کور / تازه خبرونه / احمدضياء مسعود په شيرزي پسې سو

احمدضياء مسعود په شيرزي پسې سو

د ننګرهار والي او د ولسمشر كرزي سلاكار ګل آغا شيرزى په را روانو انتخاباتو كي ځان كانديدوي، د ولسمشر لومړى مرستيال او متحدي جبهې خوابدى غړى احمدضياء مسعود يې په معاونينو كي ورسره نيولى دئ.
په ولسي جرګه كي د كندهار وكيل او د شيرزي وياند خالد پښتون د نيويارك ټايمز ورځپاڼي ته د دې خبر پخلى كوي او وايي شيرزى او مسعود په انتخاباتو كي د كرزي په مقابل كي څنګ پر څنګ ولاړ دي.
احمدضياء مسعود دوه كاله دمخه لا د ولسمشر كرزي په مخالفه جبهه كي ودرېدئ او نيژدې دوې مياشتي دمخه يې له ولسمشر كرزي سره د اختلاف په خاطر د يوې لفظي شخړي په باب تاوده خبرونه خپاره سول.
ضياء مسعود وايي د جوزا له لومړۍ نېټې څخه د حامد كرزي حكومت ناقانونه دئ او دى به ډېر ژر له خپلي دندي استعفاء وكړي.
د ولسمشرۍ د دفتر وياند وحيد عمر له نيويارك ټايمز سره په خبرو كي د ضياء مسعود له تصميم څخه ناخبري ښودلې، خو وايي حكومت (كرزى) به د هغه پر لاره ولاړ نه سي.
خالد پښتون وايي شېرزى به د شنبې په ورځ د انتخاباتو كمېسون دفتر ته خپل اسناد وړاندي كړي او دى فكر نه كوي چي حامد كرزى دي دا ځل انتخابات وګټي.
پښتون زياتوي چي ګل آغا شېرزى په افغانستان كي د يوه مقتدر حكومت د جوړېدو تكل كړى او د افغانانو اقتصادي پرمختګ يې له لومړنيو اهدافو څخه دئ.