ريس په صفت مني نو دا جرئت به ونکړي چې يو قلم سره دلته ښار ته راشي.

نړۍ: تاسو دا مرستې خلکو سره په اضطراري حالت کې کوئ،که په عادي حالت کې يې هم کوئ؟

اقبال سعيد : ما مخکې هم وويل زمونږ مسوليت اضطراري حالت کې وي،خو کېداى شي کله يو تجار راشي مرسته يې راوړې وي او مونږ نه يې وېش کې مرسته وغواړي،نو مونږ خپل مسوليت کې د حوادثو پر وړاندې د مبارزې مسوليت لرو او عادي مرستې د فقر د له منځه وړلو په موخه که مسوليت شي نو ګرانه ده ځکه فقر په افغانستان کې زښت ډېر زيات دى او عادي مرستو کول زموږ دنده نه ده.

نړۍ : ريس صيب! تاسو خلکوسره د مرستې دنده لرئ، تاسې وايئ موږ له حوادث ځپلو خلکو سره مرسته کوو خو که ووينو د ننګرهار په ګډون يو شمېر ولايتونه تر طبيعي حوادثو ډېر د بهرنيو ځواکونو تر بې رحمانه بمباريو او بريدونو لاندې نيول کېږي د اداري اصولو له مخې تاسې د دې پېښو ځپلو کورنيو سره د مرستې وړانديز خپلې مرکزي ادارې ته کولاى او مرستې ترې ترلاسه کولاى شئ؟

اقبال سعيد : زه به يې مثالونه درکړم زه چې ننګرهار ته راغلى يم څو داسې پېښې رامنځته شوي چې مونږه ښه په جرئت يې ځواب ويلى ، يوه دا وه چې دولس کسه خېوې ولسوالۍ کې لېوني سپي خوړلي و د هغې يو واکسين په پينځه زره روپۍ کېده، مونږ يو ټلېفون مرکز ته کړى چې هغو يې هرکلى ويلى مرسته يې ورسره کړې،د هغې تصويرونه او بېلګې هم لرو، همداسې د کمالې پېښه او دغه راز خېوه کې ږلۍ شوې وه چې موږ يې زيانمنو سره مالي مرسته کړې.

نړۍ : يانې دا مسئوليت تاسې لرئ؟

اقبال سعيد : مونږه صرف تليفون کوو، حادثې ته ګورو، اوس سيستم ډېر منظم دى د تلېفون له لارې يې خبروو که يو ساعت کې هم لارښوونه راته وشي اجرآت کوو.

نړۍ:که د غذا د کار بدل کې پروګرام په برخه کې د تېر کلنو فعاليتونو په اړه مو لږ وغږيږئ، څه مو وکړل؟ څومره ښه ول او…؟

اقبال سعيد : په تېر کال کې مونږه ديارلس وړې پروژې په مختلفو ولسواليو کې ديارلس پروژې د ددغو ولسواليو ستونزو او حالاتو ته په پام سره عملي کړي.

نړۍ: که داسې روښانه يې کړئ داپروژې مو د چا په مرسته ترسره کړي، څومره خلکو ته يې ګټه ورسېده؟

اقبال سعيد : دا پروژې مو د ICRC په مرسته عملي کړي چې مخکې له مخکې يې د پلان له مخې په واک کې راکړي.

نړۍ: څومره خلکو ته يې ګټه رسېدلې؟

اقبال سعيد : په هره پروژه کې د سيمې شلو، شلو تنو ته د يوې مياشتې لپاره د کار زمينه مساعده شوې.

نړۍ: د لومړنيو طبي مرستو برخې ته راځو، په دې برخه کې مو تېر کال څه برياوې لرلي؟ څومره ترې خوښ ياست؟

اقبال سعيد : زمونږ رضا کاران زمونږ د ملا تير حيثيت لري،چې مونږ يې له چارو هره مياشت ليدنه کوو، په هرو درېيو مياشتو کې لومړني طبي توکي ورکوو او خلک يې هم له چارو خوښ دي په هره برخه کې يې کار ښه دى، د زلزلو،سېلاوونو او نورو ټولو کې،همدا نن هم چې مونږ د شېرزادو زلزله ځپلې سيمې ته لاړ وو له پرسونله مو پکې رضا کاران ډېر و

نړۍ: تاسو څومره پرسونل لرئ؟

اقبال سعيد : په ننګرهار کې درې پنځوس تنه پرسونل لرو

نړۍ: داسې ويل کېږي چې پرسونل مو تر پخوا د دې پر ځاى چې ډېر شي کم شوى دا څنګه خبره ده؟

اقبال سعيد : داسې ده چې د سرې مياشتې امکانات کم دي يانې سره مياشت بايد خپل امکانات خپله پيداکړي نو دا تشکيل مو امکاناتو ته په پام سره ټاکلى، تر ما مخکې تشکيل زيات و يو سلو څو تنه و

نړۍ: يانې د پرمختګ پر ځاى مو شاتګ کړى؟

اقبال سعيد : هو،شاتګ ځکه وشو چې دولتي امکانات نه و.

نړۍ: يانې دولت درسره هېڅ مرسته نه کوي؟

اقبال سعيد : هو! د تخصيص او د معاشاتو هېڅ مرسته نه کوي

نړۍ : که ووايو تېر کال مو چارې ناکامې وې، منئ يې؟

اقبال سعيد : نه،داسې نه بلکې څلوېښت فيصده مخکې هم لاړ يو،

نړۍ : دا په کومو برخو کې؟

اقبال سعيد : دا په ټولو برخو کې شوي

نړۍ: دا مو له هغې خبرې سره ټکر کې نه ده چې وايئ تېر کال مو د امکاناتو د کمښت له امله تشکيل کم شوى؟

اقبال سعيد : نه،دا خو شرايط و، زمونږ خو يو ښه کار دا دى چې پرسونل نه ډېر کار اخلو،او چې پرسونل نه سړى کار واخلي کېداى شي يو کس ورځ کې د لسو کار وکړي،دا اوس چې مونږه لاړو سهار او ماسخوتن دلته راځو..

نړۍ: تاسو څومره رضاکاران ځان سره راجستر لرئ؟

اقبال سعيد : د دولس سوو شاوخوا کې د لومړنيزو مرستو رضا کاران لرو، د شپږ سوو يا شپږ نيم سوو شاوخوا کې د حوادثو رضا کاران لرو او د دوه زرو شاوخوا کې د ځوانانو رضا کاران لرو

نړۍ: رئيس صيب که پر دې وغږيږې چې تاسو ويل دولت درسره مرسته نه کوي نو څوک مو مرسته کوي؟

اقبال سعيد : کېداى شي مخکې مې هم ويلي وي چې دوه فيصده مرسته تجاران کوي، همدارنګه د پاسپورت اخيستونکو او لاترۍ ټکټ له لارې هم مرسته ترلاسه کوو ،همداشان ICRC،د نورو هېوادونو سرې مياشتې او يو شمېر نورې ادارې مو مرستې کوي.

نړۍ: ستاسو د مرستو د وېش په اړه له ننګرهار لېسې څخه محمد آغا ليک رالېږلى او ويلي يې دي چې تېرکال يې ننګرهار لېسه کې د شخصي اړيکو له  مخې د سرې مياشتې ډېرې کتابچې ترلاسه کړي يانې دى وايي تاسو دا مرستې په ناقانونه توګه وېشئ.د دې علت څه دى؟

اقبال سعيد : د دې علت به دا زه ووايم زمونږ د ځوانو رضا کارانو ډېره برخه په مکاتبو کې دي او دا کتابچې مونږ ورته په مکتبونو کې د سرې مياشتې په اړه د تبليغاتو په موخه ورکوو،د دوى د خوشالولو لپاره يې ورکوو،مونږ ته کله،کله د جاپان سرې مياشتې نه کتابچې راځي، البته تعداد يې ډېر نه وي ، مونږ يې مکاتبو ته د خپلو رضا کارانو د خوشالولو لپاره لېږو، دا وېش داسې نه وي چې په يوه لېسه کې يې ټولو شاګردانو ته ورکړو ځکه اوس يوازې ننګرهار لېسه کې اته زره شاګردان دي او ټولو ته مرستې نه شي رسېداى.

نړۍ: خو هغه ورور وايي د شخصي اړيکو له مخې يې دا کتابچې تر لاسه کړي.

اقبال سعيد : زمونږ خو يو داسې مرستې دي چې يو کتابچه دوه کتابچې چا ته ورکوو. سهي ده

نړۍ: يانې په ناسم ډول د يوې کتابچې وېش ښه کار دى؟

اقبال سعيد : په ناسم ډول خو ځکه نه وېشل کېږي چې ناسم هغه وي چې کبابي ته کتابچې ورکړي او هغه پکې کباب خرڅ کړي.

نړۍ: يانې شخصي اړيکې پالل شوي؟

اقبال سعيد : نه شخصي اړيکې داسې دي،چې کتابچه ښه کار دى، زده کړو کې کارېږي، سګرټ يا نصوار غوندې بد نه دى،دې کې که شخصي اړيکې هم وپالل شي بده نه ده،

نړۍ : يانې شخصي اړيکې پالل شوي؟

اقبال سعيد : ياره زه فکر کومه چې کېداى شي که  تاسو ښه پلټنه وکړئ کېداى شي دغه چا چې در ته ويلي وي ، مونږه عموماً په مردانه مکاتبو کې  د رضا کارانو لپاره يو استاد مشر ټاکلى د نظم لپاره، فرضا مه فکر وکړئ تاسې په يو لېسه کې استاداوسئ او زه دې د سرې مياشتې نماينده ټاکمه زه خو داسې نه شم کولاى چې هلته ځم په هر صنف کې کتابچې ووېشم، ده چې نيوکه کړې کېداى شي استاد لخوا ورکړل شوې وې،که پلټنه وشي دا به هم رضا کار وي.

نړۍ : ريس صيب!که ستاسو روزنيزو هڅو ته راشو! تاسو په جلال اباد ښارکې د زده کوونکو د روزنې مرکزلرئ، د دروېش په نوم له دويمې ناحيې يو لوستونکي خپل ليک کې ليکلي چې که دا وړيا کورس مو کومې ولسوالۍ ته لېږدولاى واى ښه به نه و؟

اقبال سعيد : هرڅوک خپلې وسې ته ګوري،زمونږ زړه غواړي دا کار وکړو، وايي تشه لاسه ته مې دښمن يې، يانې زړه مو غواړي دا سې وکړو خو نه دى شوى ، اوس هم چې دلته کوم هيات راځي اول يې همدې ځاى ته بيايو او دا مساله وريادو، نو امېد شته چې په اينده کې دا زمينه مونږ برابر او دا لړۍ ولسواليو ته ولېږدوو.

نړۍ :که تبليغاتي برخې ته مو راشو، څومره تبليغات مو ولس کې کړي، او د خپلو مرستندويو ولسي خلکو شمېره مو څومره لوړه کړى؟

اقبال سعيد : د تبليغاتو برخه کې چې مونږ ورته د نشراتو برخه وايو ، مدير صيب نه يې دوه استفادې کوو، يو پرې د بنديانو ليکونه لېږو، بل د نشراتو، کله د بنديانو خطونه دومره ډېر شي چې نور کار ترې پاتې وي، خو د خط وړل خپله نشرات دي

نړۍ: بښنه غواړم ريس صيب! دا خپله ستاسو د ادارې يوه لويه نېمګړتيانه ده چې په يو کس څو کاره کوئ؟ د دوه سوو بنديانو خطونه د يو چا په لاس لېږل څنګه کېداى شي؟ يو څوک به کومې سختې ستونزې سره مخ او د خپلې کورنۍ يا بل چا بېړنۍ مرستې ته به اړوي او ليک يې نا وخته ورسيږي په دې اړه څه وايي؟

اقبال سعيد : دا خطونه په يو وار نه لېږل کېږي

نړۍ: که ولېږل شي؟

اقبال سعيد : دا نا ممکنه ده

نړۍ : که سل خطه وي؟

اقبال سعيد : نه سل هم نه وي، زمونږ خبره دسيستم ده، اداره کې سيستم مهم دى که سيستم دى جوړ کړ اداره خپله جوړه ده ،مونږ مرکز ته خپل مشکل رسولى،هغوى هم دا دليل راوړي چې امکانات پيدا کړو بيا به ګورو.

نړۍ : دا ستونزه يوازې ستاسو ده که نور ولايتونه هم داسې دي؟

اقبال سعيد : نه،دا ټول افغانستان کې همداسې ده.

نړۍ : ريس صيب! ستاسو تېرکلنې مهمې لاسته راوړنې کومې دي ؟ چې رايادې يې کړئ .

اقبال سعيد : زمونږ تر ټولو لويه لاسته راوړنه په جوې هفت کې د يو مرستون جوړول دي، چې څلورنېم جريبه ځمکه او د ودانولو مدارک يې ټول مونږ پيدا کړي، همدارنګه مو حصارک کې په کرايي کور کې فعاليت کاوه چې هلته ورته په يو نېم جريب ساحه کې ځاى جوړ کړو، دا ځاى چې مونږ پکې ناست يو دا مهمانخانه هم يوه ښه لاسته راوړنه ده، بله غټه لاسته راوړنه دا ده چې تېر کال کې مو عوايد درويشت ميلونه افغانۍ زياتې شوې .

نړۍ: دا عوايد مخکې څومره و؟

اقبال سعيد : زه چې راغلم اووه پنځوس ميلونه يې ټول و

نړۍ: تاسو د ځانګړې بوديجې له مخې کارکوئ؟

اقبال سعيد : نه،بوديجه خو مثلا د کتاب،کتابچې يا نورو شيانو مو مالومې دي خودا داسې کار دى چې يو ځلې يوه پېښه کېږي نو هغې ته بوديجې حساب نه په کارېږي، مونږ مرکز سره اړيکه نيسو او هغوى را ته د مرستې لارښوونه کوي، يانې زمونږ کار د اضطراري پېښو پورې ډېره اړه لري.

نړۍ: تېرکال ننګرهار د طبيعي پېښو له پلوه څنګه و؟ تاسو يې د دې پېښو پر وړاندې څه وکړل؟

اقبال سعيد : تېر کال شکر ښه و ننګرهار کې د سېلابونو کچه ډېره نه وه، مونږ هم څه مشکل نه لرلو،کماله کې پر واده بمبار و، داسې څو نورې پېښې وې چې زيانمنو سره يې مرستې وشوې.

نړۍ: ريس صيب! تاسو خلکو سره نقدي مرستې هم کوئ؟

اقبال سعيد : نه په عمومياتو کې نه، مشکلاتو ته يې ګورو چې څه ته ډېره اړتيا لري بيا هماغسې مرستې ور رسوو.

نړۍ: دا مرستې په کومه طريقه کوئ؟

اقبال سعيد : مونږ د نړيوال نورم له مخې دوه اويا ساعته وخت لرو،که دې کې مرسته ونه شوه، مونږه ننګرهار کې داسې يو ماحول برابر کړى چې دوه ٧٢ساعتو نه مخکې خلکو سره مرسته کوو، مونږ سروې کوو،کله چې سروې تکميل شوه، راپور يې مرکزي دفتر ته لېږو، بيا مونږ ته احوال راځي چې امادګي ونيسئ، بيا ځو مرسته کوو، د خلکو ګوتې لګوو چې پلانکى د پلاني زوى دومره مواد واخېستل.

نړۍ: د شېرزدادو وروستۍ پېښې ته که راشو، دې پېښې څومره خلک شهيدان او ټپيان کړل ؟ تاسو څه مرستې ورسره وکړې؟

اقبال سعيد : مونږ چې څومره سروې کړې ده،او ارقام يې په لاس لرو، نوم، پلارنوم، کلى، تعداد فاميل، ښځې ټپيانې،نارينه ټپيان،او نور.. مونږ چې مرسته کړې، ننۍ مرسته ((د وري ٢٩مه)) مو ٢٠٠کورنيو سره وه،مرستې لپاره يو کمېسون لرو د ا کمېسون د اضطرار په نوم

نړۍ: د مړو شمېره که را ته ووايئ

اقبال سعيد : دې کې ٢١کسه مړه،٥٣زخميان و، دا هغه ارقام و چې مونږه يې په لاس کې لرو او دا موثق ارقام دي،مونږ مرسته کړې، ٢٠٠کورنيو سره ده چې پکې کمپله،ترپال،اوبو بوشکه، خېمې، اشپزخانې سېټ، صابون دا مرستې مو ورسره کړي چې کافي نه دي، مونږ کوشش کوو چې دې حادثې ته پوره شکل جواب ووايو، انشاالله نورې مرستې به هم ورسره وکړو.

نړۍ: دې ٤٠٠نورو کورنيو سره مو څه کړي؟

اقبال سعيد : دې ٤٠٠کورنيو سره داسې ده چې د دې حوادثو توزېع هم څه اسانه خبره نه ده، مونږ سهار لاړ يو او ماښام اذانونه سره بيرته راغلي يو، او ٢٠٠کورنيو سره مو مرسته وکړو، ١٠٠کورنيو سره انکشاف دهات مرسته کړې،کېداى شي سبا ته ورسره چلډرن هم مرسته وکړي، وعده يې کړې، همداسې د نورو موسسو لکه يونيسف او نورو مرستې را ورسېږي.

نړۍ : دا د دې مانا نه لري چې هره اداره پخپل سر لګيا ده او د ولايت مقام لخوا په دې برخه کې کومه همغږي نه ده رامنځته شوې؟

اقبال سعيد : همغږي به وي،خو هېڅ يوه اداره نه غواړي چې مرسته او کومک زه وکړمه او بل چا سره يې توزېع کړم، دا فرق لري، هغه مواد چې مونږ لرو کېداى شي د UN موادو سره فرق ولري، زه هېڅکله دا نه غواړمه چې دا هغه سره يو ځاى توزېع کړمه، بل دا چې همغږي، دا په دې مانا چې دا مواد که يونيسف هم مواد راوړي، يو ګودام کې به يې واچوي، زه که يې هم راوړم، هلته يو ګودام کې به يې اچوم او همداسې ټول.مونږ دا غواړو چې مرسته خپله مستحق سړي ته ورسوو، او دا چې مواد له ګودامه وځي بايد د سړي کور ته لاړ شي نه دا چې بل ګودام ته لاړ شي.

نړۍ : يانې تاسې په دې اندېښمن ياست چې دا مرستې ضايع کېږي؟

اقبال سعيد : نه،مونږ يې چې کوو نه ضايع کېږي.

نړۍ:که په ګډه وي ضايع کېږي؟

اقبال سعيد : يو خودا ده چې ګډه توګه کې وخت ډېر لګي، هغه نړيوال نورمونه چې ٧٢ساعته دي،کېداى شي نظر کې ونه نيول شي،اوس فرق لري سيستمونه فرق لري، زه چې مرسته کومه،يو ورځ کې يې هم کابل نه امر اخيستى شم، مګر ملل متحد که کومک کوي،هغه بايد نيويارک يو وار خبرکړي،همداسې نور

نړۍ: ريس صيب! ستاسو له خبرو داسې ښکاري چې تر دې يکشنبې ورځې ٣٠٠کورنۍ له مرستو برخمن شوي،پاتې نور پخپل بدحال پاتې دي؟

اقبال سعيد : هو،تر دې وخته خو هغه شهيدان چې و هغو ته د دولت د حوادثو پر وړاندې چمتووالي ادارې هر شهيدلپاره ٣٠،٣٠زره افغانۍ ورکړې.

نړۍ : ريس صيب! مننه چې د شپې په دې ناوخته کې دې د نړۍ مرکه ومنله.

اقبال سعيد : له تاسو هم مننه